د هېواد سیاسي ثبات او نړیواله همکاري

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

د څلورو لسیزو جګړو او د هغو د ورانیو، ویجاړیو او ناوړه اغېزو له امله په افغانستان کې ثبات، امنیت، نظام، زیربنا، تاسیسات او نور ملي بنسټونه داسې ویجاړ شي یا متضرر شوي دي چې بیا رغاونه یې زیات، پرېمانه امکاناتو او د سیمې او نړۍ هېوادونو مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري.

په افغانستان کې دسیاسي ثبات تامین یو له هغو مسایلو څخه ده چې د تامین په برخه کې یې موږ د نړیوالې ټولنې، امریکا متحده ایالتونو او د نړۍ د نورو هېوادونو او بین المللي سازمانونوتخنیکي مرستې، مالي همکارۍ، امکاناتو او تجربو ته اړ یوو هغه دی.

د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپتمبر د یولسمې پېښې وروسته افغانستان ته د نړیوالو پام ور واوښت. دغه مهال په افغانستان کې واک له طالبانو سره وو او نورې جنګي ډلې او تنظیمونه یې له صحنې څخه د افغانستان شمال ته شړلي وو.

دغه مهال د امریکا متحده ایالتونو په مشرۍ نړیوالې ټولنې یو ځل بیا د افغانستان په اړه په خپلې تګلارې له سره کتنه وکړه او یا یې هم نوې تګلاره ورته جوړه کړه او بیا هم د دغو ټولو هېوادونو په سر کې د امریکا متحده ایالات وو.

هغه مهال چې د المان په بن ښار کې دبن پروسه پیلېدله، د امریکا تګلاره په افغانستان کې کموبرخو ته محدوده وه. په بله وینا د هغوی زیات تمرکز په نظامي برخه وو. هغوی غوښتل چې په افغانستان کې طالبان او القاعده د جنګ له لارې مات کړي او په همدې موخه یې ګڼ شمېر نړیوال سوله ساتي ځواکونه افغانستان ته را واستول، خو د دغو ځواکونو باوجود هم وضعیت د دوی د هیلې او غوښتنې مطابق بدلون ونه موند.

هغه مهال د افغانستان پرمختګ، ثبات، بیا رغاونه او د امنیت تامین امریکا او نړیوالو ته چندان مهم نه وو او نه یې هم ورباندې فکر او بحث کاوه. هغوی یوازې د غچ اخیستلو او القاعده ماتولو لپاره افغانستان ته راتلل. حتی امریکا حاضره نه وه چې دایساف ځواکونه  دې له پلازمېنې کابل  څخه د هېواد نورو سیمو ته ولېږي.

 امریکا دتروریزوم پر خلاف دمقابلې لپاره دیو وړوکی پوځي ځواک دشتون پلوی و او په افغانستان کې دامنیت راوستل هغه څه نه وو چې امریکا دې ورته لیواله وي. مګردبېړنۍ لویې جرګې جوړېدو او د۲۰۰۴ کال بریالیو ټاکنو او دبن پروسې بریالیتوب ددې لامل شو چې امریکایان او اروپایان دافغانستان په اړه په خپلو تګلارو له سره کتنه وکړي او په دې برخه کې نړیوالې ټولنې او هېوادونو له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د میلیاردونو ډالرو ژمنه وکړه، خو پرعراق دامریکا له لوري برید دافغانستان په اړه پاملرنه بیا کمه کړه.

مګر د اوباما ادارې افغانستان ته خپل پام ډېر کړ، هم یې نور ځواکونه را ولېږل او هم یې د انکشاف په برخه کې مالي مرستې وکړې. یانې هغوی غوښتل چې د جنګ د ګټلو، القاعده او طالب د ماتولو تر څنګ په افغانستان کې د حکومت پیاوړتیا، بیارغاونې، انکشاف او بالاخره د امنیت او ثبات د تامین په برخه کې هم همکاري وکړي.

دغه مهال ستونزه دا وه چې افغان حکومت له امریکا، نړیوالې ټولنې او نورو هېوادونو سره هغسې همغږي او همکاري چې حتمي او ضروري وه، رامنځته نشوه کړای او له همدې امله د افغانستان دولت او نړۍ واله ټولنه داوباما دواک په پیلېدو سره په افغانستان کې ملي حاکمیت او سیاسي ثبات دټینګښت په اړه یوې اجماع ته ونه رسېدل.

اصلي خبره بیا هم په افغانستان کې د سیاسي ثبات موضوع ده. د سیاسي ثبات لپاره چې موږ څومره داخلي هڅو یووالي، همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لرو، نو همدومره له امریکا متحده ایالتونو، نړیوالې ټولنې، د نړۍ او سیمې هېوادونو سره باید ګډه همغږي او شریکه اجماع ولرو. د دوی همکاري او همغږي د تحرک په ایجاد، ښه والي، فساد سره د جدي مبارزې، د اصلاحاتو بهیر چټکولو، د ولسواکۍ ارزښتونو پاللو او د خلکو د ژوند په بدلون سره ترلاسه کولی شو.

ځکه تر هغو چې موږ د ښې حکومتوالۍ، ولسواکۍ د ارزښتونو پاللو ته پام ونه کړو، نو نړې واله ټولنه نه شي کولای ، هغه مرستې چې دافغانستان لپاره یې په پام کې نیولي خپلو خلکو ته قناعت ورکړي، نو له همدې امله دبهرنیو مرستودوام په افغانستان کې دپرمختګ،سمونونو راوستو او له اداري فساد سره په ټینګې مبارزې پورې تړاو لري.

د ولسمشر غني حکومت په دې برخه کې بریالی دی، ځکه دوی هم له نړیوالو سره د تفاهم ژبه رامنځته کړې، هم یې تحرک ایجاد کړی او هم یې د اصلاحاتو بهیر او فساد سره د پیل شوې مبارزې له لارې  د نړیوالو اعتماد ترلاسه کړی او هغوی یې دېته هڅولي چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو له لارې د سیاسي ثبات زمینه برابره کړي.