سوله او عدالت یو د بل لازم او ملزوم

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

سوله او عدالت یو د بل لازم او ملزوم او یو د بل بشپړونکي دي. په دې مانا چې له سولې پرته عدالت نشي تامېندلی او له عدالت مه واره سوله ناشونې او بې مانا ده، نو له همدې امله دا ډېره مهمه ده چې له کورنیو او عامو وګړو نیولې تر سیاسیونو، مسوولینو او مخالفینو پورې د ټولو کړه وړه باید  دعدالت او انصاف پر بنسټ ولاړ وي، ترڅو په لویه کې د ټولنې او هېواد د سولې او ثبات له تامین سره مرسته وکړي.

 د تلپاتې سولې د ټینګښت بنسټیز اصل د عدالت تامین او د ټولو ټولنیزو او سیاسي ډلو ګډون دی. په دې مانا چې په ټولنه کې باید د اساسي قانون پر وړاندې ټول خپل ځانونه برابر حس کړي او داسې نه وي چې د دوی پر وړاندې دې توپیري او تبعیضي چلند وجود ولري.

که چېرې په کورنۍ کې د اولادونو تر منځ د بې عدالتۍ چلند وشي. یانې یو یې ځان ته ډېر نږدې کړئ او ناز ورکړئ او له بل سره هیڅ خبرې ونه کړئ، وخت او ناز ورنه کړئ، نو معلومدار چې همدغه ناګران زوی/ لور به له دغه حالته نه یوازې راضي نه وي، بلکې په شعوري یا غیرشعوري توګه به داسې کړنې ترسره کړي چې د کورنۍ عام نظم به ورسره ګډوډ شي. همداسې د کور د واړه چاپیریال په پرتله په ټولنه کې د بې عدالتۍ د زیان کچه ډېره وي.

په اساسي قانون ولاړ نظام کې د ټولنیز عدالت د تامین اصل دیوه بنسټیز اصل په توګه منل شوی او ټولو ته د ګډون او عدالت اصل پیاوړی کوي. د وګړو حقونو، د ملي یووالي ټینګښت او دخلکودګدون اړتیا ته پاملرنه د عدالت د تامین اصل دی او همدغه اصل د سولې له تامین سره نېغه مرسته کوي. د دې ترڅنګ په جګړه کې د زیانمنو شویو او یا زیانمنېدونکو حقونو ته پاملرنه یوه مهمه اړتیا ده.

که چېرې دغه مهم اصل هېر شي او یا قصداً ورباندې سترګې پټې شي، په ټولنه کې د تلپاتې سولې ټینګښت له ګواښ سره مخ کېږي، ځکه په دغسې حالت کې د ټولنې ټول وګړي او اوسېدونکي خپل ځانونه او حقونه خوندي نه ګڼي، هغوی د خطر احساس کوي او همدغه د خطر احساس د ټولنې ثبات او سوله تهدیدوي.

نو په ټینګار سره وایم چې د ټولنې د ثبات او سولې د تامین په موخه د ټولنیز عدالت تامین ته زیاته توجه حتمي او ضروري ده. په بله مانا په ټولنه کې هیڅ فرد او لوری باید داسې احساس ونه کړي چې د دوی ژوند، ازادۍ او حقونه د کوم بل فرد، لوري او ډلې له لوري له تهدید او خطر سره مخ دي. بلکې برعکس ټول باید د خپل ځان، حقونو او ازادیو د خوندیتوب احساس وکړي او دا وګڼي چې په ټولنه کې نه یوازې توپیري چلند وجود نه لري، بلکې دا باید باوري شي چې دغه وړ چلند د ټولنې د عامه باورونو خلاف دی او جنایت بلل کېږي.

 د عامو وګړو ترڅنګ د بېلابېلو ډلو، احزابو او جوړښتونو تر منځ هم باید دغه وضاحت او ډاډ وجود ولري او خپل ځانونه او حقونه خوندي احساس کړي او حتی موجودې سیاسي ډلې چې عملاً په خپلمنځي اختلافاتو کې ښکیلې دي باید د رڼو خبرو اترو او بحثونو په رڼا کې خپل ځان دنظام په چوکاټ کې وویني او ټولو هغه نظریاتو ته یې چې په نظام کې دننه او یا د باندی وي درناوی وشي.