د سولې او سوله ییز فکر تبلیغول

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 محمد روښان ښاد

موږ د نړۍ له هغو بدمرغه او جنګ ځپلو ټولنو او وګړو څخه یوو چې څو نسلونه مو په جګړه کې را لوی شول، وزېږېدل او یا پناه شول. یانې موږ د جګړې نسل یوو، نو له همدې امله موږ تر بل هرچا سولې او سوله ییز فکر ته زیاته اړتیا لرو.

د دې باوجود موږ په دې نېکمرغه یوو چې په داسلام سپیڅلي دین، افغاني کلتور او ملي ادب کې د سولې په اړه ګڼې لارښوونې او داسې ارزښتناک پیغامونه لرو چې د هغو په تبلیغولو سره کولی شو، خپل ځانونه، خپل همزولی او ځوان نسل د جګړو له اغېزو خوندي کړو او پرمټ یې ځانته سوله ییز ژوند او چاپیریال برابر کړو.

په سپېڅلي اسماني کتاب قران کریم کې د مسلمانانو تر منځ داړیکو د ټینګولولپاره پر سوله، بښنې، پخلاینه، زړخوږي  او نرم چلند د مهمو اخلاقو په توګه ټینګار او توصیه شوې ده. همدارنګه  دالله تعالی له (۹۹) نومونو څخه چې په قران عظیم الشان کې یې یادونه شوې، ډېری یې دعفوې او ترحم د رېښو لرونکي دي.

دا او دېته ورته قراني، دیني او اسلامي بېلګې د سولې د اسلامي ارزښت هغه څرګند ثبوت دی چې له منلو څخه یې هیڅوک مخ نشي اړولی. د دې تر څنګ د اسلام په مبین دین کې ډېری نورې داسې لارښوونې شته چې د مسلمانانو تر منځ د اخوت، صمیمت، ورورۍ او درناوي د فضا د رامنځته کولو سپارښتنه کوي.

د واقعي مسلمان او رښتیني انسان په توګه له دغو دیني او سوله ییزو پیغامونو څخه د خپل ژوند د سرمشق ټاکلو لپاره ګټه اخیستلی شو، ځکه د سولې په اړه دیني سپارښتنې په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګېدو لپاره ښه فکري او عملي زمینه برابروي، ځکه زموږ په ټولنه کې هغو افرادو، ډلو او ټپلو ته چې له دیني لارښوونو سرغړونه کوي په ښه سترګه نه کتل کېږي او خلک ورڅخه نفرت کوي.

کوم کسان چې دیني لارښوونې بابېزه ګڼي او یا یې له منلو او عملي کولو سرغړونه کوي هغوی ته د بې دینه او فتنه ګرو خطاب کېږي او   په قران کریم کې راغلي چې فتنه له وژنې سخته ده، ځکه فتنه په اسلامي ټولنه کې دنظام دله منځه وړلو سبب ګرځي او دخلکو سر او مال له ګواښ سره مخ کوي.

د سولې او سوله ییز فکر د تبلیغولو په برخه کې د دیني علماو رول او مسوولیت تر نورو مهم دی. د دې لپاره اړینه ده چې دیني عالمان د سولې د فکري زمینو د پیاوړتیا او تلپاتې سولې او ټیکاو د رامنځته کولو په موخه خپل رول او مسوولیت په ښه توګه تر سره کړي، ځکه دوی کولی شي اسلامي لارښوونې په پوره صراحت او وضاحت خلکو ته بیان کړي او دویم دا چې دیني علما په ټولنه کې تر ټولو بانفوذه او د ځانګړي درناوي وړ دي چې خلک یې د لارښوونو او سپارښتنو پرځای کولو ته هم خاص توجه کوي .

حکومتونو ته ښایي رښتیني دیني علماو ته چې له خپل هېواد او ولس سره ځانګړې مینه او خواخوږي ولري، پام وکړي او د سولې او سوله ییز فکر د تبلیغولو لپاره خپل امکانات له دوی سره شریک کړي او د دوی د رول له لارې په ټولنه کې د سولې او ثبات د ټینګښت رښتینې او عملي هلې ځلې وکړي.

همدارنګه لیکوال، رسنۍ او نور هغه فراد، بنسټونه او جوړښتونه چې خپل غږ په رسا توګه عامو وګړو او ولسونو ته رسولی شي، د سولې په اړه زموږ د فرهنګ او ادب لارښوونې، پیغامونه او سپارښتنې په زړه پورې، هنري او داسې انداز خلکو ته وړاندې کړي، چې د هغوی پام ور واړوي، په ذهنونو کې یې ځای ونیسي اوپه کړو وړو کې یې مثبت سوله ییز بدلون رامنځته کړي.