ملي یووالي حکومت د نهیلۍ او بې باورۍ فضا بدله کړه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت په لومړیو کې له افغانستان څخه د نړیوالوسوله ساتو ځواکونود وتلو او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د نړیوالو مرستو د کموالي له امله هېوادوال خپل راتلونکي ته سخت اندېښمن او بې باوره وو.

دوی فکر کاوه چې هېواد یې د یو خطرناک ګړنګ په غاړه ولاړ دی او هره شیبه یې له دغه ګړنګ څخه د لوېدو وېره حس کېږي. په تلویزیونونو او راډیوګانو کې یو شمېر کورنیو او بهرنیو مبصرینو هم د افغانستان راتلونکی خلکو ته له نهیلۍ ډک انځوراوه او د دوی وېره او بې باوري یې لا زیاتوله، ځینو په قصدي او ځینو په ناپوهۍ کې دا کار کاوه.

دلیل یې دا وو چې د هغوی ټوله تکیه یوازې او یوازې په بهرنیو ځواکونو او همدارنګه بهرنیو مرستو وه. د هغه مهال فاسدې حکومتولۍ او مفسدو چارواکو هم پر ځان او راتلونکي د خلکو باور له منځه وړی وو.

خلک پر خپل راتلونکي بې باوره وو، ځکه د مافیا، اختلاس او اداري فساد له امله اکثره وزارتونه او ادارې فلج وې، ملي بودجې  میلیونونه ډالر کسر درلود، بین المللي ځواکونه  هم له افغانستان څخه د وتلو په حال کې وو او جګړه ورځ تر بلې پراخېدله، امنیتي او دفاعي ځواکونه په اړتیا وړ وسایلو او وسایطو سنبال نه وو او د افغانستان دښمنانو فکر کاوه، چې په څو میاشتو کې به نوی حکومت سقوط کړي.

د ولسمشر کرزي په مشرۍ حکومت هغه مهال د داخلي عوایدو د زیاتوالي، پر ځان د بسیاینې، د بهرنیو مرستو د موثر لګولو، زیربنایي برخو کې د نه کار، د ملي او اقتصادي پروژو د نه پیلېدا او نه تطبیق او پراخ فساد له امله ملي یووالي حکومت ته زیاتې ستونزې په میراث ورپاتې شوې.

هغه مهال تقریباً د مالي بودجې ۶۰ سلنه لګښت له بهرنیو مرستو څخه او ۴۰ سلنه نور له داخلي ناخالصه تولیداتو څخه تامینېده، مګر په همدغو ورځو شپو کې چې ملي یووالي حکومت خپل کار پیل کړ، نو سره له دې چې مبصرینو د دوی عمر شپږ میاشتې تخمین کړی وو، مګر دوی د هغو تبصرو، وړاندوینو او اټکلونو پروا ونه لرله. په پوره باورمندۍ، زغم او متانت یې خپل کار پیل کړ او هڅه یې دا وه چې خلک د نهیلۍ او بې باورۍ له څپو څخه پر هېواد او راتلونکي باورمن او هیله منه کړي.

د نړیوال بانک د موندنو په اساس د ملي یووالي حکومت د کار له پیل دمخه د افغانستان حکومت له ۱۳۸۸ کال څخه د ۱۳۹۳ل کال تر نیمایي پورې په اقتصادي برخه کې له (۹،۴ څخه ۰،۸) سلنې ته  رکود وکړ، په عین حال کې د خصوصي سکتور پانګونې ۵۰ سلنه کمې شوې، په ورته وخت کې بې وزلي له ۳۶ څخه ۳۹ سلنې ته  او همدارنګه د بېکاري کچه له ۲۵ څخه ته ۳۹ سلنې ته لوړه شوه.

ملي یووالي حکومت د امنیتي، مالي، اداري فساد ستونزو او همدارنګه په خپل راتلونکي د خلکو د بې باورۍ باوجود په بېلابېلو برخو کې د موثرو اقداماتو په ترسره کولو سره وتوانېد چې په تېرو درې کالو کې پام وړ فعالیتونه او لاسته راوړنې ولري.

ملي یووالي حکومت د هېواد د اساسي قانون د حفاظت په خاطر ولسواک نظام پیاوړی کړ، په راتلونکي یې د خلکو باور زیات کړ، د امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیاوې یې لوړې کړې او په اړتیا وړ وسایلو او وسایطو یې سنبال کړل او د افغانستان بین المللي شریکان یې قانع کړل چې له افغانستان سره د مالي او نظامي مرستو د دوام ژمنه تازه کړي.   

ملي یووالي حکومت په پرلپسې او هر اړخیزو کوښښونو سره د بهرني سیاست د تطبیق په لاره کې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع، ملي او سیمه ییزې پروژې، اقتصادي تحرک او د لویو اقتصادي پروژو د پلانونو او عملي کولو، اصلاحاتو او فساد سره دمبارزې، په حکومت کې د ښځو رول د پیاوړتیا، د سولې د تامین، تروریزم سره د مبارزې او ښې حکومتوالي په برخو کې عملي ګامونه واخیستل.