د ښځو رول لا هم کمرنګه دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمد بشیر یوسفزوی
په افغاني ټولنه کې ښځو ته له لومړي سره په کلیو او ښارونو کې درناوی کېږي. حتی د ښځو په مخ جرګې منل شوي، بدۍ هوارې شوي او خلک بښل شوي دي، مګر ښځو ته د دغه ټول درناوي باوجود هم د ښځو رول ته پام نه پخوا کېده او نه هم اوس ورته هغومره پام شوی څومره چې لازم دی.
مګر ترپخوا یو مثبت بدلون چې راغلی هغه دادی چې ښځو ته د پخوا په پرتله اوس د زده کړې او کار حق ورکول کېږي، مګر دا لا هم کافي نه ګڼل کېږي، ځکه ښځې چې د ټولنې نیمایي یا تر هغه هم زیاته برخه تشکیلوي، نو د هغوی زده کړو او رول ته لا ډېر پام پکار دی.
په افغانستان کې تل د ښځو رول سمبولیک وو او لا هم سمبولیک دی. د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له یولسمې وروسته چې په هېواد کې کوم تحول راغی او بیا دلته د ښځو په نوم ځانګړی وزارت جوړ شو، نو تمه دا وه چې د ښځو سمبولیک رول به په حقیقي رول بدل شي، خو له بده مرغه چې دغه وزارت هم په دې برخه کې کوم پام وړ کار ونه کړ او نه یې هم د ښځو ستونزو ته هغسې رسېدګي وکړه، څنګه یې چې تمه کېدله.
که څه هم د ښځو د کار او زده کړې په برخه کې پام وړ بدلون راغی. په دې برخه کې زیات فرصتونه او امکانات برابرول شول، د بېلګې په توګه ګڼې نجونې دا مهال ښوونځیو او پوهنتونو نو ته ځي او همدارنګه په بېلابېلو ادارو کې کار کوي، خو لا هم د ښځو کار، رول او ونډه بنسټي شوي نه دي.
که چېرې موږ واقعاً غواړو چې فعاله ټولنه واوسو او خپلې شته ټولې ناخوالې، ستونزې ا کشالې له منځه یوسو، نو بیا پکاردی چې د ښخو حقونو ته درناوی ولرو او د هغوی رول ته زیات ارزښت ورکړو او په خپل لاس دغه غیر فعاله شوې برخه بېرته فعاله کړو چې د ټولنې په ښېرازۍ او پرمختګ کې له خپلو تجربو، پوهې او فکر څخه کار واخلي.
سره له دې چې ولسمشر غني تل په دې ټینګار کوي چې د ښځو جنسیت ته باید درناوی وشي او هغوی ته یوازې د خور، لور او مور په توګه نه، بلکې د ښځې په توګه توجه وشي او په ملي مسایلو کې یې رول ته ارزښت ورکړل شي. ترڅو ښځې هم د نارینه په څېر د کار حق ولري او د هېواد په ملي مسایلو او تصامیمو کې برخه ولري.
د حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني د ځانګړې پاملرنې له امله ۴ ښځې د وزیرانو، ۴ تنه د سفیرانو، ۹ تنه د معینانونو په توګه کار کوي. د سولې د عالي شورا مرستیاله ښځه ده. د لومړي ځل لپاره لوی څارنوالۍ ښځینه مرستیاله لري. د زنداني مېرمنو قضایاوې او دوسیې څېړل شوي.
د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع څارنوالۍ ایجاد شوې دي. د وړو جرمونو له امله زنداني مېرمنې له بنده ازادې شوي، د نورو د بند موده کې تخفیف راوړل شو. که چېرې بدمرغه جګړه له هېواده ورکه شي، نو باور دی چې ښځو ته به د کار او زده کړې زمینې لا ډېرې شي او څومره چې په ټولنه کې لوستې او پوه ښځې زیاتې شي، نو همغومره به د هغوی رول او ونډه هم زیاته وځلېږي.