د جنګ بهرني ابعاد

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمد روښان ښاد
پرافغانستان تپل شوی جنګ  بهرني ابعاد لري او د دوام زیان یې یوازې افغانستان ته نه دی متوجه، بلکې په سیمه کې د افراطیت، توند لارۍ او تروریزم د ودې، بې ثباتۍ، بدمرغۍ او وروسته پاتې والي لامل کېږي.
تروریزم، جرمي اقتصاد، جنګ او فساد زموږ د ټولو بدمرغیو هغه مثلث دی چې د ګډو موخو، خپلمنځي اړیکو او شریکو ګټو له پلوه په یوه لوی افت او ویجاړونکې پدیده بدل شوی. و د دغې پدیدې او افت د ځپلواو د همدغه بدمرغه مثلث د ماتولو لپاره په ملي، سیمه ییزه او بین المللي کچه ګډې هڅې او مبارزې ته اړتیا ده.
صادقانه او جدي مبارزه چې له ترهګرۍ سره له هر ډول خواخوږۍ او دوه رنګۍ څخه خوندي وي. داسې نه لکه پاکستان چې یوازې هغه افراد او ډلې ترهګر بولي چې خطر یې پاکستان تهدیدوي، مګر هغوی چې له پاکستان دباندې په افغانستان او نورو سیمو کې ترهګریزفعالیتونه کوي هغوی نه یوازې ترهګر نه بولي، بلکې د تمویل او ملاتړ لپاره یې د روزنې اسانتیاوې او نور امکانات هم برابروي.
زموږ هېوادوال چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د جنګ او تقریباً له دوه لسیزو راهیسې د تروریزم د شومې پدیدې قربانیان دي تر بل هر چا زیات متضرر شوي دي او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې نه یوازې د خپل هېواد، بلکې د سیمې د هېوادونو په استازولۍ په مېړانه جنګېږي.
موږ له تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لرو. که زموږ د خلکو بېدرېغه قربانۍ او د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې او مبارزه نه وي، نو د نړۍ او سیمې هېوادونه به د تروریزم له پلوه زیات متضرر شي. هغوی ته ښایي چې نه یوازې د تروریزم ضد مبارزه کې زموږ رښتینې ملګرتیا وکړي، بلکې زموږ د ولسونو او امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو او مبارزې درناوی هم باید وکړي.
زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیاوې او ظرفیتونه تر پخوا لوړ شوي، تحرک ، همکاري، همغږي او منځمهاله لیدلوری او پلان په کې رامنځته شوی دی. دوی له دفاعي حالت وتلي او د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې د افغانستان د دښمنانود شومو پلانونو د شنډولو تر څنګ هغوی نابود کړي دي.
مګر په دې برخه کې د پاکستان  له دوه رنګۍ څخه ولس نور تر پوزې راغلی او په ټینګه ور څخه غواړي چې د افغانستان پر ضد خپله نااعلان شوې جګړه ودروي. د تروریستي ډلو او ګروپونو له تمویل او ملاتړه لاس واخلي.
که چېرې پاکستان د افغانستان پر وړاندې خپل منافقانه دریځ بدل نه کړي، نو باور دی چې د دغې شومې پدیدې د اور په تاو کې به پاکستان هم وسوځوي او د دوی پر وړاندې به د افغانستان د خلکو کرکه نوره هم را وپارېږي.
لنډه دا جنګ، ترهګري او د نشه یي توکو قاچاق نه یوازې د هیڅ ولس او هېواد په ګټه نه دی، بلکې د هېوادونو او ولسونو د بدمرغه کولولامل کېږي او ښایي چې ولسونه پر خپلو حکومتو فشار راوړي او دېته یې اړ کړي چې د جنګ، ترهګرۍ او نشه یي توکو له قاچاق او کاروبار څخه لاس واخلي.