شنونکي دې له امنیتي او دفاعي ځواکونو بښنه وغواړي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر عبداللطیف کاکړ

د حامدکرزي د حکومت په وروستیو کې چې په افغانستان کې د جنګ د مدیریت بشپړ واک له نړیوالو سوله ساتو ځواکونو څخه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ولېږدېد، نو اکثره مبصرینو او شنونکو په شعوري یا غیر شعوري توګه په ټولنیزو رسنیو کې دا بحثونه پیل کړل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د جنګ د مدیریت وړتیا نه لري او همدارنګه یې د هغوی په انګېزه او مورال هم شک وښوده

.

د دوی استدلال  دا وو چې ملي امنیتي ځواکونه په پرمختللو وسلو سنبال نه دي، جنګي وړتیاوې یې نه دي روزل شوي، خپلمنځي همغږي، همکاري او ځانګړې انګېزه نه لري، هوایي ځواک نه دی فعاله شوی، نو له دې امله د ترهګرو ډلو او د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې د جنګ او بریدونو مقاومت او تاب  نه لري.

همدغو مبصرینو د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت عمر هم له شپږ میاشتوکم اټکل کړی وو. هغوی ویل حکومت به په شپږ میاشتو کې د افغانستان د دښمنانو په لاسونو سقوط وکړي او افغانستان به یو ځل بیا د ترهګرو لاسونو ته له لوېدو وروسته د سیمې هېوادونو تر منځ د نیابتي جګړې په ډګر بدل شي.

یادو شنونکو د خپلو غیر واقعي او بې اساسه تبصرو له لارې د خلکو اذهان مغشوش کړل، هغوی یې په خپل راتلونکي بې باوره کړل او همغه وو چې ګڼ وېرندونکي، بې ارادې او په خپل راتلونکي بې باوره ځوانان یې په سختو او مرګونو لارو له هېواد څخه تېښتې ته اړ اېستل، مګر د دې ټولو باوجود دغو بې بنسټه تبصرو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په جرئت، روحیه او عالي مورال هیڅ منفي اغېز ونه درلود.

ترهګرو ډلو او د افغانستان دښمنانو په تېرو دوو کالو کې د خپلو بادرانو په لمسون او د نظامي متخصصینو په لارښوونو د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د بوختولو په موخه په یو وخت کې په بېلابېلو سیمو او ځایونو کې بریدونه وکړل، خپلو بریدونو او تکتیکونو ته یې بدلون ورکړ، مګر د دې ټولو باوجود هغوی نه یوازې د کوم ولایت، ولسوالۍ یا سیمې په نیولو ونتوانېدل، بلکې پخوانۍ سیمې یې هم له لاسه ووتلې، ځکه د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو په پوره مېړانه او زړورتیا هر ځای ته ځانونه ورسول او په لږ وخت کې یې نه یوازې جنګ مدیریت کړ، بلکې برید کوونکي دښمنان یې نابود او تېښتې ته اړ اېستل. د افغانستان مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو په پوره مېړانه د خپل هېواد او هېوادوالو د دفاع تر څنګ د مبصرینو وړاندوینې او تبصرې دروغ او بې اساسه ثابتې کړې.

اوس د دې وخت را رسېدلی دی، چې دغه بې اساسه شنونکي او مبصرین باید د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه بښنه وغواړي، هغوی ته د درناوي سرونه ښکته کړي او دا ومني چې دوی د خپلو مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو په پېژندنه کې تېروتلي وو او د خپلې همدغې تېروتنې او کوتاه فکرۍ لپاره دې له هغوی څخه بښنه وغواړي او دا ژمنه دې وکړي چې په راتلونکي کې به د امنیتي او دفاعي ځواکونو په حق کې دغسې له واقعیتونو لیرې تبصرې نه کوي او نه به د دوی وړتیاوې، قربانۍ او اتلولۍ تر شک او پوښتنې لاندې راولي.