د فساد اساسي چاره پکار ده!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمد روښان ښاد
افغانستان ته د ورپېښو ستونزو له عمده لاملونو څخه یو هم فساد دی چې زموږ هېوادوال ورڅخه هره ورځ کړېږي او د افغانستان دولتي ادارې یې ناکاره کړي دي. په دولتي ادراو کې د فساد شتون د حکومت او خلکو تر منځ واټن زیات کړی.
تر ټولو بده لا دا چې موجوده فساد د نورو لسګونه ستونزو تر څنګ په نړیواله کچه د افغانستان حیثیت او باور سخت زیانمن کړی دی. که څه هم د ملي یووالي حکومت هلو ځلو او د فساد پر وړاندې مبارزې یو څه د نړیوال باور را خپل کړی، مګر لا هم د فساد له پلوه هغوی پر افغانستان هغه باور چې لسیزې دمخه یې
درلود، لا هم نه لري.
افغانستان ته په تېره یوه نیمه لسیزه کې میلیاردونه ډالر نړیوالې مرستې راغلې، خو د شته فساد له امله نه یوازې بهرنۍ مرستې پرځای ونه لګېدلې، بلکې همدغه مرستې د مفسدو لاسونو او جیبونو ته ورغلې او مفسدې او مافیایي کړۍ ورباندې لا چاغې شوې. نور ګڼ فرصتونه مو هم له لاسه ووتل او د فساد له امله له ډېرو بهرنیو مرستو او فرصتونو څخه زموږ پر ضد ګټه واخیستل شوه، ځکه د فساد له لارې ګڼ عاید او امکانات د افغانستان د دښمنانو لاسونو ته ورغلل چې هغوی د افغانستان او نظام پرخلاف او زموږ د هېوادوالو د وژلو او بدمرغه کولو لپاره د جګړې د تمویل په لاره کې استعمال کړل.
په دې وروستیو کې ملي یووالي حکومت  اداري فساد سره د مبارزې د ژمنتیا او سیاسي ارادې له مخې  عدلي او قضایي  مرکز جوړ کړ چې د فساد ټولې  دوسیې به وڅېړي او په فساد کې ښکېل کسان به عدلي او قضایي ارګانونو ته د څېړنو او تعقیب په موخه ور وپېژني. په دې برخه کې سلګونه دوسیې تر څېړنې لاندې دي او پایلې به یې ډېرې ژر له افغان ولس سره شریکې شي.
له اداري فساد سره د مبارزې په موخه د ملي یووالي حکومت پراخو او بنیادي اصلاحاتو ته نه یوازې ژمن دی، بلکې د بروکسل کنفرانس وروسته یې په دې برخه کې جدي کوښښونه پیل کړي او د اصلاحاتو د تطبیق پروسه په خپله جمهور رئیس د قانون مطابق په شفافه او دوامداره توګه څاري او ټینګار یې دادی چې دا پروسه له هر ډول سیاسي او سلیقوي برخوردونو پرته د قانون په چوکاټ کې ترسره شي.
مګر په دې برخه کې یوازې د حکومت هڅې کافي نه دي، څومره چې د فساد رېښې په ادارو او ټولنه کې ژورې او پراخې دي، نو د همدې لپاره یې پر وړاندې جدي او پراخې مبارزې ته اړتیا ده او دغه مبارزه به د ولس او خلکو له همکارۍ او ګډون مه واره هغومره بریالۍ نه وي، څومره یې چې تمه او غوښتنه کېږي. د پراخو او بنیادي اصلاحاتو پروسې د ښه تطبیق په موخه عدلي او قضایي مرکز جوړ شوی، تر څو په فساد د ککړو کسانو دوسیې په بې طرفۍ وڅېړي.
پراخه او بنیادي اصلاحات د ولس اصلي غوښتنه ده او جمهور رئیس د اصلاحاتو د ښه تطبیق په برخه کې د ولس، علماو، مدني بنسټونو او د ټولنې د ټولو اقشارو همکاري او همغږي حتمي او مهمه بولي او په همدې موخه له ټولو څخه په ټینګه غوښتنه کوي چې د اصلاحاتو د بهیر د ټینګ ملاتړ په موخه د فساد او مفسدینوپر ضد خپل غږ  اوچت کړي.
ولس ته ښایي چې له فساد سره د پراخه او هراړخیزې مبارزې په موخه له حکومت سره خپله همکاري شریکه کړي او د مفسدینو پر ضد خپل غبرګون وښیي او خپل غږ پورته کړي، تر څو د دوی پر ضد روانه مبارزه رنګ راوړي او هغه پایلې ولري، د کومو چې ولس هیله او تمه لري.