افغانستان کې د قطر او اماراتو نوی رول او پر ښکېلو غاړو یې اغېزې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

متحده عربي امارات په منځني ختیځ کې په تېره خلیجي دولتونو کې د امریکا نږدې ملګری او تر پاکستان هم ځان ورته نږدې ګڼي. د امریکا له تګلارو سره کله هم حتی ډیر لږ ټکر نه کوي، دا ډول امارات د سعودي عربستان  اعتماد هم په پوره ډول لري. په دې وروستیو کې چې په خلیج کې سعودي عربستان کوم اقدامات کوي، یو لامل یې له سعودي شهزاده محمد بن سلمان سره د اماراتو د شهزاده محمد بن زاید نژدې رابطه ده

.

ناټو اعلان  د نومبر ۹مه، ۲۰۱۷ ل. کال وکړ چې د قطر او امارات هیوادونه به افغانستان ته د ناټو پوځیانو په ډله کې خپل پوځیان لیږي. د امریکا هڅه دا وه چې مالیزیا، اندونیزیا، نایجر، جزایر او ځینې نور مسلمان هیوادونه لیواله کړي چې افغانستان ته خپل پوځیان ولیږي، تر څو افغانستان کې د بهرنیو خلاف جګړې او د عقیدوي جګړو روحیه په دي کار سره کمزوري شي.

امریکا او ناټو ونه توانېدل چې مسلمان هیوادونه د افغانستان جګړه کې راښکېل کړي. امریکا غواړي چې د افغانستان بهرني پوځي شتون کې داسي مسلمان هیوادونه په ځانګړي ډول عرب ممالک ښکېل شي چې افغانانو پخوا ورته ښه عقیده درلودله. کله چې په ۲۰۱۱ کې طالبانو په قطر کې د دفتر له خلاصېدو سره موافقه کوله، د طالبانو پخواني مشر، ملا محمد عمر مجاهد د دفتر د خلاصولو لپاره یو شرط دا ايښی و چې داسې هېواد به وي چې د طالبانو د حکومت پرمهال او له سقوط وروسته یې طالبانو سره بد چلن نه وي کړی. قطر په دې تول برابر وخوت.

که د خلیج عربي هیوادونو خپلمنځي ستونزې دوام وکړي، په ځانګړي ډول د قطر سره د سعودي عربستان، اماراتو، بحرین او مصر ستونزه حل نه شي، له دي موقع به امریکا، روسیه او بریتانیا ګټه پورته کړي، او تر ټولو ډیره ګټه به ایران او اسرایل پکې وکړي، بیا به دا امکان هم وي چې کوم وخت د امریکا په غوښتنه سعودي عربستان هم ومني چې افغانستان ته د ناټو تر قومانده لاندي خپل پوځیان راولیږي. کله چې د تېر جون په پنځمه د سعودي په مشرۍ اماراتو او بحرین له قطر سره پرېکون وکړ، په ملګرو ملتونو کې د امریکا ځانګړې استازې، نیکي هیلي وویل چې اوس موږ ښه فرصت لرو چې قطر ته ووایو څه وکړي او همداراز سعودي عربستان ته هم ووایو چې څه او څه وکړي. د مېرمن هیلي هدف دا و چې له دې کړکېچ سره به سعودي زموږ ملاتړ ته اړتیا ولري او قطر به هم اړ وي چې د بحران د حل لپاره زموږ حمایت ترلاسه کړي؛ نو دواړه لوري امریکا ته اړ دي.

له بلې خوا د قطر پرضد د سعودي اقدام ایران ته بل فرصت په لاس ورکړ. متاسفانه د سعودي له دې اقدام سره ایران په عربي خلیج کې یو قدم نور هم راوړاندې شو. قطر مجبور شو چې ایران او ترکیې ته ډېر رول ورکړي تر څو د سعودي له خوا لګېدلي بندیز څخه بریالی راووځي.

د سړې جګړې په پای کې، په ۱۹۹۱ مارچ کې چې کله صدام حسین پر کوېټ یرغل وکړ، د عراق د ځپلو لپاره امریکا د مسلمانو هیوادو په ګډون لوی ايتلاف جوړ کړ، د هغه وخت د مجاهدینو د موقت حکومت مشر حضرت صبغت الله مجددي و، دوی هم په همدې ایتلاف کې ورسره ګډ شول، له جهادي ګوندونو څخه یې کسان وغوښتل تر څو د امریکا تر مشرۍ لاندي د عراق په ضد جګړه وکړي، ولي حکمتیار ونه منله چې خپل د هغه وخت مجاهدین د امریکا تر قومانده لاندي د عراقیانو په ضد وجنګوي.

حکمتیار استدلال کاوو که صدام حسین روسیې ته تمایل لري، او کمونسټي افکار لري، ولي موږ د امریکا تر نظامي قوماندي لاندي افغان مجاهدین د عراقي ولس په ضد نه شو جنګولای، دا بېله مسئله ده چې اوس په افغانستان کې د امریکا ۹ اډې شتون لري، د امریکا او ناټو نږدي تر ۴۰۰۰۰ زیات نظامي پوځیان دلته وجود لري، او ښاغلی حکمتیار د سولې پروسې سره یو ځای، سیاسي فعالیت کوي. یاده دې وي چې ښاغلي حکمتیار د دې پر ځای چې هغه وخت خپل ګوند ناپېیلی ساتلی وای، د صدام حسین لوری ونیو.

په ۲۰۰۹ ز. کال کې زه (لیکوال) حج ته تلم، د کابل هوایي ډګر ته د ننوتلو پر مهال د ترکیې د پوځیانو لخوا هر تلونکي افغان حاجي ته یوه وړه  بسته کې (صابون، ږمنځ، مسواک، د غاښو برس، کریم او ځینې نور شیان) ورکول کېدل.

حاجیان منظم په یو  لوی صف کې روان وو، زما نوبت راورسیدی، هغه ترکي پوځي راته بسته وړاندي کړه، له اخیستلو مې ډډه وکړه، هغه ترکي پوځي وویل چې ټولو حاجیانو واخیستله، دا ستاسي لپاره زموږ  ترکي پوځیانو حج ته د تلو لپاره تحفه ده، باید وایې خلي، ومې ویل چې زه نه غواړم ستاسي تحفه واخلم.

د همدې ترکي پوځیانو د وړې ډلې مشر راغی، ټول حاجیان انتظار دي، په  صف کې شاته ولاړ خلک ګرده انتظار دي، ترکي پوځي قومندان لومړی راته زارۍ وکړي چې باید د دوی دا کوچنۍ تحفه واخلم، ډډه مې وکړه، اخر یې وویل چې موږ مسلمانان یو، د ترکيې هیواد يوځیان یو، ولي زموږ دغه تحفه تاسي نه اخلئ.

ما ( لیکوال) ورته وویل، زه پوهیږم چې تاسي ترکیان یاست، مسلمانان یاست، مګر زموږ هیواد ته د ناټو پوځیانو په چتر کې د ناټو تر قوماندي لاندي راغلي یاست، او هغوی مسلمان نه دي، زموږ له ولس سره په جګړه کې ښکېل دي. که څه هم ترکي پوځیان تر اخره مخامخ د افغانانو پر ضد ونه جنګېدل؛ خو د ناټو تر چتر لاندې افغانستان د دوی راتګ په هر صورت د دوی حیثیت تر پوښتنې لاندې راووست.

د افغانستان محدوده طبقه لوستي خلک په خلیج کې د دولتونو ترمنځ پر روان رقابت، د قطر هیواد په سیاسي مجبوریتونو، د متحده عرب اماراتو سره سیالي او ټکر باندي پوهیږي، او کیدای شي قطر به طالبانو ته هم قناعت ورکړی وي، چې د قطر پوځیان یواځي په نمایشي ډول افغانستان ته ځي، په نظامي عملیاتو کې به برخه نه اخلي. قطر رښتیا هم ښايي د دې لپاره دا کار کړی وي چې له دې اقدام سره د امریکا پر وړاندې یو امتیاز واخلي تر څو د خلیج په مسئله کې امریکا د سعودي په ګټه یو لوریز اقدام ونه کړي.

ولي دا پوښتنه هم پيدا کیږي، چې قطر او امارات د امریکا دهغه تګلارې لپاره پُل کیږي کوم چې امریکا غواړي د افغانستان جګړې کې ډیر نور اسلامي هیوادونه هم راښکېل کړي.

د معلوماتو له مخې افغان ولس نظر سعودي عربستان او اماراتو ته قطر داسي یو هیواد ګاڼه چې د افغانستان په مسایلو کې بې طرفه دی، او دافغان ولس د سولې او سوکالې لپاره هڅې کوي، مګر د قطر هیواد پوځیان د ناټو په چوکاټ کې افغانستان ته رالیږل به د قطر دغه حیثیت ته صدمه ورسوي.

متحده عرب امارات غواړي چې د قطر هیواد پرځای د طالبانو سیاسي دفتر په اماراتو کې وي، او په دي برخه کې امریکا، سعودي عربستان، پاکستان ، اسلامي کانفرنس او دملګرو ملتونو همږغې له ځان سره لري.

که څه هم قطر خپله د پوځیانو له کمښت سره مخ دی، د سعودي عربستان د ممکنه برید له امله له ترکیې او امریکا څخه پوځي مرسته غواړي، د ترکیې او امریکا پوځیان یې په خاوره کې میشت دي. که دقطر هیواد نظامي پوځیان د ولوژستیک یا نظامي روزنې برخه کې افغانستان ته راشي،  د متحده عرب اماراتو پورته غوښتنې ته به یو ډول قوت ورکړی، ځکه بیا به طالب هغه ادعا نشي کولای، چې قطر د افغانستان مسایلو کې بي طرفه  او افغانستان کې د ناټو چوکاټ کې نظامي شتون نه لري.

امریکا او افغان حکومت غواړي د ناټو په پرېکنده ماموریت کې د عربي هېوادونو په ځانگړې توگه د قطر او عربي متحده اماراتو د راوستلو له لارې هغه سیاسي اړیکې، چې طالبانو په قطر هېواد کې د خپل نا رسمي دفتر له پرانیستلو وروسته وپاللې او ځینې سیمه اییز او نړیوال هېوادونه يې له خپل اړخه په دې قانع کړل، چې دوی ورته تهدید نه دي، مخه ونیسي، څو په هېواد او سیمه کې امریکايي موخو ته د رسیدو لپاره لار هواره شي.

د قطر او متحده عرب اماراتو سيالي به داهم وي چې افغانستان کې د ناټو چوکاټ لاندي د دوی د مرستو او ځینو پروژو له امله نفوذ ولري، ویل کيږي چې د قطر د مرستو او نفوذ مخنیوی د افغان حکومت له لوري کیدی، او د متحده عرب اماراتو د مرستو او پروژو پلې کولو مخکې ایران پلوه افغان چارواکو خنډونه پيداکول.

هڅه کېږي، چې له جگړه کوونکو هېوادونو یا ناټو سره د نه جگړییز ملگرتوب له امله قطر او عربي متحده اماراتو ناپیلي  حیثیت ته صدمه ورسول شي، ځکه نوموړي هېوادونه توانیدلي دي، په هغو سیمو کې، چې افغان حکومت پرې بشپړ کنټرول نه لري، انساني مرستې وړاندې کړي، د روغتیا، تعلیم، پاکو اوبو رسولو او ماشومانو ته د ښوونې او روزنې مناسب چاپېریال چمتو کولو په برخه کې يې د ملیونونو ډالرو په اندازه مرستې د هېواد په سویلي، سویل ختیځو، شمالي او ختیځو ولایتونو کې وړاندې کړي.

د امریکا د حملې په پېل ۲۰۰۱ ز. کال کې هم متحده عرب اماراتو او اردون افغانستان ته د ناټو په چوکاټ کې خپل لږ شمیر پوځیان رالیږلي و، هغوی د لوژستیک په برخه کې ونډه درلودله، چې د اردن د شاهي کورنۍ یو غړی په خوست ولایت کې د سي آی اې د استخباراتې کسانو سره یو ځای د طالبانو په یوه مرګوني برید کې ووژل شو، او د متحده عرب اماراتو یو پوځي په جنوب لویدیځ کې د طالبانو لخوا ژوندی ونیول شو.

که د فشارونو له امله طالبان ومني چې له قطر څخه خپل سیاسي دفتر اماراتو ته انتقال کړي، طالبان به بیا هغه ډول سیاسي ازادي ونه لري کوم چې د قطر هیواد کې یې لري، متحده عرب امارات به د طالبانو ټول کړه وړه کنټرول او بیا به طالبان یو بشپړ کنټرول شوی سیاسي دفتر ولري، چې د دغسي سیاسي دفتر تر درلودو، بیا بیخې نه درلودل او حتی قطر کې هم یو مخیز ډول فعالیت بندول به د دوی په ګټه وي.

ډاډه یم چې امریکا به کله هم ونه غواړي چې د طالبانو سیاسي فعالیت په یو مخیز ډول بند شي، طالبانو ته په کار ده چې په دي حساس وخت کې داسي انتخاب ونه کړي چې د افغانستان او ځانګړي ډول سولې اړوند پریکړو کې دوی منحصر او یا خو د ګاونډیو هیوادونو حساسیتونه پیدا کړي.

که طالبان د قطر څخه خپل سیاسي دفتر وباسي، متحده عرب امارات او یاکوم بل هیواد ته یې انتقال کوي:

۱ – کوربه هیواد (قطر) او د قطر ملګري هیوادونه به د طالبانو له ډلې خواشیني شي؛

 ۲-  ایران چې ګومان کیږي د طالبانو سیاسي ملاتړ کوي، د ایران ملاتړ به له لاسه ورکړي؛

۳ -  دا ډول روسیه چې له امریکا سره ستونزې لري، امارات د امریکا نږدې ملګری هیواد ګڼي، روسان به هم د طالبانو اړوند لا زیات حساسیت پيداکړي؛

۴ – ترکیه چې په سېمه کې مهم او قوي هیواد دی، د قطر سره ملګرتوب لري، طالبان به د ترکیې ملاتړ هم له لاسه ورکړي؛

۵ - پاکستان به په دي خوشاله وی چې طالبان اماراتو ته ګډه وکړي، ځکه د همدې کار امتیاز به بیا هم پاکستان اخلي، داسي ښکاري چې اماراتو کې په ځینو مهمو ادارو کې پاکستاني سلاکاران شته، او په دي ډول به پاکستان وکولای شي چې د امریکا څخه بیا ځل د طالبانو په نوم ګټه تر لاسه کړي.