د ولسمشر پرېکنده دریځ پاکستان څنډې ته کړی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

د تېرو څو لسیزو جګړو مو هېواد کاواکه او نظام سره وپاشه. پاکستان له همدغه حالت څخه په ناوړه ګټه اخیستنې افغانستان د خپل نفوذ د اعمال په ساحه بدل کړ، ځکه د جګړې په کلونو کې واک ته رسېدلو مشرانو نه یوازې د پاکستان د افغان ضد سیاستونو او دریځ پر وړاندې ملي او پرېکنده دریځ نه اختیاراوه، بلکې د هغوی مغرضانه او رذیلانه پلانونه او برنامې یې پاکستان ته د خوش خدمتۍ په خاطر په خلاص مټ عملي کولې

.

د پاکستان او مغرضو ګاونډیو د زور ازماییو له امله مو د خپلواک او تاریخي افغانستان حیثیت او د ولس عظمت ورځ تر بلې له خاورو سره خاورې کېده. په هېواد کې د کورنیو جګړو لمبې بلې شوې، بدمرغه جګړو نه یوازې د کار سړي، بلکې ټولګټي ځایونه، ودانۍ هر څه ویجاړ کړل. خلک په خپلو کې سره بدبینه شول او یو د بل پر وړاندې یې سنګرونه ونیول او لا هم یوه ډله  وسله وال (طالبان)پاکستان په غېږ کې نیولې چې هره ورځ یې د خپلو وروڼو وژلو او د خپل کور، کلي، ښوونځي، جومات ، واټونو، پلونو او ښارونو ویجاړولو ته لمسوي.

ملي یووالي حکومت په ځانګړي ډول ولسمشر غني په افغانستان کې د پاکستان نااعلان شوې جګړه ټولې نړۍ ته رسوا او په افغانستان او سیمه کې یې د هغوی ټول شوم پلانونه بربنډ او د افغانستان د ملي ګټو او اساسي قانون په چوکاټ کې یې د پاکستان پر وړاندې واضح او قاطع دریځ اختیار کړ.

د نړۍ او سیمې هېوادونه یې د کره شواهدو او اسنادو په وړاندې کولو سره په دې وپوهول چې په افغانستان کې د روانو ټولو ناامنیو، جګړو، ورانکاریو، ترهګریزو فعالیتونو او ناکراریو تر شا د پاکستان لاس دی، ځکه پاکستان د ترهګرو پالنه، تمویل او ساتنه کوي. هغوی ته یې د استوګنې او ورانکارو فعالیتونو د ترسره کولو په موخه روزنځایونه او پټنځایونه ورکړي.، د ټپیانو درملنه، د جګړې تمویل او مدیریت له پاکستان څخه کېږي.

ولسمشر غني د پاکستان د منافقت ، رذالت او دوه مخۍ د لا ښه رسوا کولو په موخه  د سیمې د هېوادونو اجماع جوړه کړه، هغوی ته یې وویل چې د پاکستان ترهګریز فعالیتونه یوازې افغانستان، نه بلکې  ټوله سیمه ناامنه او بدمرغه کولی شي.  هغه په ډاګه او ټینګار وویل، که د تروریزم له ملاتړ او تمویل څخه دپاکستان لاس لنډ نه شي، نو جګړې او ترهګریز فعالیتونه به د سیمې امن، ثبات، پرمختګ او ښکلا د خاورو په ډېرې بدل کړي .

د سیمې د اجماع له رامنځته کولو وروسته جمهور رئیس غني عربي او اسلامي هېوادونو او اروپا او امریکا ته د سفرونو پرمهال هم د پاکستان ورانکاري او د ترهګرو پالنه رسوا وکړه. هغه دا هر څه د کره اسنادو او شواهدو په وړاندې کولو سره بیان کړل او د ولسمشر د همدغو سفرونو په پایله کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو اجماع رامنځته او د پاکستان  ترهګریزه څېره ټولو ته افشا شوه.

د پاکستان پر وړاندې د ولسمشر د څرګند او پرېکنده دریځ له برکته پاکستان د سیمې او د نړۍ د هېوادونو تر فشار لاندې راغی، ځکه اکثره هېوادونو له پاکستان سره په اړیکو، مرستو او همکاریو بیا له سره غور وکړ. د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ اکثره هېوادونو پاکستان ته ګواښ وکړ، چې که چېرې په خپل دریځ کې بدلون رانه ولي او د ترهګرو له ملاتړه لاس وانخلي، نو دوی به خپلې اړیکې او همکارۍ ورسره وځنډوي.

د پاکستان پر وړاندې د جمهور رئیس غني د قاطع او برحقه دریځ ګټه دا وه چې څومره پاکستان څنډې ته شو، نو همغومره  افغانستان د سیمې او نړۍ د هېوادونو د محراق مرکز وګرځېده او ټول د  افغانستان پر حقانیت تر پخوا لا زیات باوري شول. له همدې امله بین المللي ټولنې له افغانستان سره په ملکي او نظامي برخو کې د خپلو همکاریو ژمنې تازه کړې.

پاکستان نن د خپل منافقانه سیاست او په افغانستان کې د رذیلانه پلانونو د پلي کولو او جګړې اوږدولو قېمت ورکوي، ځکه نن سبا پاکستان تر بل هر وخت په بد حالت کې قرار لري، په نړۍ کې د ترهګري د تمویلونکي او تولیدونکي هېواد په نوم بدنام دی.