راتلونکې ټاکنې؛ آیا غني به بیاځلي د واک خوند وڅکي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان ملت د نوي نظام په چوکاټ کې د درېیم ځل لپاره د ولسمشریزو ټولټاکنو خوند په داسې حال کې وڅکلو چې له یوې خوا امریکایان له نظامي پلوه له افغانستان څخه د وتلو په حال کې وو، له بل پلوه په سیمه کې د داعش په نوم نوې ترهګریزه پروژه د پراختیا په حال کې وه؛ له دې سره سره امریکا نه غوښتل چې افغانستان دومره په اسانۍ له لاسه ورکړي او په مستقیم ډول یې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو په بهیر کې لاسوهنې پیل کړې

.

د ۲۰۱۴م کال ټاکنې او د ملي وحدت تر نامه لاندې د امریکایانو په منځګړیتوب د نوي حکومت جوړښت هغه څه دي چې تر دې وړاندې یې افغان ولس تجربه نه وه کړې. د ملي وحدت د حکومت له جوړښت سره سم په هېواد کې ستونزې زیاتې شوې او د جګړې پروژه له یوې وسله والې ډلې بلې ته د سپارل کېدو په حال کې وه. اوسمهال جګړه پراخه شوې، اقتصادي ستونزې زیاتې شوې، له هېواده د خلکو تېښته مخ په زیاتېدو ده او تر ټولو ناوړه دا چې په تېرو درېیو کلونو کې قومي او مذهبي جګړو ته لمن وهل کېږي.

پوښتنه دا ده چې دې ټولو ناکامیو او ستونزو ته په کتو د راتلونکو ټاکنو برخلیک به څنګه کېږي؟

افغانانو د ملي وحدت تر نامه لاندې حکومت هم تجربه کړ، خو ښه خاطره ترې نه لري له هر چا چې وپوښتې سر ټکوي او شکایت کوي. ولس په دې نظر دی چې حکومت نه یوازې کړې ژمنې عملي نه کړې، بلکې پخوانۍ لاسته راوړنې یې هم له خاورو سره خاورې کړې. د هېواد یو شمېر مهمې ادارې یې د سیاسي وېش له مخې داسې نا اهلو ته وسپارلې چې لا یې د یوه ریاست د مدیریت وړتیا نه درلوده؛ نو دا په پوره ډاډ سره ویلی شو چې راتلونکې ټاکنې به د مخکینیو په پرتله ډېرې متفاوتې وي.

امریکایان تلې ته په کتو هېڅکله د افغانانو د غوښتنو خلاف عمل نه کوي. افغان ولس دا مهال د ملي یووالي له حکومت څخه سر ټکوي او یاد حکومت په ټولو چارو کې ناکام بولي، نو طبعي ده چې امریکایان به د خلکو د غوښتنو سره سم لوبه کوي. د دې کار لپاره امریکایان اړ دي چې د بدیل په لټه کې واوسي او په اوسنیو شرایطو کې دوی ته د بدیل انتخاب هم سخت او هم آسانه دی.

که امریکایان بیا ځلې هڅه وکړي چې ولسمشر غني قدرت ته ورسوي، نو د تېرو درېیو کلونو ناخوالو ته په کتو ولس به په هېڅ صورت رایه ورنه کړي او دوی نه شي کولی چې د ولس د غوښتنو خلاف داسې لوبه وکړي چې د دوی له غوښتنو سره په ټکر کې وي. اوس پوښتنه دا ده چې بدیل به څوک وي؟

څه موده وړاندې د امریکا سفیر هوګو لارنس د حزب اسلامي له امیر سره کتلي وو او له نوموړي سره یې د هېواد د راتلونکو ټاکنو په تړاو خبرې اترې کړې وې. د حزب اسلامي امیر هم په ځلونو ځلونو د راتلونکو ټاکنو په اړه څرګندونې کړې دي او په ډېر ټینګار سره وایي: (هر هغه څوک چې د حزب اسلامي ملاتړ ولري، هغه به د هېواد راتلونکی ولسمشر وي.)

د حکمتیار دا څرګندونې کولی شي د لوبې مسیر بدل کړي. دا مهال حزب اسلامي په افغانستان کې تر ټولو ډېر نفوذ لري چې په راتلونکو ټاکنو کې به خورا مهم او اغېزناک رول ولوبوي. داسې انګیرل کېږي چې حزب اسلامي ممکن دا مهال دوه انتخابه ولري:

۱ـ له غني څخه ملاتړ او معامله

۲ـ خپل کس نوماندول

که چېرې حزب اسلامي له اوسني ولسمشر څخه ملاتړ وکړي، نو امکان شته چې غني به بیا ځلي د واک واګي په لاس کې اخلي او د راتلونکو پنځو کلونو لپاره به د افغانستان ولسمشر ټاکل کېږي، خو که حزب اسلامي یې ملاتړ ونه کړي، د غني بریا نا ممکنه ده؛ که خلک په دې فکر واوسي چې امریکا د غني ملاتړ کوي، مخکې مو وویل چې امریکایان تلې ته په کتو خپله لوبه کوي، هغوی ته شخص نه بلکې د خپلو ګټو خوندیتوب مهم دی.

که حزب خپله نوماند ورکړي، کولی شي غني ته خنډ رامنځته کړي، یعنې حزب به د غني د بریا مخه ډپ کوي، خو شرط دا دی چې که حزب اسلامي داسې کس نوماند کړي چې هغه وکولی شي د هېواد ټول قومونه تر یوه چتر لاندې سره راټول کړي، له چپ لاسو، ښي لاسو، تکنوکراتانو او دیموکراتانو سره مشروع جوړجاړی وکړي او د امریکا په ګډون له نړیوالو سره داسې لوبه وکړي چې ټولو اړخونو ته قناعت ورکړی شي.

که حزب اسلامي چې دا مهال د هېواد په کچه له ډېر نفوذ او قوي ملاتړ څخه برخمن دی، اندک تېروتنه هم وکړي؛ نو د بریا چانس به یې نا ممکن وي، خو که داسې لوبه وکړي چې د ټولو خواوو رضایت پرې حاصل شي، لرې نه ده چې حزب اسلامي به په راتلونکي کې د قدرت واګې په لاس کې اخلي.

په راتلونکو ټاکنو کې د لوبې دویم مهم اړخ پخوانی ولسمشر حامد کرزی دی. که حزب اسلامي وکولی شي د پخواني ولسمشر حامد کرزي ملاتړ تر لاسه کړي، په اسانۍ سره به حزب اسلامي د هېواد راتلونکې ټاکنې وګټي. دا مهال د حامد کرزي او حکومت تر منځ ستونزې اوج ته رسېدلې دي، د لویې جرګې رابلل او د امریکا د نوې تګلارې په تړاو د کرزي نیوکې او د حکومت ملاتړ هغه څه دي چې د ده او حکومت تر منځ د اختلاف مهم ټکی ورته ویلی شو. د امریکایانو بمبارۍ او د عامه خلکو وژنه د کرزي او حکومت د اختلافاتو بل مهم اړخ دی او تر ټولو مهم دا چې وروستیو پېښو ته په کتو د غني محبوبیت په کمېدو او د کرزي په زیاتېدوی دی. نو کرزی د غني ملاتړ نه کوي او که کرزی وغواړي خپله نوماند ورکړې، د بریا چانس یې کم دی. کرزی صرف یو انتخاب لري، هغه دا چې له حزب اسلامي سره به اېتلاف به کوي؛ پرته له دې بله لار نه لري.

غني باید څنګه لوبه وکړي؟ ولسمشر غني که په دې ونه توانېږي چې د حزب اسلامي ملاتړ تر لاسه کړي، نو غوره به دا وي چې له دغه ګوند سره لاس یو او په هېواد کې د سراسري سولې، ملي حاکمیت او پرمختګ په اړه خپلې برنامې او طرحې چې د سهامي حکومت پر مهال یې پلې نه شوای کړای، عملي کړي؛ نو د دغه هدف د برملا کولو لپاره یوازې همدا یوه لار لري هغه دا چې له حزب اسلامي سره به اېتلاف کوي.