د افغانی تاریخ پاڼه .

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

انجینر محمود صافی 

5 د میزان دمیاشتی ( 6 9 3 1 ) کال د داکتر نجیب اله دتراژیدی شهادت د (21) کا لیزی سره سمون خوری اودیاده ولو وړده او تاڑیخ مونږ ته را ښوولی ده چه سل کله یو قرن وروسته ټولنه کی دزمانی دجبر په اساس واقعی اوزړه سوانده رهبر منځ ته راځی . داسی رهبر چه دولس اوخلکو په زړونوکی ځای ولری .نجیب اله د افغان ولس دخوشبختی  او سوکالی او دسولی دراتګ دپاره خپل ژوند قربانی کړه . نجیب اله ولس اوپر ګنو دپاره دروح اوتن مفهوم درلوده

.

د دوکتور نجیب اله نبوغ ، سیاسی پوهاوی، درایت اوخلأقیت ،استواری ،اخلاقی محبت پاک نفسی ،ملګرتوب، زړورتیا ،تصمیم ګیری ،دخلکو اواز اوریدل ،دخلکو سره لیدل دهغه ورځنی کاری اوصاف وه . دسیاسی پیش ګویی نبوغ یی درلوده . دټول افغان ولس ددردونو نه یی باخبری درلوده شپه اوورځ یی دولس دسوکالی دپاره کار اوزحمت یوسته په خارجی پالیسی کی ممتاز اومنلی بین المللی پیژنڈل شوی زړه سوانده لیدر وه .ددنیا په هیڅ کنج اوکنار دهغه مساوی او سیال نه لیدل کیده په بیولوژیکی لحاظ یی هم فیګوراوساختمان یی فوقالعاده وه سریی ډک دپوهاوی ،علم،دانش ،شناخت او معرفت ںه وه .

اساسی خبره داده چه دافغانسان جغڑافیه دتورو بلاووپه خوله کی وه او یو عالم  وایی چه افغانان په بی اتفاقی کی اتفاق کوی                     

 افسوس خبره داده چه سیاسی وخت اوزمانی ورسره جفا وکړه .رښتیا هم حزب او افغانی ملګروورسره داتحاد اواتفاق لاس ورنکړه او بیا  وروسته پښیمانی سود نلری .دهغه نژدی حلقه اواعتمادی دګوتو په شمیر کسان اوس چیری دی  چه په هغه وخت کی یی ځانوںه په رتبو ،څوکیو،شخصی ګټو ،ګوندی نفاق وپړسول .دچاه ماغزه په خپل دفترکی باد باد شووه اودخپلی بی کفایتی په اساس یی په خودکشی لاس پوری ګړه .او نور یی دمیږتون غوندی په اوږده خوب پراته دی . داکتر دافغانی صلحی او یووالی دپاره ډیر زیار اوزحمت وګاله ولی کامیابی یی په نصیب نشووه. اوافغانستان دځمری اوخرس ځناورو په منځ کی دسیاسی اوپراتیفی بازی ښکار شووه .داکتر په شهادت ورسیده ملت اوخلک یی برباد شووه .                                                 

بین المللی توطیه ګر بینن سیوان ،داقوام متحده سازمان ،تور مخی پنجابیان دطالب تر نامه لاندی دداکتر نجیب دسیاسی دولتی ترور او قتل مجرمین دی .افغان ولس به دخپل شهید په وینو سور کمیس نه حیر کی او هیڅکله به یی ونه بښی . د نجیب اله دمملکت دسیاسی بحران په وخت کی دملت شتمنی دسر په قیمت وساتله اوبیرته دافغان ولس پوری تعلق ونیۇه .دباختر طلا د غلو اوډاړه مارانو نه ساتل اوبیا دطالبانو اوپنجابی غلونه ساتل دداکتر دپاکی او اتلولی ښه نمونه ده .

نجیب اله ته رښتینی ملی اتل یی .مجازی دغلو اتل یوه خالی افسانه ده .روح دی ښاد اوسه جنتونه دی نصب شه تاریخ ستا قهرمانی ستایی ستا طرز تفکر دافغانی سولی لاره اویووالی دی .a