که زه د قطر امیر وای مابه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدامین بسمل

که زه د قطرامیر وای مابه له هرڅه لمړی د قطردځمکني تمامیت، ملي حاکمیت او ژرترژره د نړۍ د دوه قطبي کېدوعملي اقدام په خورا زړورتیا او بریالیتوب سره کړای وای هغه داسې چې:

ــ مابه فورأ اضطراري حالت اعلان او امریکايي پوځیان په ۴۸ساعتونو کې له قطره شړلي وای.

ــ مابه د اسلامي نړۍ هغو هیوادونو ته پوځي بلنه ورکړې وای کوم، چې د امریکا له لاسه ترستوني رسېدلي دي.

ــ ما به له روس او چین سره داسي  مهم امنیتي اواقتصادي تړونونه لاسلیک کړي وای چې قطر یې په رښتیني ډول راته ساتلی اوغښتلی کړای وای، باوري یم چې چین او روس به په پوره ایمانداري او دمتقابلو ګټو لپاره هم دا کارکړای وای.

ــ مابه په منځني ختیځ، اسیايي اواروپایي ملکونو په ځانګړي ډول ترکې اوجرمني غږ کړای وای چې راځئ په ګډه داخپلې ګټې سره وساتواوپه عین حال کې به مې ځینې غښتلي اروپايي هیوادونه د روسې په ګډون پخپلوکې پخلاینې او یو لوی پوځي اواقتصادي تړون ته هڅولي وای ترڅویکه تازه امریکاله دې تکبر څخه غورځېدلې او نړۍ فورأ دوه قطبي شوې وای.

ــ مابه د نړۍ په مخ ټولوهیوادونو ته دبشر دنجات اوانسانیت د استحکام په خاطر نه ستړي کېدونکي فعالیتونه کړي وای ترڅو د جګړو اواشغال تورټغرمو په ګډه ورټول کړای وای.

ــ مابه له پورتنیو لاس ته راوړنو سره جوخت په سولئیزه توګه د اسرائیلو اوفلسطینیانو ستونځه حل کړې وای ترڅو ترهه ختمه ، فلسطیني او اسرائیلي ماشومانوپخپلو کې بې له وېرې اوتبعضه لوبې سره کړې وای ځکه چې هغوی هم د ژوند، امن اومینې حق لري.

ــ مابه داسلامي نړۍ پېزواني اودغه عیاش مشران ټول بشریت ته بربنډ کړي وای، چې دادوی وو چې هم یې د اسلام مقدس دین وشرماوه، هم یې اسلامي نړۍ کمزورې او د ښکېلاکګرو په لمسون ترهګرخپاره کړل.

درنولوستونکو!

تقریبأ درۍ کاله مخکې ماپه یوه لیکنه کې ددریمې نړیوالې جګړې خبرداری ورکړی و دادی اوس یې عملأ وینو چې حالات دومره ترینګړي شوي چې هره لحظه د دریمې نړیوالې جګړې خطر احساسیږي.

ممکین تاسو ووایاست چې دخپل افغانستان غم وخوره نړۍ اوقطر څه کوې؟

هو!

مادګران افغانستان لپاره ډېرې نارې سورې کړې دي اولا کوم یې ماد آزادي اوبي بي سي رادیوګانو له لارې هر وخت اشغال محکوم کړی او لا څلور پنځه کاله د مخه کله چې د امریکا او افغانستان د امنیتي تړون لپاره پر له پسې تبلغات کېدل زه یې په مقابل کې کلک ولاړ او داجابرانه تړون مالا مخکې له مخکې رداوه اودهیواد دتباهي وسیله مې باله چې دادی اوس یې تاسو ټول پخپلو سترګو وینئ چې څه روان دي.

همدارازمې خپل قلم په هره برېښنايي رسنۍ کې ځلولی چې په نتېجه کې داشغال پلوولخوادطالب ټاپه هم راباندې لږېدلې خو مهمه نه ده وایي چې کاروان تېریږي سپي دې غپېږي.

زه له قطرسره کومه ځانګړې خواخوږي نه لرم خواحساس کوم، چې دعربو ددې سرشکونې له وجې به چې د پردیو په لمسون کیږي، سختې اونه جبرانېدونکې ستونځې راولاړې شي نوله همدې کبله په موږ ټولو فرض ده چې د حل لارې چارې یې ولټوو، خپل سیمه وال هیوادونه سره یو موټی او راغلي نا بللي له سیمې وباسو ځکه وایم چې که زه د قطرامیر وای مابه پاس ذکرشوي کارونه حتمأکول ځکه چې نړیوال عیني اوذهني شرایط راته مساعد ښکاري که نه یې منئ مهرباني وکړئ تاسې خو یو ځل دا لاندني لینکونه ټک وهئ:

http://www.rohi.af/fullstory.php?id=56762

https://www.nunn.asia/97807

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/21540

جرمني د خلیج په شخړه کې د ټرمپ لاس بولي

 په داسي وخت کې چې د امریکا ولسمشر د قطر او خلیجي هیوادونو تر منځ شخړي ته په اشاره پر خپل ټویټر لیکلي چې د سعودي په سفر کې خلیجي هیوادونو قطر د تروریزم په تمویل ورته تورن بللی، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ټرمپ په منځني ختیځ کې د ستونزو په ډېرولو تورن کړی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر سیګمار ګابریل د یوې مجلې سره په مرکه کې ویلي چې په خلیجي هیوادونو کې د روان کړکیچ مسؤولیت ټول ټرمپ ته راجع کیږي.

نوموړي ویلي چې داسي ښکاري د قطر پر ضد دسیسه روانه ده تر څو هغه د نړیوال سیاست څخه لیري او یا بیخي له منځه یوسي. او زیاته کړې چې په کومه توګه ټرمپ د منځني ختیځ سره تعامل کوي، په دې توګه به په دغه سیمه کې نوري شخړي هم را وټوکیږي.

باید وویل شي چې سعودي ته د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سفر وروسته سعودي، اماراتو او مصر د قطر پر ضد پراخ کمپاین پیل کړ چې بالاخیره یې بشپړ بندیزونه باندي ولګول او هم یې دیپلوماتیکي اړیکې ورسره پرې کړې.

که څه هم د امریکا حکومت رسما اعلان کړی چې په خلیجي هیوادونو کې د نورو شخړو غوښتونکې نه دي خو د ټرمپ وروستی بیان د سعودي او اماراتو موقف قوي کړی دی.

ټرمپ په سعودي کې د خپلې وینا پر مهال په فلسطین کې د حماس ډله تروریستي ونوموله او پر اسلامي هیوادونو یې غږ وکړ چې د تروریزم د ملاتړ څخه لاس واخلي.

قطر چې په فلسطین کې د حماس ډلې یو له اساسي ملاتړو څخه شمېرل کیږي، د امریکا، اسرائیل، مصر، امارات او سعودي سره اختلاف لرل د خپل هیواد مشروع حق بولي او د نړیوال قانون په رڼا کې د یادو هیوادونو څخه د حماس ډلې پر تروریستي ډلې بلل کېدو دلیل او منطق غواړي.

نن د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر په یوه خبري کانفرانس کې د قطر څخه غوښتنه وکړه چې که د سعودي سره د اړیکو بیا رغول غواړي، د اخوان المسلمین او حماس ډلې د ملاتړ څخه دي لاس واخلي.

د قطر هیواد د سعودي او متحده عرب امارات غوښتنې د بحث وړ بولي خو د امر په توګه یې منل خپل پر استقلال تیری بولي چې په وینا یې په هیڅ توګه ورته تیار نه دي.

دامریکا دمتحده ایالاتو او جرمنی ترمینځ سیاسی کړکیچ او دکابل غمیزه

نصیراحمد( څپاند)

د ۲۰۱۴کال د جولای د میاشتې په یولسمه نیټه دالمان حکومت په جرمنی کی میشت د سې اي ای مهم جاسوس ته له جرمنی څخه د وتلو غوښتنه وکړه . په غبرګون کې د جولای په دولسمه نیټه دامریکا حکومت په دې اړوند خپل ژورخپګان وښودلو . همدارنګه د جولای په دیارلسمه نیته دالمان مشهورې ورځپاڼې بیل خبرورکړو چی دالمان په وزارتونو کی دلسو نه زیات جاسوسان ځاې پرځاې شوي دي . ميرکل په ايټاليا کې د جي ـ ۷ سرمشریزي او د ناټو په غونډه کې له ولسمشر ترمپ سره تر ليدنې وروسته له امريکا سره د اړيکو په هلکه مايوسي څرګنده کړه . په دغو غونډو کېې ترمپ له اروپايي شريکانو سره پر ګنو موضوعاتو د نظر اختلاف وښود چی د دواړو هیوادونو تر مینځ اړیکې کړکیچن شول او بې باوري یي رامینځ ته کړه.

په امریکا کې دولشمشری ټاکنې او د جمهور ریس په توګه د ښاغلې ترمپ دانتخابیدلو څخه وروسته د ښاغلی د هغه افرطی سیاست او کړنی لکه د امریکې څخه د مسلمانانو شړل ، د مکسیکو سره د دیوال جوړول ، د اوو مسلمانو هیوادونو په وګړو امریکې ته دراتللو بندیزونو نه یوازی دامریکی د ولسونو اوخلکو دناراضی کېدو سبب شو ل بلکه د ناتو دمتحدینو دخپګان سبب هم وګرځیدل . د امریکې سره د بریتانیا ، فرانسې او د جرمنې هیوادونو په اړیکو کې سوړوالی او ناباوري را مینځ ته شوه او سیمه یي د بې ثباتئۍ سره مخ کړه د ترمپ دانتخابیدلو نه وروسته د هغه سیاست ته په کتو دجرمنې لومړی وزیري انګیلا میرکل ویلې ؤ چی جرمنی نور د اروپا ، بریتانیا او امریکا پوري تړلی نه شي پاتې کیدلی . له دوي سره د اړیکو دوام مهم دی ، خو اروپایی ټولنه باید په وددرول خپلو پښو ودرول شي . نوموړې دغه څرګندونې وروسته ترهغه کړي ، کله چی دامریکا ولسمشر ډونلډ ترمپ د پاریس 2015 کال د هوکړی پر پنسټ د اقلیمی بدلون په تړاو د اوو هیوادونو سرمشریزه کی شوي هوکړي ته ځان ژمن ونه باله .همدارنګه دمونشن ښار یو انتخاباتې غونډې ته ، دی ته ورته خبره کړي اوویلي دي چی هغه وختونه چې مونږپه پشپړه توګه په نورو اتکا کوله اوس تر یوه حده پاې ته رسیدلي دي . نو په همدې سبب دا ویللی شم چی مونږاروپایان باید خپل برخه لیک په خپل لاس کی واخلو. د ترمپ له خوا په بروکسل کې په جرمنې باندې دناټو ددفاعی لګښتونو د پلان دناکامۍ او ددې هیواد له خوا بهرته په زیات شمیر د موټرو د صادرولو انتقاد هم دوې ترمینځ داړیکو دکړکیچن کیدلو سبب شول.

ترمپ ته د ميرکل د مخالف کانديد شولڅ ځواب

د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند (ايس پي دي) مشر او په راتلونکو ټاکنو کې صدراعظمۍ ته کانديد مارتين شولڅ هم د ميرکل د څرګندونو په تقليد پر اروپا د زياتي همکارۍ غږ وکړ. شولڅ وويل: «اروپا یې ځواب دی.» یعني پر ټولو محاذونو د اروپا جوخته او ژوره همکاري ترمپ ته يو ښه ځواب دی. شولڅ چې د ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۷ م کال پورې یې د اروپا په پارلمان کې کار کړی ، وويل چې اروپا بايد له ترمپ سره د چلند له پاره پریکړه نه ده کړي.

ښاغلی مارتین شولتزهم ای ار ډی ARD تلویزیون ته په مرکه کې وویل چې اروپایي هیوادونه باید تربل هروخت دټرمپ دچلند په نسبت له یو بل سره تودې اړیکي ولری . همدارنګه ده دا هم وویل چې ترمپ دده په خبره دیو مستبد رهبر په توګه چلند کوي او غواړي چې نورتوهین کړي . همداراز ترمپ اروپا ته خپل سفر بریالي بللی او ویلې يي ؤ چې کارونه ستونزمن خو نتیجې یي زیاتې وي .

همدارنګه دجرمنې په ریګنبرګ پوهنتون کی دټرانس اتلنټیک اړیکو کارپو ستیفن بیرلینګ واشنګټن پوست ته ویلې چې داروپا او امریکا ترمینځ په ګډواومشترکو ارزښتونو باور ، دده په خبره د ټرمپ ارادې زیانمن کړي . اروپایانوانتظاردرلودلو چې ترمپ به نرم دریځ غوره کړي او د جې 7 هیوادونو درناوی به وساتې ، خو ترمپ برعکس عمل وکړو. هغه وایي چې ترمپ داسی چلند کوي چې ګواکې اوس هم په انتخاباتې کمپاین کې دی. همداراز د کډوالو په نړیوال کنفرانس کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګابریل د امریکا د ولسمشر ټرمپ سیاست د غربې نړۍ د ګټو پر وړاندې ترتوندو نیوکې لاندې راوست. ګابریل زیاته کړه چې امریکا د عربستان سره د ستر نظامې قرارد په لاسلیکولو وښوده چی ټرمپ په نړۍ کې جګړه غواړي او د اروپا د امنیت له پاره د امریکا اوسنی سیاست غیر متوازن دی . د ه زیاته کړه چې امریکا نور خپل ارزښت دلاسه ورکړی او د امریکا ځای به نور خلک ونیسی چې مراد یي چینایان وه. نن کابل کې د جرمنې سفارت مخې ته ستره چاوده وشوه چې د سفارت ودانۍ یې تر ډیره خرابه کړي او ورته یي ښودله چې مونږدا کار هم کولای شو. مانا دا چی لوی قدرتونه خپل حریف ته په جنګي ژبه یا د نیابتي جګړې پر مټ جواب ورکوي . اوس دابرید جرمنې ته اخطارهم دی چی له خپلی شړی سره پښې وغځوي .

د کابل له بریده یو ساعت وروسته دجرمنی لومړی وزیری مېرمن میرکل وویل «تروریزم پر موږ ټولو حملې کوي؛ که هغه مانچسیتر وي یا برلین، پاریس وي که استانبول، سن پیترزبورګ وي او یا نن کابل.» مېرکل وویل«نن موږ په ټوله نړۍ کې په دې بوږنده او خواشینوونکو شېبو کې یوموټی یوو.» د جرمني صدراعظمې د کابل د چاودنې د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي او خواخوږي څرګنده کړه، او ژمنه یې وکړه«موږ به د تروریزم پر ضد جګړې ته دوام ورکړو او جګړه به وګټو.»

په نتیجه کی ویلی شو چی د المان او واشنګیتن ترمینځ د اوږد مهاله او لنډ مهاله اقتصادی ګټو په ګرداب کی زمونږ هېواد پریوتی دی او زمونږ هیواد تل د زبرځواکونو دسیالیو ، هغه که سیاسی یا افتصادی وی قریانی شوی دی . اوسنې برید هم زمونږ هیوادوالوته د سر او مال په زیان تمام شوی او امریکا په یوغشی څو ښکارونه وکړل ، دوی زمونږ په پلازمینه کی مهمه دیپلماتیکه ساحه ددی پلان له پاره غوره کړه یانې دوي المان ،امارت ، ترکییې او ایران ته ګوت څنډنه وکړه.

ماحذونه

دالملن مشهور ورځپاڼه بیلد

دترمپ دتویتر پانه

دمرکل ډمونشن دښار دغونډی وینا

آی ار ډی تلویزیون سره دښاغلی مارتن مرکه

همدارنګه دجرمنی په ریګنبرګ پوهنتون کی دټرانس اتلنټیک اړیکو کارپو ستیفن بیرلینګ سره دواشنګټن پوست مرکه

بی بی سی پښتو

په ایټالیا داوو جی د سرمشریزه غونډه ته دمیرکل وینا