عبدالملک پرهیز
په وروستیو ورځو کې د افغانستان پر خاوره د پاکستان له لوري پوځي بریدونه، د توپونو او الوتکو حملې او د فرضي کرښې په اوږدو کې جګړې او سختې نښتې د سیمې د امنیت لپاره د جدي خطر زنګ دی. دا جګړه وروسته له هغې رامینځته شوه چې په ظاهره په پاکستان کې د هغه هیواد د مخالفو وسله والو ډلو فعالیت زور واخیست. خو په واقعیت کې کله چې پاکستاني واکمنانو ولیدل چې په افغانستان کې واکمنه اداره نور د هغوي غیر مشروع غوښتنو ته ارزښت نه ورکوي نو هغوی د فشار د راوړلو دپاره د بهانو لټولو په لټه کې شول.
که څه هم د قطر او ترکیې د مینځګړتوب له برکته جګړه په موقتي ډول ودرېدله او په ترکیه کې څلور ورځنۍ خبرې ترسره
شوې، خو د دغو خبرو ناکامي وښودله چې د پاکستان دریځ نه یوازې غیرمنطقي دی، بلکې د سیمهییز ثبات د له مینځه وړلو لامل کېدای شي.
غیرمنطقي او زورمحوره دریځ
پاکستان له افغان لوري غواړي چې د هغوی د مخالفو وسلهوالو د فعالیتونو مخه ونیسي. په داسې حال کې چې افغان چارواکي ټینګار کوي چې له افغان خاورې هېڅچا ته اجازه نه ورکوي د بل هېواد پر ضد عملیات ترسره کړي، خو دا هم وايي چې د پاکستان د داخلي امنیت مسوولیت د هغه هېواد د امنیتي بنسټونو دنده ده نه د افغانستان. خو پاکستاني واکمنان له افغاني لوري دضمانت غوښتنه کوي دداسې ضمانت چې افغان لوری په پاکستان کې د هغوي د مخالفینو د فعالیت مخه نیسي. د اسلاماباد دریځ دا دی چې که په پاکستان کې هره پېښه وشي، نو پر افغانستان به پوځي برید کوي او دې بریدونو ته باید د افغان لوری اجازه ورکړي. دا ډول ګواښونه د بینالمللي قانونینو، د دولتونو د حاکمیت د اصل او د ګاونډیتوب له اصولو سره په ټکر کې دي. سربېره پر دې، د پاکستان لوری چمتو نه دی دا ضمانت ورکړي چې د افغانستان په هوايي اډانې او ځمکني تمامیت به برید نه کوي او نورو هیوادونو ته به هم اجازې نه ورکوي څو د پاکستان د هوایي فضا له لارې د افغانستان پر ضد بریدونه ترسره کړي، دا هغه کار دی چې پاکستان په خپله هم کړی او هم نورو هیوادو ته دداسې تیریو اجازه ورکوي. دا کار په څرګنده د ټولو نړیوالو تړونونو څخه سرغړونه ګڼل کېږي.
په حقیقت کې، د دوی دا دریځ د منطق پر ځای د زور پر کارولو ولاړ دی، داسې سیاست چې د دوو ګاونډیانو ترمینځ د
باور، امنیت او همکارۍ فضا له مینځه وړي.
افغانستان حق لري خپل حاکمیت وساتي
افغان لوری په سمه توګه ټینګار کوي چې د خپل حاکمیت، خاورې او فضایي بشپړتیا څخه په ټول قوت سره دفاع وکړي دا د هر ملت اساسي حق دی. که یو هېواد د بل په خاوره کې له اجازې پرته پوځي بریدونه کوي، دا نه یوازې تیری بلکې د جګړې اعلان ګڼل کېږي. د افغانستان حکومت او خلک دا حق لري چې د هر ډول بهرني تهاجم پر وړاندې خپل مشروع دفاعي غبرګون وښيي.
د حل لارې
۱. د بېطرفه څارنې میکانیزم جوړول:
د قطر او ترکیې په څېر مینځګړي هېوادونه دې د یوه ګډ څارونکي کمېسیون د جوړېدو هڅه وکړي، څو د فرضي کرښې له پېښوڅارنه، د اوربند د پلي کېدو ډاډ او د دواړو خواوو د ادعاوو ارزونه وکړي.
۲. د هوایي فضا د کارونې اړوند شفاف تړون رامینځ ته شي:
باید یو واضح قانوني تړون رامینځته شي چې د هېوادونو ترمینځ د فضا د کارونې حدود مشخص کړي. هېڅ هېواد باید د بل هېواد پر فضا تېری و نه کړي او دریمګړي هېواد ته د بل خلاف د ناوړه ګټې اخیستنې اجازه ورنه کړي.
۳. ګډ استخباراتي او امنیتي همکاری:
دواړه هېوادونه دې د ترهګرۍ پر ضد د شواهدو تبادله وکړي، نه دا چې یو بل ته ګواښونه وکړي. ګډې پلټنې کولای شي د اعتماد فضا زیاته کړي.
۴. دیپلوماتیک فشار او د ملګرو ملتونو رول:
نړیواله ټولنه، په ځانګړې توګه ملګري ملتونه او اسلامي همکاري سازمان، باید د سیمهییز ثبات د خوندیتوب لپاره د
پاکستان پر حکومت فشار راوړي څو د خبرو له لارې حل ته غاړه کښېږدي.
۵. اقتصادي او ټولنیز همکاری:
د فرضي کرښې شا او خوا سیمو خلکو ته د اقتصادي پروژو، سوداګرۍ او ټولنیزو تبادلو زمینه برابره شي. کله چې خلکو
ته د کار، تعلیم او ژوند فرصتونه پیدا شي، د خلکو او سوداګرۍ تر وړاندې د لارو د بندولو سیاست پای ته و رسول شي ځکه دا سیاست ددې سیمي د خلکو په کار او روزګار او د ژوندانه پر حالاتو ناوړه اغېزه کوي چې پایله یې د شخړو زیاتیدو ته لاره آواروي.
پاکستاني واکمنان باید د پښتنو د تیر کال د لویې جرګې پریکړې ومني او پوځي عملیات د پښتنو او بلوڅو پر خاوره ودروي او اجازه ورکړي څو خلک د امن دپاره د جرګو او مرکو د لارې په خپله لاره آواره کړي.
د یادونې وړ ده چې پاکستان په تېره نیمه پیړۍ کې ترهګري د دولتي سیاست په بڼه پرمخ وړی او هڅه یې کړې سیمه او په تېره بیا افغانستان بې ثباته او له ستونزو سره مخامخ کړي. په تاسف سره پاکستانی واکمنان لا تر اوسه هم له دغّه سیاست لاس نه دی اخیستی او غواړي له دې لارې اقتصادي ګټې تر لاسه کړي، خو نړیوال او سیمه ایز حالات بدلون کړی د پاکستاني واکمنانانو دا سیاستونه کېدی شي دا ځل په خپله ددوی د سوزیدو سبب شي.
پایله: د زور پر ځای منطق ته اړتیا ده
پاکستان باید درک کړي چې د زور له لارې نه امنیت راځي، نه هم باور. د جګړې دوام به یوازې بېثباتي، انساني ناورین او د دواړو ملتونو د ګډو دردونو زیاتوالی سبب شي. د منطق، خبرو، شفافیت او متقابل درناوي له لارې کولای شو د سولې او ثبات دوامداره لاره ومومو.
د فرضي کرښې دواړه خواو ته د یو بل دښمنان نه بلکې وروڼه ملیتونه ژوند کوي، او ګډ برخلیک لرونکي دي، خو دا حقیقت هغه وخت ترسره کېدی شي چې اسلاماباد د تهاجم او زور پر ځای د تفاهم لاره غوره کړي.
د منطق او له نړیوالو قانونینو سره په ضدیت کې د پاکستان تهاجمي دریځ
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode