د ملکي خلکو پر وړاندې د تاوتریخوالي او بمباریو په اړه د سپرغۍ ویبپاڼې د غندنې اعلامیه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

موږ په خورا سختو ټکو سره هغه ظالمانه او غیر انساني کړنې غندو چې د لنډ مهاله اوربند تر اعلان وروسته هم د پاکستان له لوري د افغانستان په خاوره د ملکي خلکو پر کورونو بمبارۍ ترسره شوې دي. په دې وحشیانه بریدونو کې ګڼ شمېر بې ګناه افغانان، ښځې، ماشومان او حتی د هېواد د ویاړ سرچینې – د کرکټ لوبغاړي – شهیدان شوي دي.

دا اقدام نه یوازې د انساني او بشري اصولو ښکاره سرغړونه ده، بلکې د نړیوالو قوانینو، د ژمنو او اوربند د روحیې په ښکاره ډول خلاف عمل دی. هر هغه څوک چې د ملکي خلکو ویني تویوي، د انسانیت پر وړاندې جرم ترسره کوي.

موږ له نړیوالو بنسټونو، د بشر حقونو له سازمانونو او د سیمې له وجدان لرونکو ملتونو غوښتنه کوو چې د دغو ظلمونو پر وړاندې خپله واضحه او روښانه دریځ څرګند کړي او عاملین یې د حساب او عدالت مېز ته راکش کړي.

د افغان ملت وینه ارزښت لري. د سولې، عزت، حاکمیت او بشر د حقونو له پاره موږ هېڅکله چوپ پاتې کېدلی نه شو. موږ د ملکي خلکو د خوندیتوب غوښتونکي یو او پر هر ډول تېري، وحشت او ظلم خپل غږ پورته کوو.

د ملکي ژوند درناوی د هر دولت او هر انسان دنده ده.
موږ د دې غم جنې پېښې ټپیانو ته عاجله شفا او شهیدانو ته لوړ جنت غواړو، او یو ځل بیا په پیاوړي غږ وایو:
د ملکي خلکو وژنه هېڅ توجیه نه لري – دا باید سملاسي ودریږي!