پر افغانستان د پاکستان د پوځي یرغل اړوند د سپرغۍ ویبپاڼې اعلامیه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د ځمکنۍ تمامیت، ملي حاکمیت او سیاسي خپلواکۍ ساتنه د افغان ملت اساسي حق دی. له دې امله، د پاکستان د پوځي ځواکونو وروستی یرغل پر کابل او د افغانستان پر خاوره یو څرګند تیری دی چې د ټولو نړیوالو منل شویو قوانینو، د ملګرو ملتونو د منشور، او د ښه ګاونډیتوب د اصولو ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي.

موږ دغه ناوړه عمل په خورا کلکو ټکو غندو او دا د افغانستان د خلکو پر ارادې او ملي وقار ښکاره برید بولو. دغه ډول تیری نه یوازې د سیمې امنیت او ثبات ته زیان رسوي، بلکې د هېوادونو ترمنځ د اعتماد فضا هم له منځه وړي.

موږ له ټولو نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو له سازمان څخه غوښتنه کوو چې:

1. یاد برید په رسمي توګه وغندي؛


2. د افغانستان د ځمکنۍ تمامیت او حاکمیت د خوندیتوب لپاره جدي او عملي ګامونه پورته کړي؛


3. پر پاکستان لازم نړیوال فشار راوړي څو له ورته تیریو څخه په راتلونکي کې ډډه وکړي؛


4. د شخړو د حل لپاره د سولې، خبرو اترو او د دیپلوماتیکو لارو چارو ملاتړ وکړي.

افغان ملت یو موټی ولاړ دی او د هر ډول بهرني تیری پر وړاندې به خپل مشروع ملي دریځ ساتي. موږ باور لرو چې نړیواله ټولنه به د انصاف، عدالت او نړیوالو قوانینو پر بنسټ د افغانستان د حقونو ملاتړ وکړي.