محسن داوړ پاکستان ته !

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سید عبیدالله نادر

که طالبان هوښیاردي ، نو خپل حکومت ورته وروسپارئ ،د پښتون ژغورنۍ مخکښ غړی د طالبانو په اړه د پاکستانی چارواکو وروستیو څرګندونو ته په غبر ګون کې وییلي :چې که طالبان په رښتیا هم هوښیار او ځیرک دي ، نو پاکستان دي ورته د خپل حکومت واک وروسپاري ،څه موده وړاندی د پاکستان بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو یو شمیر رسنیو سره په خبرو کې طالبان هوښیار خلک یاد کړي ،او ویلي دي چې دغه ډله تر پخوا ډیر ښه شوي ،

بل ځای په خپل فیسبوک پاڼه کې محسن داوړ لیکلي : ترهګر طالبان د پاکستان په بیلو بیلو ښارونوپه ګډون کویټي کې په آزادانه توګه ګرځي ،دا ډول تکبر د دولت د رضایت نه پرته امکان نه لري ،د افغانانو او زرګونو زمونږ وژونکي ،په ښکاره ملاټړ کیږي ،موږ به د دا ډول ځان وژني په شان سیاستونو مخالفت ته دوام ورکړو ،

بیا محسن داوړ په نهم د جولای ۲۰۲۱ روان کال په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي ،زه له ډیری مودې راهیسی وایم، چې زمونږ  د بهرنیو چارو وزیر د خپل هیواد لږ خو د طالبانو ډیر وزیر ښکاري ،هغه ډله چې له ترهګرۍ بربادۍ پرته بل څه نه لري ، شاه محمود قریشي د هغو ډلو هرکلی کوی ، چې زمونږ د پیژندنۍ او تاریځ ورکولو ته یې مټي رانغښتي ،خو بر عکس د نوموړي له خولي مو هیڅکله د افغانستان منتخب دولت په هکله مثبته خبره نه ده اوریدلي و،

بل ځای میا افتخار حسین په خپله وینا کې چې بار بار په فیسبوکونو او میډیا کې خپره شوي، او ډیرو خلکو لیدلي ، پاکستان ریاست ته په خطاب کې وییلي : (چې اشرف غني منتخب سړی دي د هغه سره سلاح مشوره او خبري وکړئ ،ته طالبانو سره خبری کوی ،ته طالبان مظبوتوی ، ته جنګ مار مظبوتوی ، ته دهشت ګرد مظبوتوې ، دا ستا کومه ناوړه پالیسي ده ،)

د پښتوژغورنۍ غورځنګ او د پاکستان د ولسي جرګی غړی محسن داوړ وايي : پاکستان یو ځل بیا هغه تیر وتنې تکراروي ،چې د پاکستان تیر او اوسني پوځي مشران پرې پشیمانه دي ،نوموړي زیاته کړي، یو ځل بیا په افغانستان کې هغه تخم کرل کیدل غواړي ،چې پیداوار یې همدلته ریبل کیږي ،داوړ پاکستان حکومت ته په خطاب کې وییلي :مخکي له دې چې ناوخته شي ،د افغانانو وینه بهیدنه باید ودروئ ،