د رسنیو غبرګونونه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

سید عبید الله نادر

د ځینو رسنیو غبرګون د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشی په هکله په افغانستان او پاکستان کې :

سیحون

محسن داوړ : پاکستان د طالبانو ملاټړ دی ، افغانستان سره دي دوستۍ ادعا نه کوي ،

سیحون ۳۰ غبرګولی۱۴۰۰د پاکستان د پارلمان غړی ،محسن داوړ وایي چې قریشی په خپله وروستۍ مرکه کې له طالبانو په بشپړه ډول دفاع کړي ، او داسي فکر کیده ،لکه دی چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وي .

نوموړي د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر وروستۍ مرکي ته په اشارې وییلي :چې قریشي په حقایقو سترګي پټي کړي ،او یواځي د مرکې د وخت پوره کیدو هڅه یې وکړه ،داوړ دغه راز زیاته کړی ،چې پاکستان اوس مهال له طالبانو سره بشپړه همکاری کوی ،یادی ډلي ته پټنځایونه ورکوي،خو بیا هم له افغانستان سره ریښتینې همکارۍ دعوه کوي،چې دا یوه حیرانونکي خبره  ده ،باید یاده شي ، چې د افغانستان له داخلي ټلویزیوني شبکي سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي په خپله مرکه کې ویلي :چې افغانستان کې یو ټول منلی حکومت غواړي ،او له هغه نظام څخه ملاټړ کوي ،چې د ټولو په خوښه وي ،سیحون خبری آژانس

بله خوا خامه پرس بیا لیکلي :(محسن داور عضو برجسته ای پارلمان پاکستان در واکنش به مصاحبه ای اخیر قریشي که با طلوع نیوز داشت ګفت که وي طوری از طالبان حمایت کرده است که ګویا وي وزیر خارجه ُ طالبان باشد، نه از پاکستان وي ادعا کرد ممکن است آقای قریشي توسط افرادی استخدام شده باشد ، که طالبان و دولت را کنترول می کنند شا محمود قریشي وزیر خارجهُ پاکستان در مصاحبه ای با طلوع نیوز ګفته که طالبان مسوول افزایش و خشونت ها نیستند ) .

آخوا د پشتونخواه په خپرونو کې قدرمن شفیع الله تاند په خپل مضمون کې لیکلي چې پروفیسر ډاکترتراب الحسن په خپل تیسس کې لیکلي ،چې ڼوم یې دی د آزادۍ جنګ حالات او جاسوسان

چې له مخي یې چې د حضرت بهالدین زکریا دربار وارث د اوسني وزیر خارجه شاه محمود قریشی نیکونو د آزادۍ د مجاهدینو په خلاف له انګریزانو سره ملګرتیا کړی وه ،دوی ته یې سل نفره او آسونه ورکړي وو ،چې په دي سر بیره یې ۳۵ کسان شخصأ له ځانه سره اخیستي وو وخپله هم جنګ ته تللی وو ، د شامحمود قریشي نیکه د انګریزانو د وسایلو او توکو په ساتنه کې مامور وو ،د دي خدمتونو په عوض کې یې دری زره روپۍ د ډالۍ په توګه د شامحمود قریشي نیکه مخدوم شامحمود قریشي ته ورکړل ،او د ۱۷۵۰روپو په بیه یو بل ګران بیه جا ګیراو یو باغ ورکړ شوی وو ، چې هغه وخت کلني عاید یې ۱۵۰ روپي وو ،اوسنۍ شامحمود قریشي د پاکستان وزیر خارجه د مخدوم شاه محمود قریشي کړوسی دی ،چې ده د غور نیکه نوم ځان ته غوره کړي ،چې ډیر د خدای د لارې مجاهدین یې د انګریزانو د خوشحالولو د پاره پر انګریزانو ووژل   ،ده د غور نیکه نوم ځانه ته غوره کړی او ویاړ پری کوی ،

یعني د دوی کورنۍ یې په دي کتاب کې ټول له څیرمه جاسوسان ښودلي ځکه غور نیکه او نیکه یې هم د انګریزانو جاسوسان ول ،د طلوع تلویزیزون په مرکه کې هم  د خبرو څخه صادقه نه ښکاریده ، او دا د دوی دوه مخیزه سیاست دی .