آیا فدرالي نظام د افغانستان په ګټه دی؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز

په داسې حال کې چې د جګړې اور ورځ تر بلې تودېږي او د زرګونو بې ګناه وګړو ژوند اخلي  او له دې سره جوخت د سولې خبرې هم تودې شوي دي او لا څرګنده نه چې دا خبرې به د سولې دپاره د افغانستان د خلکو هيلې پوره کړي او که نه؟

په داسې شیبو کې یو شمېر کړیو د سولې د خبرو په درشل کې د افغانستان د راتلونکي نظام د څرنګوالي په اړوند طرحې او وړاندیزونه وړاندې کوي چې له دې وړاندیزونو څخه ځنې يې د فدرالیزم او  د واک د غیرمتمرکز کولو طرحې او وړانديزونه دي. د افغانستان ټول وګړي حق لري د افغانستان  د راتلونکي  نظام د څرنګوالي په اړوند خپلې طرحې او وړانديزونه وړاندې کړي، د طرحو سوله ایز وړاندیز چې د بحث او مشورې زمينه برابروي او د نویو لانجو د رامنځ ته کولو مخه او هدف و نه لري ، ښه او وړ کار دی ، خو که د طرحو ترشا نورې ویجاړونکي موخې شتون ولري او هدف يې د نویو کړکېچونو رامنځ ته کول وي ، نو اړینه ده څو دا مساله جدي ونیول شي او تر وړاندې يې پراخ ملي غبرګون څرګند شي.  اړینه ده څو افغانان د وړاندې شویو طرحو اړوند خپلې نظريي او شننې وړاندې کړي څو د وړاندې شویو طرحو منځ پانګه او هدفونه راښکاره او برسېره شي.  دا د افغانستان د خلکو حق دی څو د هیواد د راتلونکي نظام په اړوند وروستۍ پریکړه وکړي.  هرڅومره طرحې زیاتې وي هماغومره د ښه غوراوي او د ملي مشورې د پاره امکانات هم زیات وي . خو په اوسني وخت کې چې د بې شمېره ستونزو او لانجو څخه یوې هم د حل لاره نه ده موندلې، پر ځای ده چې ددې طرحو د وړاندې کوونکو پر نیت او اراده شک وشي.

دا چې د طراحانو اراده به څه وي؟ هغه مسله ده چې علمي څېړنې او چلند ته اړتیا لري. د طرحو ټول وړاندې کوونکي د نیکې ارادې اوښو اندونو له مخې وړاندیزونه او طرحې نه وړاندې کوي بلکې د ډېرو تر شا ناوړه اندونه نغښتي چې نه یوازې د افغانستان په خیر نه تمامېږي بلکې د افغانستان ملي یووالي، د ځمکې بشپړتیا او واکمنۍ ته  خطر او ګواښ رامنځ ته کوي. په دې لیکنه کې به د امکان تر بریده هڅه وشي څو د افغانستان دپاره د فدرالي سیستم د وړانديزونو ځنې اړخونه او موخې تر بحٍث لاندې ونیول وشي او د کورنیو او بهرنیو کړیو هدفونو په جلا توګه لنډه کتنه وشي.

 خو په کار ده لومړی د فدرالیزم  مفهوم ته لنډه کتنه وشي: فدرالیزم څه ته وایې او څه ډول نظام دی؟

فدرالي سیستم په خپل ذات کې یو مترقي او دموکراتیک سیستم دی چې د نړۍ په پرمختللیو هیوادونو کې يې  ښې او بریالۍ بېلګې شتون لري. فدرالیزم  په لغت کې  ژمنې او تړون ته ویل کېږي چې د هیواد څو برخي په یو دولتي تړون کې سره یوځای کوي او ټولې برخې د مرکزي فدرالي دولت څخه تابعت کوي.

په فدرالي نظام کې واک په دوو ملي برخو یانې د مرکز او سیمو تر منځ ویشل کېږي او ددوی واکونه او صلاحیتونه له یو بل څخه توپيرېږي،  دغه واکونه او توپيرونه د اساسي قانون پر بنسټ د مرکزي دولت او د سیمه ایزې خپلواکۍ لرونکي دولتونو ترمنځ رامنځ ته کېږي او هره سیاسي برخه پر خپلو دندو او مسوولیتونو بوختېږي . فدرالي مرکزي دولت د هیواد د ملي ګټو د لومړيتوب پر بنسټ پر سیمه ایزو دولتونو برتیا لري او سیمه ایز دولتونه مکلف دي خپلې کړنې او دندې د فدرالي مرکزي دولت د پالیسیو، قوانینو او تګ لارو او کړنلارو پر بنسټ جوړ او پرمخ بوځي او فدرال دولت مکلفیت لری پر دغه چارو څارنه ترسره کوي.

د سیمه ایزې خپلواکۍ اصل: سیمه ایز دولتونه د چارو د تر سره کولو دپاره د قانون جوړولو، اجرائیوي او قضايي واکونو ټول صلاحیتونه تر لاسه کوي. ټول سیمه ایز دولتونه خپل اساسي قانون ، اجرائیوي او قضايي قوه ، اولسي جرګه یا پارلمان لري. ددغه دولتونو سیمه ایزه خپلواکي په رسمیت پيژاندل کېږي او له مرکزي دولت څخه د واکونو په توپير خپلې چارې او دندې پرمخ وړي.

 سیمه ایز دولتونه د خپلو استازیو له لارې په فدرالي دولت کې په ملي چارو کې هم برخه اخلي چې دغه ګډون د سنا د مجلس له لارې ترسره کېږي.

 په دې ډول وینو چې فدرالي دولت یو پرمختللی سیستم دی که یو هیواد د خپل تاریخي ، ټولنیز ، کلتوري او سیاسی جوړښتونو له پلوه د هغې د هضمولو وړتیا ولري ، دا به د دولتمدارۍ ښه بڼه وي. نو ځکه په پرمختلیو هیوادونو کې يې پایلې ښې دي خو افغانستان له هر پلوه جنګ ځپلی وروسته پاتې هیواد دی  او له فدرالیزم سره اوږد واټن لري.

د موضوع د ښې روښانتیا دپاره به د فدرالیزم د طرحې د کورنيو او بهرنیو کړیو موخې او هدفونه په لاندې ډول وڅېړو؟

ځنې کړۍ د افغانستان جاري حالاتو ته په بشپړې بې توپېرۍ سره د فدرالیزم له طرحې سره رامخ ته شوي او په زیات هیاهوی سره غواړي افغانان او نړېوال په دې قانع کړي چې فدرالیزم د افغانستان د ستونزو د حل یوازنۍ لاره ده.  دغه کړۍ د افغانستان ستونزې او ننګونې بې له کوم ريښتني اساس او منطقي دلیلایلو ،د فدرالي نظام د نه شتون له امله بولي او داسې  ناسم انځور وړاندې کوي چې ددې نظام په پلي کېدو سره به د افغانستان ټولې ستونزې حل شي او ددوی په وینا افغانستان به ګل او ګلزلر شي!!!  له دې طرحې د دوی هدف په دغه نازکو حالاتو کې دادی څو د نړيوالو زبرځواکونو او سیمه ایزه مغرضو هیوادونو تر فشار لاندې افغانستان د ویش او پاشل کېدو لور ته بوځي. ځکه دوي پوهيږي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په منځ ته راتلو سره دوی نه شي کولی خپلې طرحې د افغانستان پرخلکو تحمیل کړي نو د کړکېچ دغه دشیبې دوی د ځان دپاره طلايي شیبې بولي.

خو آیا په رښتیا هم د فدرالیزم شتون به د افغانستان د ستونزو او بدمرغۍ رښتنی علاج وي؟ او آیا په رښتیا د افغانستان ستونزې د فدرالیزم د نه شتون له امله راپیدا شوي؟

دوی د افغانستان د بدمرغیو او جګړو او د عدالت د نه شتون علت د مرکزي دولتونو شتون او دهغو د غیر عادلانه کړنو او چلند له امله  بولي ( څرګنده ده چې غیر عادلانه چلند چې د هر دولت له خوا ترسره شي د کړکېچ سبب ګرځي) نو ځکه وړانديز کوي چې یو فدرالي سیستم به دې ټولو نا خوالو ته د پای ټکی کېږدي. فدرالي سیستم د ادارې او واک یو پرمختللی بڼه ده چې د ټولنیز، سیاسي او کلتوري پلوه د پرمختللیو هیوادونو دپاره يې ښې پایلې لرلي دي خو  د وروسته پاتې هیوادونو له پاره په تیره بیا د افغانستان دپاره چې د نړۍ یو ډېر وروسته پاتې هیواد دی او نیمه پېړۍ يې له بهر څخه د را تپل شوی جګړو په اور کې تير کړې او ټول اساسي او بنسټيز جوړښتونه يې ویجاړ او له منځه تللي او افغانانو ته يې ګڼ او بې ساري مصیبتونه او ناخوالې په میراث پرې ایښي دي ، یو وړ او له حالاتو سره برابر نظام نه دی. دلته به هغه فاکتونو او حقایقو ته ګوته ونیسو چې زموږ نظر تاييدوي: - د افغانستان بنسټيز جوښتونه په بشپړه توګه له منځه تللي، - د اقتصادي پلوه په بشپړه توګه په بهرنیو مرستو او پورونو پورې تړلی او جګړه لا په ټول قوت سره روانه ده چې انساني او اقتصادي ویجاړۍ رامنځ ته کوي، - ټولنه له رواني پلوه په بشپړه توګه ناروغه ده او جګړیز اخلاق د خلکو په روح او روان واکمن شوي، - فرهنګ او کلتور له سخت بهرني برید لاندې دی، - فساد او بې قانوني په ډېر لوړ حد کې دي او-  بهرنۍ لاس وهنې په ټول قوت سره دوام لري.

 دې حالاتو ته په پاملرنې سره  دا  نه یوازې یو وړ او مناسب وړاندیز نه دی بلکې دا به د افغانستان د راتلونکي دپاره ویجاوړونکی پایلې ولري. دا چې وایو دا به د افغانستان دپاره ویجاړونکي پایلې ولري دلیل يې دادی چې د افغانستان د وروستۍ نیمې پيړۍ ستونزې او جګړې نه یوازې د دولت  د بڼې د څرنګوالي زېږنده نه دي بلکې دا د بهرنیو  لاس وهنو پایله ده په تېره بیا په شلمه پېړۍ کې  ددوو سترو نړیوال زبرځواکونو یانې د کاپيتالستي لویدیځ او د سوسیالستي ختیځ د سړې جګړې او سیالۍ پایله ده او تر ننه  په نویو حالاتو کې په نوې بڼه او له نویو لوبغاړو سره دوام لري، نو په ویشلی افغانستان کې به د نړیوالو او سیمه ایزو سیالیو دپاره حالات نور هم مساعد کړي او جګړې به شدت پیدا کړي . دا چې وایو د افغانستان جګړه  د مرکزیت او مرکز څخه د تښتې جګړه نه ده دلیل يې دادی چې د شلمې پېړۍ په وروستۍ نیمايي کې د جهادي تنظیمونو او د وخت د دولت ترمنځ  جګړه د مرکز او سیمو تر منځ د واک د ویش جګړه نه وه بلکې دا یوه ایدیولوژیکه جګړه وه چې له یوې لوري د شوروي اتحاد  او له بلې لورې  د امریکې د متحده ایالتونه او متحدین يې ولاړ ول. دې جګړې له  اتنیکي او قومې اختلافونو سره تړاو  نه درلود د جګړې په دواړه خواو کې د هیواد ټولو ملیتونه خلک او د ټولو ژبو ویونکي د خپلو عقیدو او فکري توپیرونو پر بنسټ راټول شوي ول . په یو لوري کې د طبقاتي مبارزې شعارونه او په بلې خوا کې د اسلام شعارونه ول.  خو په حقیقت کې داد د دوه نړیوالو سیستمونو جګړه وه او د جګړې ماشین د هغه میلیاردونو ډالرو او وسلو په وسیله چلېده چې د دوو سیستمونو له لورې د دغه جګړې د دوام دپاره لګول کېدې. د شوروي اتحاد په ړنګېدو او په افغانستان کې د مجاهدينو د رژیم په رامنځ ته کېدو سره د کفر او اسلام په نامه جګړه پای ته و رسیده او دا په حقیقت کې د ایدیولوژيکي جګړې پای ؤ ، خو جګړه پای ته ونه رسېده او د شوروي او امریکې تشه سیمه ایزو هیوادونو ډکه کړه چې تل افغانستان ته يې د آسانه مړۍ په توګه کتل او ګوري.  په دې ډول جګړې بڼه بدله کړه ، تنظیمي ډلو چې پخوا يې په اصطلاح د اسلام دپاره ګډه مبارزه کوله، وسلې د یو بل پر خلاف را وګرځولې ، دوی د قوم، ژبې او مذهب په نامه د جګړې ډګر تود کړ. دوی هڅه وکړه او کوي څو دا جګړه په رښتیا هم قومي او ژبنۍ بڼه غوره کړي، د سیمې هیوادونو چې اوبه يې خړې کړي د کبانو په نیولو اخته شول او هیله مند ول او دي څو ددغه اختلافونو پر بنسټ د افغانستان سیمې تر خپل کنترول او اغیز لاندې راولي . باید وویل شي چې حالاتو څرګنده کړه چې د اسلام دپاره مبارزه د اسلام دپاره مبارزه نه وه، د اشغال خلاف مبارزه د اشغال خلاف مبارزه نه وه، ځکه نه کوم اسلامي دولت جوړ شو او نه افغانستان آزادي تر لاسه کړه ، د شوروي ځای دوه څلويښت هیوادونو ونیوه. او ګاونډویو خپل واک تر بل هر وخت زیات کړ. نو دا شعارونه د ساده خلکو د تېر ایستلو شعارونه ول او نن هم د ملیت، ژبې او قوم په نامه شعارونه د ساده خلکو د تېر ایستلو شعارونه دي، دوی غواړي په خلکو کې نفرت او کینه دومره غښتلې کړي څو ددوی دپاره د ځان د قربانۍ دپاره چمتو و اوسي او په پای کې د همدې نفرتونو پر بنسټ هیواد وویشی او هر زورواک ځان د سیمې واکدار او سلطان کړي، خو دوی باید پوه شي هيڅ هیواد ددوی له سلطانولو سره مینه نه لري بلکې هغوی غواړي دغه هیواد د همدغه خلکو په وسیله د ځان غلام او برده کړي.

 د همدغه هیوادونو د لاس وهنو په پایله کې هیواد په عملي ډول د ملوک الطوایفي او بربریت دورې ته ور ټيل وهل شو  نړیوالو تروریستي شبکو چې لا له  په خوا يې د جهادي ډلو په لیکو کې شتون درلود او په یو شمېر هیوادونو په تېره بیا په پاکستان کې يې پراخې اډې لرلې ، د آی اس آی په اشاره افغانستان د خپلو نړیواله تروریستي فعالیتونو او هدفونو دپاره غوره کړ او د جهادي تنظیمونو په مرسته په افغانستان کې ځای پر ځای شول. د جهادیانو تورې دورې افغانستان ته فساد ، بي قانوني ، چوراو چپاول ، بې امنیتي ، د مصونیت نه شتون، بې عدالتي او تروریزم  په سوغات راوړ، همدغه پاکستان چې جهادیان يې د خپل وطن د ویجاړولو دپاره وکارول ، ددوی پر خلاف يط طالبان رامخ ته کړل او د طالبانو دپاره نور الترناتیفونه لري څو دغه هیواد بیخي له پښو وغورځوي او بیا آسانه یې اشغال کړي.   

په ۲۰۰۱ کال کې د نړیوال ټولنې تر یرغل وروسته د جهادي /تکنوکراتانو د ادارې په رامنځ ته کېدو سره  پخوانيو بنسټپاله او جګړه ماره ډلو ته بیا موقع په لاس ورغله او په نوي اداره کې د دموکراسې تر سیوري لاندې راټول او واک يې تر لاسه کړ.  نژدي شل کاله دغه غیر دموکراتیک او په فساد ککړ رژیم د یو سهامي شرکت په بڼه د افغانستان پر خلکو و تپل شو. چې د بې عدالتۍ، فساد ، چور او چپاول ، قانون ماتونې او زورواکۍ ریکارډ يې ټينګ کړو ، دوی یو ځل بیا د قومي ، ژبنۍ او مذهبي دوښمنیو اور ته په لمن وهلو پیل وکړ. دغه ناوړه غوراوي یو ځل بیا افغانستان یو داسې پړاو ته ورساوه چې جنګسالارانو په ټول هیواد کې د قومي تاوتریخوالي پربنسټ بشپړ واک تر لاسه کړ او هیواد په عمل کې د جنګسالارانو د واک پرسیمو وویشل شو  همدارنګه زورواکانو دولت دومره په خپلو مردارو منګولو کې قبضه کړ چې په تاریځ او نړۍ کې يې ساری لیدل شوی نه دی. مرکزي دولت تش په نامه او سمبولیکه بڼه غوره کړه ،« ولسمشر نه شو کولی خپل مرستیال له خپلې څوکۍ پاڅوي». مرکزي دولت آن د یو کوچني «قوماندان» د نیولو وس او توان له لاسه ورکړ.  زورواکانو د خپل واک په سیمه کې د خلکو د وهلو، وژلو او د هغوی د مال او شتمنۍ د اخیستلو پوره واک تر لاسه کړ . موږ د قانون ماتونې، بې کنتروله بربریت، قتلونو، چور او د ملي شمتنیو د غصب شاهدان وو او یو، په لنډه موده کې د ملت په وینو پانګه وال او میلیونران را وبوټېدل . ددې حقایقو په رڼا کې ویلی شو چې په تیرو کالونو کې نه مرکزي دولت شتون درلود او نه شتون لري .   

د پورته حالاتو له امله طالباني عوامل چې په ۲۰۰۱ کال له واک څخه وشړل شوي ول ، بیا د پاکستان په مرسته او ملاتړ  د غښتلي پوځي ځواک په توګه سر اوچت کړ او د شل کلنې جګړې وروسته يې نړۍ واله ټولنه دې ته اړکړه څو دغه ځواک د سیاسي او پوځي واقعیت په توګه په رسمیت وپېژني او واک ته د ستنیدو لاره ور پرانیزي. له روانو بهیرونو څرګندېږي چې د افغانستان جګړه د افغانستان د خلکو جګړه نه وه او نه ده ، دغه جګړه د سترو قدرتونو او سیمه ایزو هیوادونو د ګټو جګړه ده.

نو ځکه په ډاډ سره ویلی شو چې د افغانستان د بدمرغۍ علت په متمرکز او متمرکز سیستمو کې نغښتی نه دی بلکې د ستر زبرځواکونو او د سیمې د هیوادونو د پرله پسې لاسو وهنو او له زوزواکانو او جنګي ډلو ټپلو څخه  د هغوی د ملاتړ له امله رامنځ ته شوی.

په ټولیز ډول د افغانستان د پاره د فدرالیزم له مفکورې سره لاندې کړۍ علاقه مندي لري:

جهادي ډلې چې د شلو کلونو په واکمنۍ په ترڅ کې د میلیاردونو پانګې او شتمنۍ خاوندان شول او په تیرو شلو کلونو کې يې د زورواکۍ، فساد او خپلسرۍ واکمني د بهرنیانو د پوځي او اقتصادي مرستو تر سیوري لاندې وچلوله او نن خپل بي ساری واک ، شتمنۍ په خطر کې ویني او غواړي د فدرالي سیستم په اډانه کې خپل  ځای ، واک او ځواک د قومونو او ملیتونو څخه د سپرد جوړولو له لارې خوندي کړي. تنګنظره او متعصبه سکتاریستي کړۍ هم د خپل تنګ فکر له دریځه د افغانستان د پاشل کېدو هيله لري. هغه هیوادونه چې په افغانستان کې د کړکېچ په دوام کې خپلې ګټې ویني او په افغانستان کې نیابتي ډلې لري ، دوی هم ددغه جنایتکاره ډلو په بې واکه کېدو سره خپل نفوذ او اغیز په خطر کې ویني نو ځکه دغه هیوادونه هم هڅه کوي خپله جګړه د خپلو نیابتي ډلو ټبلو له لارې د افغانستان د قومونو او ملیتونو لیکو ته وغځوي او له دې لارې خپل اغیز او واک په افغانستان کې وساتي.

اوس به د افغانستان د کړکېچ بهرني علت ته لنډه کتنه وکړو چې د افغانستان د بدمرغي زمینه يې برابره کړې ده.

د امریکې متحده ایالاتونه:

په اوسني جیوپولیتیک کې د امریکې استراتیزي « د نوي چاپیریال» جوړولو ته متوجه ده، په دې مانا چې سیمې داسې جوړې شي څو د امریکې د مخالفانو په تېره بیا د چین او روسیې پر خلاف اقتصادي، سیاسي او پوځي خنډونه  رامنځ ته شي ، داکار به سبب شي څو د امریکې مخالفان ونه شي کولی پر امریکې برتیا تر لاسه کړي. له افغانستان څخه به د امریکايي ځواکونو په وتلو سره سیمه به له ستر پوځي آزمایښت سره مخامخ شي. ګاونډي هیوادونه به په افغانستان کې د امریکې او ناټو د ځواکونو د تشې د ډکولو هڅه وکړي او په سیمه کې به نوي سیاسي او پوځي خوځښتونه رامنځ ته شي چې نه یوازې افغانستان بلکې ټوله سیمه به په سر واخلي.

 امریکا په افغانستان او سیمه کې سترې ګټې لري چې همدغه ګټو د امریکې پښه افغانستان ته راکشه کړه . نو په یقین سره ویلی شو چې امریکا به د خپلو پوځونو په ایستلو سره ،په نوي بڼه به خپل شتون ته په سیمه کې دوام ورکړي.

 د موضوع له اوږدېدو څخه د مخنیوي دپاره  دلته به یوازې خپله پاملرنه د افغانستان په دننه کې د امریکې د لوبې اصولو او بڼې ته واړوو. په لومړی پړاو کې دغه هیواد هڅه وکړه څو په لږ لګښت سره افغانستان تر خپل کنترول او څارنې لاندې راولي نو ځکه يې  د څو میلیونو ډالرو په لګولو سره  یو شمېر زورواکي او جنګسالاران وپېرل  او د ځمکني ځواک په توګه يې وکارول او د طالبانو جنګي ماشین يې مات کړ . دویم پړاو افغانستان ته د لوی پوځ استول او افغانستان ته د یوې ادارې جوړول ول. په نوي اداره کې واک په عمومي توګه هغه جنګي ډلو او جنایتکارانو ته په لاس ورغی چې په نويومو کلونو کې يې سترجنګي جنایتونه ترسره کړي ول . دوی په لږه موده کې له واک څخه په ناوړه کار اخیستو سره سترې پانګې تر لاسه کړې او د سیمو  ټولې اقتصادي منابع يې په خپل واک ونیولې. جنګسالارانو ته اجازه ورکړی شوه څو له هر چا سره چې يې زړه غواړي ډغرې ووهي او د دولت جوړونې د بهیر مخه ونیسي. جنګسالاران ته اجازه ورکړی شوه د ولسمشر، قوانینو او د هر څه پر خلاف پاڅون وکړي چې د دوی د ګټو او واک خلاف ول . خو دا اجازه یوازې په خپل منځي معاملو کې ورکړی شو ،  خو  د بهرنیانو پر خلاف ددوې آزادۍ ته سرې کرښې ایستل شوي وې چې که ترې سرغړونه شوې وای نو ښې پایلې به ورته ونه لري  نو ځکه په شلو کلونو کې د بهرنیانو خلاف له جنګسالارانو چا یوه کلمه هم وا نه وریده. په دې لوبه کې امریکې جنګسالارانو ته پانګې او واکونه ورکړل او کوچني شاهان يې ترې جوړ کړل . ددې لوبې هدف دا ؤ څو د دوي په مرسته  دولت په خپل کنترول کې وساتي او هر وخت وکولی شي خپلې موخې او هدفونه پرې ومني .دوی د جنګسالارانو واکونه  په داسې انډول وساتل چې که یو سرغړونه وکړي بل پسې را پورته کړي او د بل پسې هغه بل او یا د دولت په وسیله يې وځپي. نو ځکه شل کلنه واکمني په ناندریو او ډغرو کې تېره شوه او د دولت جوړونې بهیر په ټپه ودريد او اساسي او بنسټيزې چارې ترسره نه شوې . په جنګ سالارانو کې د واک او پيسو حرص او تنده دومره غښتلې ده چې چمتو دي د خپلو ګټو دپاره وطن او خلک د سترې بدمرغۍ کندې ده ګوزار کړي لکه څنګه چې دوي په نویومو کلونو کې د همدغه حرص پربنسټ افغانستان بدمرغه کړ او د سولې پروګرام چې د بري په درشل کې ؤ ناکام کړ. اوس چې امریکا د نویو نړیوالو حالاتو او کورنیو بدلونونو له امله پریکړه کړې له افغانستان څخه ووځي ، بیا هم امریکا غواړي افغانستان په نوې بڼه په خپل  کنترول او څار کې وساتي او خپل استخباراتي او سیاسي شتون چې د سیمه ایزې لوبې دپاره ډېر اړین دی، وساتي او ان د ځنیو اډو د ساتلو امکان هم لیدل کېږي د دوهې د تړون له پټو رازونو څوک خبر نه دي، خو موږ وینو چې ددغه تړون مواد یو په بل پسې د پلي کېدو په حال کې دي. د افغانستان د آسانه او ارزانه کنترول لاره بیا هم هماغه د افغان تر وړاندې د افغان درول دي  او دا کار هغه مهال ممکن دی چې  افغانستان په  سیمه ایز واک لرونکو دولتونو وویشل شي  څو سیمې له مرکز او مرکز له سیمو سره په همېشني لانجه کې ښکیل پاتې شي ، افغانستان داسې هیواد نه دی چې سیاسیون وکولی شي د سیاسي خبرو اترو له لارې  مسایل حل کړي ، دا تجربه د مختلفو رژیمونو څخه لري.  اوس چې جنګسالاران د افغانستان د سیاست واک برمته کړی نو ددې لوبې د پاره حالات پوره جوړ دي. د سیمه ایز دولتونو جوړېدل به امریکې ته دا امکان هم ورکړي چې د ځنیو جنګسالارانو سره موافقې ته ورسیږي او پوځي اډې تر لاسه کړي.

امریکا په سوریه کې له زیاتو سیمو په شا شوله، خو د سوریې یوه برخه يې چې نفت لري د کردانو په مرسته تر خپلې ولکې لاندې وساتله . داکار په افغانستان کې هم که حالات  غوښتنه وکړي ترسره شي.

ددې سناریو د پلي کېدو د چمتووالي ځنې نښې نښانې تر سترګو کېږي د افغانستان په شمال کې دوستم، په هرات کې اسماعیل خان په مرکزي افغانستان کې وحدت ډله محقق، په ننګرهار کې حاجي ظاهر په پنجشیر کې احمدمسعود ....او داسې نورې وسله والې ډلې چې په ۹۰ لسیزه کې یې افغانستان په کنډواله بدل کړی ؤ ، بیا په وسلو د سمبالېدلو او زور ښودنې  په حال کې دي، دوی هم د دولت له سنګره او هم له دولت څخه بهرخپل دريځونه غښتلي کوي.  محقق د ولسمشر امنیتي سلاح کار ټاکل شوی، دوستم ته امریکايي جنرال مډال په سینه وټمبه او مارشالي ورکړی شوه یو شمیر نور هم په لویو او کوچنیو څوکیو کې نصب شوي دي او نصبېږي .  دغه ډلې همدا اوس له یوې خوا دولت ګواښي او له بلې خوا له دولت څخه ګټه پورته کوي. د سولې د بهیر تر بریالي کېدو وروسته همدغه ډلې ټپلې به د فدرالي دولتونو واکمنان شي او هغه دنده چې نن ترسره کوي سبا به يې هم ترسره کړي. نو دا چې په امریکې کې هم ځنې کړۍ د افغانستان د فدرالي کېدو نغمې غږوي ، علت يې دا دی چې دوی  غواړي  د همدغه جنګسالارانو په وجود کې د خپلې لوبې د دوام دپاره لاره اواره کړي. خو دا امکان هم شته چې د امریکایانو تر وتلو وروسته، مذهبي تند لاري بیا پر افغانستان واکمنه شي چې دا به د ټولې سیمي دپاره ستر ناورین و زېږوي او ټوله سیمه به په غېږ کې ونیسي.   

ترکیه او پان ترکیزم:

ترکیه په دې سیمه کې  نوی عنصر دی چې د افغانستان له مسایلو سره علاقه مندي ښايي. په ۲۰۲۰ کال کې ترکيي پان ترکیزم ( ګراند توران) بیا فعاله کړی شو ، د منځي اسیا د ترکي ژبو د پیوستون پروژه چې د لومړۍ نړېوالې جګړې په اوږدو کې  د عثماني امپراتورۍ د دفاع وزیر انور پاشا ناسیونالیستي او نژاد پالونکې میراث دی .  اردوګان په منځني ختیځ کې د قومي او ژبني انګېرنې پر بنسټ غواړي آذربایجان، ترکمنستان، ازبکستان، قرغزستان او قزاقستان سره یو موټې  او ونښلوي چې د افغانستان د شمال ترک نژاده اوسیدونکي هم ددغه استرتېژۍ مهمه برخه جوړوي.  په ۱۹۹۲ کال ترکیې ددغه سیمې سره د فرهنګي، زده کړې، انرژۍ او سوداګرۍ په برخه کې اقدامات پيل کړي ول  چې هغه وخت د روسيې له سخت غبرګون سره مخامخ شو ځکه دا د شوروي اتحاد یوه برخه وه او روسیه يې د خپلې ګټې سیمه بولي خو څلويښت کاله وروسته د قواو اڼډول هغه پخوانی نه دی او له بلې خوا روسیه د ترکيې سره د اړیکو جوړولو او د ترکيې د ملګري کولو ستراتیژي پرمخ وړي او نه غواړي له ترکيې سره خپلې اړیکې ویجاړې کړي، نو ځکه ترکيه د خپل دریځ د ټینګولو تر وړاندې خنډ نه ویني. ترکیه چې د عثماني امپراتوري خوبونه په نوې بڼه ویني د ایران سره په سیالۍ کې د سیمه ایز زبرځواک کېدو هلې ځلې کوي او هڅه کوي ایران په شا وتمبوي.

ترکيې د آذربایجان او ارمنستان په جګړه کې غوڅ رول و لوباوه او ایران يې څنډې ته کړ. روسي هم ترکیې ته د امتیازونو په ورکولو سره خپل پوځي شتون په سیمه کې غښتلی کړ، چې دوه هدفونه يې په نښه کړي ول، د ارمنستان دولت ته جزا ورکول چې له روسيې څخه يې واټن اخیستی ؤ او لويديځ ته يې مخه کړې وه، او هم په دغه سیمه کې د خپل پوځي شتون پیاوړي کول او د لويدیځ د نفوذ مخنیوی ؤ چې په دې کار سره يې ارمنستان لا په روسیې پورې و تاړلو او ترکیه چې د ناتو غړيتوب لري د لویدیځ د ګټو خلاف وکاروي او په دې ډول ترکیه  هم چې د سیمې له امکاناتو څخه د ګټې اخستلو هیله لري او غواړي د آذربایجان له لارې منځني اسیا ته خپله لاره پرانیزي ، د روسيې سره د ښو اړیکو د ساتلو اړین دی . روسیه د خپل هغه  پوځي دریځ له مخې چې تر لاسه کړی يې دی هر وخت کولی شي پرترکیې هغه لاره او امکانات بند کړي چې د وروستیو بدلونو په ترڅ کې يې تر لاسه کړي دي.

اوس چې ترکیه د منځنۍ آسیا په لور را روانه ده ، په افغانستان کې د خپلو ستنو د ټينګولو هڅه کوي. تر کیه په سیمه او افغانستان کې د سني مذهب ، د اخوان المسلمین او پان ترکیزم د کارتونو په لرلو سره خپله لوبه پرمخ وړي. ترکیې د پان ترکیزم پربنسټ دوستم ته چې لا له ډېرې په خوا يې د پان ترکیزم دپاره فعالیت پیل کړی ؤ ، ځانګړې پاملرنه اړولې، چې کولی شي د ترکیې ګټې په منځني اسیا او سیمه کې  خوندې او ممکن کړي. ازبکستان چې ترک نژاده هیواد دی ، د ترکيې سره په اړیکو کې پېچلتیا لري نو ځکه د افغانستان شمال به د ترکيې په لاس کې پر ازبکستان د اغېزې اغېزمنه وسیله وګرځي. د افغانستان په شمال کې د پان ترکيي د مفکورې تر اغېز لاندې د فدرالي سیمې منځ ته راتګ د ترکيې دريځ به پیاوړی کړي، په همدې دلیل ترکیې د افغانستان د سولې خبرو ته په ترکیه کې علاقه منده ده. ان ترکیه علاقه منده ده چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته  افغانستان ته زیات پوځیان واستوي. خو ترکیې د چیني ترکانو یانې ایغوریانو پر ناوړه حالت چوپتیا غوره کړې ځکه ترکیه په پام کې لري له چین سره خپلې سوداګريز اړیکې غښتلي کړي او نه غواړي د ایغوریانو پر مساله له چین سره خپلې اړیکي ترینګړې کړي. خو ترکیه په ډېره نرۍ پوله ګام اوچتوي یانې له یوې خوا باید د امریکې او اروپايي اتحاديي سره خپلې اړیکي وساتي او د ناتو غړیتوب کې پاتې شي او له بلې خوا د دوی له دښمن لوري چین او روسيي سره اړیکې پراخې کړي.‎

فرانسه:

فرانسه هم یو له هغه هیوادو څخه ده چې د سړې جګړې له وخته په افغانستان کې يې فعالیت درلود په تېره بیا د نظار له شورا سره يې ټينګې او نژدې اړیکې درلودې او خپلې اړیکې يې لا تر اوسه له دغه ډلې سره ښې تودې ساتلي دي . په دې وروستیو کې د احمدشاه مسعود په نامه د یوې لارې د نومولو په مراسمو کې يې ددغه ډلې زیات مشران پاریس ته ور بللي ول، چې کېدی شي د افغانستان په راتلونکي کې ددغه ډلې د دریځ د پیاوړي کېدو سره  تړاو ولري.  له فرانسې سره د دغه ډلې  اوږده ملګرتیا او اړیکې او د لاجوردو او زمردو کار او بار د فرانسې دپاره ښې او آرزانه ګټې لري، نو ځکه فرانسه د خپل دغه کار اوبار له دوام سره علاقه لري او غواړي د افغانستان په راتلونکي سیاسي جوړښت کې ددغه ډلې ځای خوندي شي، نو د مرکز کمزوري کېدل او د سیمو غښتلي کېدل به د فرانسې  دغه هیلو هم پوره کړي.

ایران :

ایران چې د افغانستان لویدیځ ګاونډی هیواد دی ،هم ځان د سیمې زبر ځواک بولي ، په منځني ختیځ په تېره بیا ، عراق، سوریه، لبنان، فلسطین او یمن کې د ایران پراخې  لاس وهنې او پوځي خوځښتونه دغه خبره تاييد کوي. ایران د افغانستان په څلويښت کلنه جګړه کې تر پاکستان وروسته دویم مداخله کوونکی هیواد دی . ایران د پراختیا غوښتنې تر خوا  د منځني ځتيځ او د اسیا په دغه سیمه کې د سعودي عربستان سره په سخته مذهبي سیالۍ کې ښکیل دی. په نویومو کلونو کې، دغې سیالۍ د افغانستان دپاره خونړۍ پایلې پر ځای پرېښودې. په اوسني وخت کې دغه هیواد له ترکيې سره هم په سیالۍ کې ښکیل شوی دی چې ځنې بېلګې يې دمخه یادې شوې. ایران په افغانستان کې د مذهب او ژبې پر بنسټ خپله لوبه پرمخ وړي او د سړې جګړې له وخته يې په افغانسستان کې د اته ګونه تنیظیمونو مرسته او ملاتړ کړی او په وروستیو کلونو کې يې د فاطیمیونو او زینبینو وسله والې ډلې هم د افغان کډوالو له منځه جوړې او په وسلو سمبال کړي دي. په ایران کې  تر درې میلیونه افغاني کډ وال تر سختو شرایط لاندې ژوند کوي چې ایراني واکمنان د هغوی د سختو حالاتو او مجبوریتونو څخه په ناوړه ګټې اخیستنې سره، کډوال ځوانان د لږو پیسو په بدل کې د سوريي او نورو هیوادونوجګړو ته استوي.  ایران د مذهب له کارت څخه په عراق، سوریه، یمن ، لبنان کې په قوت سره ګټه اخلي او خپل ځواک په دغه هیوادنو کې غښتلی کوي، خو په افغانستان او تاجکستان کې د مذهب تر څنګ د ژبې له کارت څخه هم کار اخلي.  نو ځکه تاجکستان د ایران د لاسونو تر وړاندې ټینګ غبرګون څرګند کړي او د ایران پلوه عناصرو تر وړاندې ټينګ ګامونه اوچت کړي او ددوي فعالیتونه يې تر کنترول لاندې راوستي خو په افغانستان کې د ایران د لاسوهنې دپاره امکانات پراخ دي، دوی بې له خنډه د افغانستان په هره سیمه کې فعالیت کوي او ان په تيرو کلونو کې يې د افغانستان ولسمشر ته هم د پټو فعالیتونو د ترسره کولو دپاره د پیسو ډکې بوجۍ استولې.

 ایران غواړي په افغانستان کې د لبنان د حزب الله په شان یو پیاوړی پوځي ځواک رامنځ ته کړي څو په خپلو راتلونکو معاملو کې ترې کار واخلي. ایران لا  څو میاشتې دمخه ددغه طرحې د پلي کولو دپاره  د افغانستان حکومت ته خپل وړانديزونه وړاندې کړی ول. د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال قلینباف او د بهرنیو چارو  وزیر ظریف د فاطمیونو څخه د کار اخیستلو طرح د افغانستان په ګټه بولي، دوی د افغانستان دولت ته وړاندیز کړی ؤ څو د فاطمیون لښکر چې شمېر يې نژدې دېرش زره تنو ته رسېږي د افغانستان د وسله وال پوځ په لیکو کې له داعش سره د مبارزې په برخه کې وکاروي ، چې د افغانستان له لوري دغه وړاندیز  و نه منل شو. نو ځکه په دې ورستیو کې د اولسي پاڅون تر نامه لاندې يې هڅې پیل کړي څو خپل روزل شوي وسله وال په افغانستان کې ځای پر ځای کړي.

ایران له پخوا کلونو څخه د افغانستان له اوبو څخه د ګټې اخیستو په مساله کې له افغانستان سره ستونزې درلودې ، چې په دې برخه کې د تړون په لاسلیک کېدو سره پای ته ورسیدې خو په افغانستان کې د جګړو له کبله تړون پلې نه شو او تر ننه دغه هیواد د افغانستان له اوبو څخه بشپړه ګټه اخیستې،  خو اوس دغه اختلافونه په افغانستان کې د اوبو د بندونو په جوړېدو سره بیا راپورته شوي ، ایران د افغانستان د بندونو تر وړاندې په مستقیم او غير مستقیم ډول ګواښو نه کړي او غواړي څو هغه تړون تر پښو لاندې کړي. نو ځکه ایران خپلو مخو ته د رسیدو په برخه کې د کمزوري افغانستان شتون د ځان په ګټه بولي څو د افغانستان له طبیعي زیرمو او منابعو څخه بې له ستونزې ګټه واخلي ، نو تصادفي نه ده چې د ایران پلوه کړیو له خولې هم د افغانستان د فدرالي کیدو نارې راوځي.

  پاکستان:

 دغه هیواد د خپل جوړېدو له ورځې له افغانستان سره زیاتې ستونزې لري او دغه بهیر لا په قوت سره دوام لري. پاکستان د سړې جګړې او تر هغې وروسته د افغانستان د ناورین تر ټول فعال او بې رحمه دوښمن پاتې شوی او د پراخو امکاناتو لرونکی هیواد دی چې د افغانستان په کمزورۍ  کې خپلې ګټې ویني . دوی په افغانستان کې ژور استراتیژیک هدفونه تعقیبوي او غواړي افغانستان د خپلې سوبې په څېر په خپله اداره او کنترول کې راولي. د پاکستاني جهاد له وخته دوی په افغانستان کې مختلفې تروریستي ډلې جوړې او په وسلو سمبال کړي دي او په افغانستان کې يې  خپله جګړه توده ساتلې ، دوی ددغه ورنکاره او تروریستي سازمانونو له لارې د افغانستان بنسټيز جوړښتونه په نښه او له منځه وړي او په میلینونه وګړي وژلي او په میلیونونو نور يې د وطن پرېښودو ته اړ ایستي دي .  پاکستان د سولې د بهیرونو تر وړاندې لوی خنډ دی ، دوی په نویومو کلونو کې د افغانستان د سولې بهیر شنډ کړ او اوس هم د سولې تر وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي.  دغه هیواد د تروریستي او ترهګرو ډلو ټپلو روزنکی ، سمبالونکی دی. پاکستان د طالبانو او جهادي ډلو ټپلو له لارې غواړي خپل اغیز پر افغانستان تل پاتې او غښتلی کړي.

په ۱۹۷۹ – ۱۹۸۸ کلونو تر منځ د پاکستان پوځي  جنرال ضیاالحق خپله پوځي استراتيژي  داسې اعلان کړې وه: « افغانستان باید ورو ورو په اور کې وسوزول شي ». دوی د چارو د ښه سمون دپاره  د آی اس ای افغاني څانګه جوړه کړه، دې جهنمي سازمان د وسله واله ورنکاره ډلو دپاره وسلې ، مهمات برابر او په واک کې ورکول او ورکوي . دغې څانګې نه یوازې وسلې برابرولې او برابروي بلکې په افغانستان کې يې د جګړې لارښوونه او تنظیم هم په غاړه درلود او لري.

د پاکستان ورانکارې جګړه له جهادي تنظیمونو پيل شوه او تر ننه  د طالب او داعشي ډلو په جود کې دوام لري. دا یو پراخ بحث دی چې د بېلې مقالې دخپرولو غوښتنه کوي.

نن چې پاکستان د نړېوال فشار لاندې اړ ایستل شوی څو د افغانستان کشالې ته د حل لارې د پیداکولو له بهیر سره مرسته وکړي دغه هیواد بیا هم هڅه کوي څو د سولې تر وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي، په اوس وخت کې پاکستاني واکمنان هڅه کوي ، د سولې له تړون دمخه طالبان ستر پوځي بری تر لاسه کړي څو د افغانانو په خپل منځي خبرو کې بر لاسی ولري. نو ځکه کله چې دوی د جګړې په ډګر کې بری نه تر لاسه کوي، د عامو خلکو په وژنې لاس پورې کوي.

دغه هیواد په لږ څه قناعت نه کوي دوی غواړي افغانستان لږ تر لږه تر خپل اغيز لاندې ولري. ځکه دوی په افغانستان کې سوله او ثبات په پاکستان کې د بې ثباتۍ او د پاکستان د ماتې په مفهوم ګنې.

پاکستاني واکمنان د چین او امریکې سره په اړیکو کې دوه ګونې لوبه پرمخ وړي، له یوې خوا له چین سره خپلې اړیکې پراخوي ، خو د بلې خوا له لویدیځ سره د دوستۍ نغمه هم غږوي. دا لوبه په اوږد مهال کې کېدی شي ددغه هیواد پر خلاف سختې پایلې ولري.
د روسيې فدراتیف :

 دغه هیواد د تزار له وخته د افغانستان په چارو کې ښکيل ؤ او د شلمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې د شوروي د واکمنۍ په مهال او د سړې جګړې د خونړۍ سیالۍ په بهیر کې د افغانستان چارو کې زیات ښکیل شو، چې همدغه ښکیلتیا افغانستان ته د سرو لښکرو د استولو سبب شو او په دې ډول افغانستان د سړې جګړې په تود ډګر بدل شو او تر سړې جګړې وروسته تر ننه دغه جګړه چې نور د شوروي جګړه نه ده ، په مختلفو بڼو دوام لري . نن چې له افغانستان څخه د امریکې او ناتو ځواکونه له شل کلنې جګړې وروسته د وتلو په حال کې دي ، یو ځل بیا د شوروي ځای ناستي روسیه چې د شوروي له پرزېدو وروسته يې سر بیا اوچت کړی او بیا په پښو درېدلې د افغانستان حالاتو ته خپل پام اړولی. روسيي د افغانستان په اړوند فعاله دیپلوماسي پیل کړې او د افغانستان  د لانجې له کورنیو او بهرنیو  اړخونو سره فعاله اړیکي ساتي او د رسنیو د رپوټ له مخې له طالبانو سره پټې پوځي مرستې هم ترسره کوي. سربیره پردې روسیه  له بېلابېلو تنظیمو او شخصیتونو سره خپلې اړیکې ساتي او دغه ډلې په پرله پسې ډول مسکو ته رابولي او د افغانستان د سولې اړوند غونډې جوړوي.

په نړېوال ډګر کې له امریکې سره د روسې اړیکې ترینګړي دي ، امریکا روسیه یو خطرناک دښمن بولي، امریکا همدارنګه هڅه کوي روسیه د چین خلاف خپل ملګری کړي، خو تر اوسه روسیه د امریکې ددې هيلې خلاف له چين سره خپلې اړیکې پیاوړي کوي .خو د افغانستان په برخه کې دغه دوه هیوادونه سلا او مشورې کوي . هغه څه چې روسیه دې سیمې ته رابولي هغه دا مساله ده چې د امریکې او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان د یو ناڅرګنده راتلونکې سره مخامخ دی. په نویومو کلونو کې په افغانستان  کې د رژیم تر نسکورېدو وروسته د جګړې لمبې تاجکستان، ازبکستان او ان چیچن ته خپرې شوې. د هغسې یو حالت تکرار بیا په سیمه کې د تندلارۍ او جګړو نوې څپه را پارولی شي. که څه هم روسیه له افغانستان څخه زیات واټن لري ، خو روسیه د تاجکستان او ازبکستان سره زیاتې اقتصادي او سوداګریزې اړیکي لري. نو ځکه روسیه غواړي د افغانستان په راتلونکي کې د خپلو ګټو ساتنه وکړي. همدا اوس روسيې له تاجکستان سره خپلې پوځي اړیکې غښتلي کړي او ازبکستان ته يې هم تر ۲۰۲۵ کال پورې د یو دوه اړخیز پوځي تړون د لاسلیکولو وړاندیز کړی. دا کار به په سیمه کې د روسیې دريځ لا پسې غښتلی کړي. له دې کار څخه د روسیې هدف دادی څو قدم په قدم د شوروي جغرافیه تر خپل اغیز لاندې راولي. ازبکستان چې د روسیې له وړاندیزونو سره دومره مینه نه ښايي او غواړي ناپېيلی دريځ ولري، په سیمه کې د روسيې د اغېز تر زیاتېدو وروسته به تر زیات فشار لاندې راشي څو د روسيې غوښتنو ته غاړه کېږدي. 

روسیه بې له دې چې د نړېوالې واکمنۍ غوښتنه مطرح کړي ورځ تر بلې په نړیوالو معاملو کې خپل رول غښتلی کوي د روسیې او د امریکې د متحده ایالتونو ترمنځ نوې سړه جګړه ورځ تربلې توديږي .

ددې هیوادونو ترمنځ د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې کړکېج مخ په زیاتېدو دی او دغه دوه هیوادونه په اوسنۍ نړۍ کې د جیوپلیتک اړوند جلا او مختلف درک او پوهاوی لري.

په نړیوال ډکر کې نوي پیوستونونه او تړونونه د رامنځ ته کېدو په حال کې دي او ددغه دوه هیوادونو تر منځ د اغیز د سیمو په اړوند اختلافونه ژورېږي ، روسیه چې د نړۍ د کنترولولو وس او توان نه لري غواړي څو نړۍ څو قطبي اوسي ، خو د امریکې متحده ایالتونه چې غښتلی اقتصادي او پوځي ځواک لري غواړي خپل نړیوال ځواک وساتي او د نړۍ لومړی زبر ځواک پاتې شي.

د شوروي له بدن څخه جلا شوي جمهوریتونه هغه سیمې دي چې روسیه يې د خپلو ګټو په دایره کې ویني او دغه سیمو ته د نورو زبرځواکونو په تېره بیا د امریکې د متحده ایالتونو نژدې کېدل د خپلو ستراتیژیکو ګټو سره په ټکر کې بولي او هڅه کوي څو دغه سیمې د امریکې له اغیز څخه خوندي وساتي، په اوسني وخت کې د اختلاف دغه اور د اوکراین په سیمه کې د سختېدو په حال کې دی خو د منځنۍ اسیا سیمه هم ددغه سیالۍ او شخړې یوه مهمه برخه وه او ده. په ټولیزه توګه روسیه د ځان په ګټه بولي څو ګاونډي هیوادونه په خپله کړۍ کې ولري، ناتو کمزورې شي . روسان غواړي امریکایان د منځنۍ آسیا له پولو لرې وساتي. اوس چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې دي نو روسیه هڅه کوي امریکا د افغانستان په جال کې داسې راګیر کړي لکه څنګه چې امریکایانو شوروي په افغانستان کې راګیره کړې وه. امریکا غواړي په افغانستان او سیمه کې داسې خنډونه رامنځ ته کړي چې په راتلونکي کې د روسیې او چين دپاره لوی سر درد پیداکړي، طالبان یوازنی ځواک دی چې له امریکې او ناتو سره يې جګړه پرمخ وړې نو ځکه روسیه له طالبانو سره ټينګې اړیکې رامنخ ته کړي همدارنګه روسیه له پاکستان سره خپلې اړیکي پراخې کړي. د امریکې تير ولسمشر ترامپ ویلي ول ، موږ ولې په افغانستان کې جګړه وکړو دا د روسیې او چین کار دی چې هلته جګړه وکړي ځکه افغانستان ددغه دوه هیوادونو په ګاونډ کې پروت دی.   تندلارې داسې یوه  څپه ده چې چين او روسیه دواړه لړزولی شي. دغه څپه به د منځني اسیا دولتونه چې لا د شوروي د وخت پاتې شونې په کې واکمن دي  په ګونډو کړي. روسیه غواړي د خپلو نیابتي ډلو په مرسته دغه څپه د افغانستان په اډانه کې وساتي او روسيې او د روسیې ګاونډیو هیوادو ته لاره پیدا نه کړي. روسیه چې له پخوا په افغانستان کې نیابتي ډلې لري غواړي د خپلو نیابتي ډلو دپاره د نفوذ سیمې و لري چې  دا فکر هم خپله لاره د فدرالیزم په طرح کې پیداکوي.

چین:

 د امریکې د متحده ایالتونو بل ستر رقیب او دښمن دی چې د امریکې نړیوال اقتصادي او تنولوژیکي ځواک په پرله پسې  توګه له ننګونو سره مخامخوي او د وړاند وینو له مخې به په راتلونکو لسو کلونو کې د نړۍ ستر اقتصادي هیواد شي او د امریکې متحده ایالتونه به دویم دریځ ته په شا کړي، دغه دوه هیوادونه هم د نړۍ په مختلفو هیوادونو او د هغې له ډلې څخه د منځنۍ اسیا، افغانستان، ایران او پاکستان په هیوادونو کې په سختو سیالیو بوخت دي، ایران په همدې وروستیو کې له چین سره د همکاریو ۲۵ کلن تړون لاس لیک کړ ، چې د امریکې د سخت تشویش اسباب يې برابر کړل، چین په پاکستان کې هم سترې پروژې تر لاس لاندې لري او نژدې ۶۰ میلیارده ډالره ددغه هیواد اقتصادي رګونو ته پمپوي چې په راتلونکي کې به دغه هیواد د امریکې او لوېدیځ د اغیز له ساحې و باسي. نو ځکه امریکایان غواړي یو ځل بیا پاکستان ته نوې کتنه وکړي، او اټکل کېږي چې له افغانستان څخه تلونکي پوځونه به په پاکستان او یا کوم بل ځای کې ځای پر ځای شي څو سیمه او پاکستان تر کنترول لاندې وساتي . چین چې د نړۍ په مختلفو برخو کې له امریکې سره په سیالۍ بوخت دی ، افغانستان ته خپله پاملرنه ډېره کړې او یوې چینايي ورځپاڼې لیکلي ول چې چين غواړي د امریکايي پوځونو تر وتلو وروسته افغانستان ته زرګونه سوله ساتي پوځونه واستوي ، چین د افغانستان په برخه کې د امریکې او روسیې سره د ترویکا په اډانه کې هلې ځلې کوي.

د پورتني انځور پر بنسټ د افغانستان حالات د سیمې او نړۍ د سترو خوځښتونو تر ژورې اغیز لاندی دي او ددغه هیوادونو جوړ جاړي ته اړتیا لري، ځکه هر یو هیواد د خپلې لاسوهنې دپاره دلیلونه وړاندې کوي . اوس چې د افغانستان د اوږدې جګړې د حل مساله د یادو شویو هیوادونو په جوړ جاړي پورې اړوند ده نو دغه هیوادونه په افغانستان کې د خپل نفوذ د ساتلو غوښتونکي دي چې په تیرو شلو کالونو کې د ملي یووالي د حکومتونو له لارې ترسره کېدل. اوس په نوي ویش کې چې د دویم بن په نامه هم یادېږي او په ترکیه کې به ترسره شي د لږکیو د ګټو د خوندي کولو په پلمه غواړي د خپل اغېز سیمې و ټاکي .  فدرالیزم ددغه اغیز د سیمو د خوندي کولو دپاره ددوی د نیابتي ډلو د استازو له خوا وړاندې کېږي.

د موجود حالاتو په رڼا کې ویلی شو ، چې د فدرالیزم طرحه غیر افغاني او پردۍ او د افغانستان د مختلفو دښمنانو طرح ده . او دا خبره ډېره خامه او بې مانا ښکاري چې مرکزي سیستم ناکام او فدرال سیستم بریالی سیستم دی ، دا یوازې او یوازې د ویش بهانې دي او بس.

ددې دپاره چې و ښودلی شي د فدرال مفکوره د افغانانو له منځه راپورته شوې نو دغه مفکوره کيڼ ، ښي او منځ لارو کړیو له ادرسه  وړاندې کوي څو وښايي دا طرحه پراخ افغاني ملاتړ له ځانه سره لري او ګنې افغاني طرحه ده.

په دې لړ کې د بېلګې په توګه د افغانستان د یو  پخواني صدراعظم له خوا هم داسې یوه طرحه وړاندې شوه چې هڅه يې وکړه دا طرحه د افغانستان خلق دموکراتیک ګوند له دریځه وړاندې کړي په دغه طرحه او تحلیل کې ویل شوي چې نوموړي طرح د افغانستان خلک دموکراتیک ګوند له خوا د شهید محمد داودخان په وخت کې وړاندې شوې وه. دا په هغه وخت کې د یو اپوزیسیوني ګوند طرحه وه، چې د واک په مهال ددغه طرحې یادونه هم ونه شوه . او پر دغه طرحه د افغانستان خلک دموکراتیک ګوند په لیکو کې کومه نظر پوښتنه هم نه وه ترسره شوې . خو اصلي پوښتنه داده چې د طرحې وړاندې کوونکي د یو ځوکمن صدراعظم په توګه  د واک په مهال د اساسي قانون هغه طرحه ولې پلې نه کړه ؟ څرګنده ده چې دا یوه تبلیغاتي طرح وه چې ګوند يې پر پلي کېدلو باور نه درلود.

د فدرالیزم طرح ځکه بې بنسټه طرحه ده چې په تیرو شلو کلونو کې  د یو غښتلي مرکزي دولت له جوړېدو څخه په آګاهانه ډول مخنیوی وشو ، همدغه ډلې چې نن د فدرالیزم غوښتنه کوي همدوي او ددوی بهرنیو ملاتړو د یو دموکراتیک او پر قانون ولاړ نظام د جوړېدو او ټينګېدو څخه مخنیوی وکړ. نو ایا دا ضمانت شته چې دغه بې قانونه ، زورواکي به د یو ریښتني فدرالي نظام له جوړیدو څخه مخنیوی ونه کړي، او آیا په رښتیا دوی د فدرالیزم په مفهوم پوه دي او غواړي هغه پلی کړي؟ ځواب منفي دی ځکه د افغانستان نژدې تېر تاريخ ددې خلاف ښايي.  افغانستان د زورواکانو او فسادو کړیو په تورو منګولو کې دومره ښکیل شوی چې د هر دموکراتیک بدلون د راوستلو غوښتنه په ستونې کې زندې کېږي. هغه کړۍ چې نن د فدرالیزم غږ پورته کوي ، په هغه وخت کې چې د بهرنۍ یرغل په مټ يې واک تر لاسه کړ ، حاضر نه ول دغه واک ان له خپلو نژدې متحدونو سره وویشي ، همدا اوس دوي چمتو نه دي هغه واک چې د پردیو په زور يې تر لاسه کړی په هيڅ ډول خوشې کړي او غواړي خپلو کورنیو ته يې میراثي کړي. دوی چې د واک د غیر متمرکز کول د ټولو ستونزو د حل لار ه بولي . څرګنده ده چې همدغه زورواکان غواړي د فدرالیزم تر پوښښ لاندې خپل واک دایمي کړي.  په  داسې یو فدرالیزم کې به د ناورینونو هغه اوږده لړۍ چې په تیرو څلويښتو کلونو کې د زورواکانو له خوا تر سره شوي ، په فدرالي دولتونو کې به په زیاتې ژورتیا او شدت سره دوام ومومي .

 که چېرې دغه تش په نامه مرکزي دولت له خپلو پراخو واکونو سره و نه شو کولی د جنایتکاره زورواکانو مخه ونیسي نو په هغه حالت کې چې دوی لا زیات واکونه تر لاسه کړي څنګه به ددوی د قانون ماتونې او فساد مخه نیو ل کېږي؟ د فدرالیزم طرحه د خلکو له احساساتو څخه د خلکو د برده کولو دپاره یوه شیطاني چلوټه ده.

د افغانستان دپاره د یو فدرالي سیستم زیانونه په لنډه توګه داسې شمېرلی شو:

  • که چيرې په افغانستان کې د سیمه ایزې خپلواکۍ لرونکي دولتونه رامنځ ته شي او د مرکز د سیاسي او امنیتي واک کچه لږه شي ، نو جنګسالاران چې همدا اوس یاغيان دي او د امرونه او غوښتنو نه مني ، ډېر ژر به د مختلفو بهانو پربنسټ خپله جغرافیوي خپلواکۍ هم اعلان کړي.
  • یو تش په نامه فدرالي نظام به د مغرضو هیوادونو د مستقیمې مداخلې زمینه برابره کړي. داسې بېلګې د نړۍ په نورو سیمو کې هم لیدل شوي ، لکه روسيې د کریمې د لاندې کولو او مداخلې دپاره د کریميې د روس میشته وګړو غوښتنه  بهانه وګرځوله او کریمیه يې له  اوکرین څخه ونیوله او بیا  يې ټول پوښتنې ترسره او د اوکراین د خاورې دغه برخه يې په روسيې پورې وتړله. همدغه خطر د اوکراین ختيځې سیمه هم ګواښي چې د بيلتون پالو په کنترول کې ده او روسیه يې ملاتړ کوي. ارمنستان د اذربایجان د قرباغ سیمه هم په همدې بهانه ونیولې وه چې څو ځله د دواړه هیوادونو ترمنځ د خونړیو جګړو سبب شوه او په پای کې د ترکیې په مرسته آذربایجان خپله خاوره آزاده کړه. ترکيې په سوریه کې د امنیتي دلیلونو په بهانه د کردانو سیمې ونیولې او له کردانو څخه يې ددغه سیمو د پاکولو بهیر پیل کړی دی....
  • په مختلفو وختونو کې دغو جنګي او نیابتي ډلو د افغانستان او افغاني ارزښتونو سره خپل مخالفت څرګند کړی او څرګندوي چې دا د افغانستان دپاره یو څرګند ګواښ دی چې له بهره ورته لمن وهل کېږي. دغه کړۍ د قومي تعصب او ددښمنۍ د رامنځ ته کولوسړه او توده جګړه پرمخ وړي نو دداسې جریانونو په شتون کې فدرالیزم د بيلتون غوښتونکو ډلو د ودې دپاره مناسب حالات رامنځ ته کوي او په بشپړه توګه د هیواد ویش تضمینوي.
  • د افغانستان په تېر تاریخ کې هيڅکله هم فدرالیزم  شتون نه درلود او دا سیستم په افغانستان کې نه دی آزمویل شوی او نه يې بېلګه لیدل شوې، نو دا د افغانستان دپاره ناپېژاندل شوی سیستم دی چې د هغې پلي کول او ددې سیستم له اصولو سره آشنايي به لږ ترلږه نیمه پېړۍ وخت ونیسي، خو که دا سیستم هم لکه د شل کلنې دموکراسۍ په څېر پلي شي نو پایلې به يې تردې هم ناوړه او خطرناکې وي. څرنګه چې ددې سیستم غوښتونکي هماغه کړۍ دي چې د دموکراسۍ شل کلنه نخرې يې وکړې او په دې موده کې يې په فساد او جعلکاریو کې پوره مهارت تر لاسه کړی نو ملت به له بلې سترې غمیزې سره مخامخ کړي.
  • په نويومو کلونو کې د جنګسالارانو واکمني د کور په کور او کوڅه په کوڅه جګړو او وژنو سبب شوه او همدارنګه په اوسنۍ شل کلنه واکمنۍ کې قوماندان سالارۍ وښودله چې د مرکزیت له منځه تلل څومره لويې بدمرغۍ رامنځ ته کولی شي نو ځکه دا د افغانستان په اوسني حالت کې چې د مرکز ماتونې هسې پراخې دي او غښتلي دي یوه خطرناکه طرحه بللی شو.
  • له مرکزي سیستم څخه فدرالي سیستم ته د آوښتون یو ريښتنی او عملي او علمي پروګرام شتون نه لري ، د سیمه ایزو اورګانونو او شوراګانو تجربه ډېره کوچنۍ او نوې ده چې د فدرالي کېدو دپاره بنسټ رامنځ ته نه راوړي . په داسې حال کې چې په فدرالي نظامونو کې سیمه ایز حکومتونه  پراخ حقونه او مسوولیتونه  لري چې زموږ په هیواد کې سیاسي کړئ او خلک د هغو د منلو دپاره چمتوالی نه لري.
  • هغه څه چې په افغانستان کې فدرالیزم ته لار آواروي یوازې د مدني ټولنو د غښتلي کولو او د دموکراسۍ په بنسټيز کولو سره تر لاسه کېدی شي، تر هغې چې مدني ټولنې غښتلي کېږي او دموکراسي بنسټيزه کېږي ډېره اوږده لاره په مخ کې ده ، تیرې شل کالنې دورې وښودله چې افغانستان لا له دموکراسۍ څومره زیات واټن لري.
  • پر دموکرسۍ ډډه لګول په دې مانا دی چې د بشر د حقونو نړیوال منشور و منل شي، سیکولاریسم پلی شي، ټولنیزه برابري تامین شي ، تبعیض له منځه یوړل شي ، په ټولو بر خو کې د ټاکنو  له لارې چارواکي غوره شي . دموکراسي د فدرالیزم لومړنی شرط دی چې په تاسف سره په افغانستان کې دغه لومړنی او بنسټيز شرط تر پښو لاندې شوی او په هکله يې لازم پوهاوی شتون نه لري.
  • فدرالیزم د ویشل شویو دولتونو د یو موټي کولو طرحه ده نه د یو موټي دولت د ویشلو طرحه. افغانستان واحد هویت لري او د فدرالیزم د پر ځای ښودلو دپاره لازمه نه ده نوی هویت جوړ او رامنځ ته شي.
  • کله چې وینو د فدرالیزم دپاره لا اړین حالات شتون نه لري نو دا ذهن ته رسي چې د فدرالیزم پلویان په ريښتیا د قومي اوملیتي ستونزو او جنجالونو د منځه وړلو خیال لري او که د قومي، ژبنۍ او مذهبي تصفيې فکرونه. د افغانستان خلکو د پېړیو په اوږدو کې یو د بل تر څنګ په سوله او دوستۍ کې ژوند کړی، هغه څه چې نن د قومې او ژبنیو اختلافونو په بڼه مطرح کېږي د بهرنیو استخباراتي شبکو له دښمنۍ ډکو او مغرضانه هدفونو څخه سرچینه اخلي.
  • په افغانستان کې د بې ثباتۍ ستونزه هغه وخت راپیدا شوه کله چې د نړۍ والې سیالۍ او لاس وهنې په بهیر کې زورواکي ، تروریستان او جنګ سالاران رامنځ ته او له بهره يې  پوځي ،سیاسي، لوجستکي او اقتصادي ملاتړ و شو او تر ننه دغه ملاتړ دوام لري.
  • باید وویل شي د مدني حقونو، برابرۍ ، دموکراسۍ او سیکولاریزم رامنځ ته کېدل او رعایت په مرکزي حکومت کې هم ممکن دی په دې شرط چې قوانین بې توپیره او یو شان پلي شي. 

خو که دا ومنو چې د فدرالیزم غوښتونکي ناوړه نیت نه لري او هدف يې د عدالت  رامنځ ته کول دي بیا هم د لاندې دلیلو له مخې دغه طرحه د عملي کېدو وړتیا ونه لري:

- په تیرو شلو کلونو کې د فساد د مافیايي ډلو واکمنۍ په افغانستان کې  قومي ، ژبنۍ او مذهبي اختلافونه تر ممکنه برید ژور او پراخ کړي دي. د هیواد په هغه سیمو کې چې مختلف قومونه او ملیتونه سره ګډ ژوند لري ، د بې مسوولیته زورواکانو له خوا يې  مال ، شتمنۍ او ژوند له ګواښ مخامخ دي او په هغه حالت کې چې زورواکان بشپړ واک ولري دغه ګواښ نور هم پیاوړی کېږي کېږي.

 – زورواکان، د فساد کړۍ، مافیا، قانون ماتونکي، یاغیان ، د ژبنۍ او قومي تعصبونو اور ته  لمن وهونکي په اوسني نظام  کې له قانون لوړ دريځ لري  او له هر ډول پوښتنې معافیت لري ، د فدرالي واک په تر لاسه کولو سره به دغه واک  په بې ساري توګه زیات شي او د عدالت د رامنځ ته کېدو امکانات به صفر ته راټيټ  شي.

- زورواکان به د فدرالی واک په تر لاسه کولو سره اړوند سیمي  په خپل شخصي ملکیت بدل کړي او ټولې اقتصادي زیرمې او طیعي زېرمې به خپل شخصي  مال وګڼي.

-  دغه ډلې او ټپلې به د طبیعي شتمنیو او واک د ویش پر سر له یو بل سره لاس او ګریوان شي او یو ځل بیا به توپک ته لاس یوسي او د خونړیو جګړو سبب به شي.

- داچې د افغانستان  په مختلفو ولایتونو کې مختلف ملیتونه اوسېږي ، واکمن ملیت به  نور ملیتونه د خپل کور او کلي پرېښودو ته اړ باسي . د هیواد په شمالي ولایتونو کې دغه حالت په تېرو کلونو کې د زرګونو خلکو د بې ځایه کېدو سبب شوی ؤ چې د فدرالي سیستم په منځ ته راتلو سره به مرکزي دولت ددې پېښو څخه د مخنیوي وس ونه لري.

- د مختلفو زورواکانو  ترمنځ به د واک او ظرفیتونو د ویش پر سر خونړۍ جګړې رامنځ ته شي.

- همدارنګه فدرالي تشکیلات چې د نویو سیمه ایزه خپلواکۍ لرونکي دولتونو په بڼه رامنځ ته کېږي د بیروکراسۍ او تشکیلاتي پړسوب سبب شي، یانې په هر فدرالي واحد کې به ټول هغه مقامونه رامنځ ته شي چې په مرکز دولت کې شتون لري او دا د یو بې وزلي هیواد دپاره د اقتصادي مړینې مانا لري.

د دولت هغه سترې ملي  پروژې به په بشپړه توګه شنډي شي چې د ګاونډيو هیوادونو له مخالفت سره مخامخ دي.

ګاونډي هیوادونو ته به په اړونده سیمو کې د لاسوهنې او ژور نفوذ زمینه برابره شي او په تدریجي ډول به دغه سیمي د مرکزي دولت پرځای له ګاونډيو هیوادو سره نژدي او په پای کې به له هیواد څخه جلا شي.

د حل لاره څه ده؟

  • دغه خطرناکه حالاتو ته په کتو سره د جګړې دواړه خواوې باید د خپل ملي مسولیت په پوهېدو سره بې له ځنډه د خبرو میز ته کښېني.
  • دواړه لوري باید خپلې غوښتنې او طرحې په روښانه او څرګنده توګه په لیکلي بڼه د خبرو د میز تر شا مطرح کړي. هڅه وشي غوښتنې او طرحې  له  هر ډول ابهامه تشي وي، څو د راتلونکو بهانو زمینه برابره نه کړي.
  • د لوستو او متخصصو کادرونو څخه د اختلافونو د حل کمیسون جوړ څو د اختلافونو د حل په برخه کې جوړونکي او ګټور چلندونه او حل لارې رامخ ته کړي.
  • د اختلاف موضوعات مشخص او د خبرو اترو د میز تر شا وڅېړل شي.
  • د نا حل شویو موضوعاتو د حل دپاره د افغانانو پراخې اجماع یا لويي جرګې او یا رفرانډم ته مراجعه وشي.
  • پر یو مناسب سیاسي میکانیزم موافقه وشي او د پلي کيدو دپاره يې په چټکۍ سره میکانیزم جوړ شي او د بین المللي ټولنې په ملاتړ پلي شي.
  • تر موافقې دمخه د اوربند دپاره تدبیرونه ونیول شي او د افغانانو د وینې تویولو مخنیوی وشي.
  • د موافقي سره سم بشپړ او دایمي اور بند اعلان شي.
  • د تر لاسه شوي تړون پر بنسټ بې له ځنډه عملي ګامونه پورته شي.
  • لازمه ده په ټول هیواد کې عمومي بې وسلې کول تر سره شي.
  • ټولې شخصي ملیشې لغوه شي.
  • د امنیت چارې یوازې روزل شويو ملي پولیسو ته وسپارل شي.
  • له قانون څخه معافیت پای ته ورسول شي، متخلفینو ته بې له توپیره د قانون سره سم سزا ورکړی شي.
  • ملي، قومي، ژبنیو او مذهبي اختلافاتو ته لمن وهل جرم و بلل شي او تر سره کوونکي يې د قانون سره سم په سزا ورسول شي ، ان اړینه ده په دې برخه کې ځانګړي قانونین رامنځ ته او تصویب شي.
  • په کار ده د تیرې نیمې پېړۍ جنایتکاران، په دولتي جوړښتونو کې د مقام او دريځ د  تر لاسه کولو  له حق څخه بې برخې کړی شي، او د قانوني څېړنې دپاره محکمې ته وسپارل شي.
  • په ټاکنو کې د هغه کسانو له ګډون څخه مخنیوی وشي کوم چې په فساد، جنایتونو، جاسوسۍ او جرمونو تورن دي.
  • د ټاکنو د پاره داسې معیارونه وټاکل شي چې له امله يې څوک ونه شي کولی پيسې ، زور او تقلب د ټاکنو د پایلو د بدلولو دپاره وکاروي.
  • په ټاکنو کې لاسونه او تقلب باید خیانت و بلل شي او ترسره کوونکوته يې جزا ورکړی شي او په ټاکنو کې د ګډون له حق څخه بې برخې کړی شي.
  • ولسمشرۍ او پارلمان ته د کاندیدو معیارونه د تحصیل، وطنپالنۍ او صداقت پر اساس تنظیم شي.
  • وسله وال، قومي ګوندونه منحل کړی شي .
  • دولتي ادارو ته زده کړي او په کار پوه کادرونه و ګمارل شي او د زورواکانو میراثي سیستم پای ته و رسول شي.
  • که د اساسي قانون د تعدیل اړتیا رامنځ ته شي په کار ده  لویه جرګه را وبلل شي.
  • لويي جرګې ته استازي باید د ولایتونو او ولسوالیو څخه ، د هغه کسانو له منځه را وبلل شي چې په جرم او فساد کې ککړ نه وي او لږ تر لږه لوړې زده کړې ولري او که ممکنه وي د حقوقو په برخه کې زده کړه او پوهه ولري.
  • استازی باید قومي او ژبني تعصب و نه لري ، هغه کسان چې د قومي او ژبنۍ تعصبونو او نفاق د خپرولو مخینه لري باید د استازیتوب له حق څخه بې برخي شي.