رسنیزه څرګندونه!!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د ربړې او د ټولیزو‎(‎عمومي‎) ‎حالاتو داسې څرګندېږې، چې یو څه اووښتونونه او بدلونونه راروان دي‎. ‎پدې لړ کښې د ډیورند دتش په نامه کرښې اخوا میشت پښاته هم بې اغېزې نه شي پاتې کیدای، نو که په راتلونکي کښې هر اوښتون‎/ ‎بدلون راځې نو اړینه ده، چې دا اوښتون لکه د ۲۰۰۱ کال د بن د کنفرانس دپرېکړې په شان غیر عادلانه او دپښتنو پر ضد نه وي‎.‎


‎ ‎د روسیې په کوربه توب د‎18.03.2021 ‎نېټې غونډې وښوده، چې د افغان حکومت او د تالېبانو پلاويو کښې د پښتنو استازو ته ځای نه وو ورکړل شوی‎.‎‎ ‎
تالېبان چې په ښکاره ډېره کی ‏‎(‎اکثریت‎) ‎نژادي پښتانه دي، د پښتنو استازولي نه شي کولی او نه ‏د پښتنو استازي دي او هغوۍ هم ځانونه د پښتنواستازي ‏نه بولي‎.‎
دا چې پښتانه په سيمه کې يو ستر ځواک دى، هېواد او سيمى ته ټېکاو‎(‎ثبات‎) ‎او امنيت بخښي، نو د دوحې د سولې په خبرو کښې او د ‏ترکیې په راتلونکې غونډه کښې د پښتونخوا ‏‎( ‎احمدشاه بابا افغانستان‎) ‎د ملت پاله سیاسي او غیري سیاسي ډلو ټپلو ونډه او برخه اخستل به تلپاتې اوربند ته ارومرو لاره اواره کړي، د ‏سولې خبرې اترې به لا ګړندۍ کړي او ريښتینې سوله به پلي کړي‎. ‎
مونږ د سولې د خبرو اترو له اړونده ډلو او واکمنو څخه ‏‏ په کلکه سره غوښتنه کوو، چې د سولې په خبرو کښې دې پښتنو ته د غوڅ ډېره کي او د قربانیو پر بنسټ ونډه ‏ورکړل شي، تر څو امن او سوله یقیني شي‎.‎
‎ ‎دغه راز تالېبانو ته په کار ده، چې تر هرڅه لومړی اوربند اعلان کړي، چې د بېلابېلو نومونو لاندې د پښتون وژنې لړۍ بنده شي او د بهرنيو پوځونو وتلو ته لاره برابره شي‎.‎
د نړیوالو او ډیموکراټیکو نورمونو سره سم دې دملګرو ‏ملتونو تر څارنې لاندې ولسمشرېزې ټاکنې تر سره شي، په سوله ایزه لاره دې نوې حکومت ته واک وسپارل شي‎.‎
که اړتېا ولیدل شي، په اساسي قانون او دغه راز د شته نظام په ادارو کښې دې سموونه ‏‎(‎اصلاحات‎) ‎راوستل شي‎.‎
د سولې د خبرو ځنډول ېا اوږدل د پښتنو‎/ ‎افغانانو د وژلو او د ملي شتمنیو لوټولو او ویجاړولو غزول دي‎. ‎
بی له خبرو اترو، اوربند او سېاسي هوکړې بله لار نه ‏شته، مخکې وي او که وروسته، ټول به دې لارې ته راځي‎. ‎په جنګ او زور کلي نه کېږي‎. ‎
په پایې کښې یوځل بېا دسولې دخبرواترو په ښکېلو غاړو په کلکه ټېنګار کوو، او غوښتنه ترې کوو، چې د پښتنو وژنه چې د هر لورې له خوا تر هر نامه لاندې سره ‏کېږي بنده کړي‎.‎
په درنښت
نصیر ستوری
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند جنرل سیکرټري