د ښوونې او روزنې په اړوند د معارف وزارت ویجاړونکی رفرم

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز

د معارف وزارت له لومړي ټولګي څخه تر دریم ټولګي پورې د زده کوونکو زده کړې د ښوونځیو پرځای په جومات کې ترسره کول غواړي، دغه وزارت په خپل انترنیټ پاڼه کې لیکي: « د ښوونې او روزنې په لومړیو درې کالونو کې جومات ته ورتګ به په زده کوونکو کې یو غښتلی اسلامي هویت رامنځ ته او وروزي او د اسلام محوریت به زموږ زده کوونکو ته برجسته کړي.»

دغه لنډه جمله زیاتې پوښتنې را پورته کوي. اسلامي هویت یانې څه؟ آیا زموږ زده کوونکي غیر اسلامي هویت لري؟ د اسلامي هویت په اډانه څه باید ترسره شي څو زده کوونکي دغه هویت تر لاسه کړي؟!

هغه کسان چې زده کوونکو ته اسلامي هویت ورکوي څوک دي او ددوی هویت دی؟ آیا جومات د زده کړې او روزنې دپاره یو وړ او مناسب چاپېریال دی؟ ولې جومات تر ښوونځيو د زده کړې دپاره وړ او مناسب ځای دی؟ په جومات کې د ښوونځي په پرتله کوم ښه امکانات شته چې ښوونځيو کې يې تر لاسه کول ناشوني دي؟ د جومات  زده کړې د زده کوونکو کومې ستونزې حلولی شي؟ داسې او دې ته ورته نورې زیاتې پوښتنې شته چې د ښوونې او روزنې وزارت باید مخکې له دې چې زده کوونکي جومات ته واستوي دغو پوښتنو ته هر اخیز او قانع کوونکی ځواب ورکړي.

اسلامي هویت: تر هغه ځایه چې څرګنده ده د افغانستان هر وګړی پوهېږي افغانستان یو اسلامي هیواد دی اود خلکو مذهبي او دینې هویت يې هم اسلامې دی دا د افغانستان په قوانینو کې هم صراحت او وضاحت تسجیل شوی دی. خو د اوسنۍ طرحې نه څرګندېږي چې د معارف وزارت داسې فکر نه کوي او د افغانانو پر اسلامي هویت شک لري او یا يې هم نه مني. داسې ښکاري چې د معارف وزارت او ددې طرحې سره تړلي د واک نورې کړۍ غواړي له اسلام څخه د سیاسي او ناوړې ګټې اخستنې کومه بله لوبه پیلول غواړي.

که د شاه امان الله پر خلاف له اسلام څخه د ناوړه سیاسي دسیسې  په توګه  له کار اخیستنې څخه تیر شو نو له نن څخه نژدې پنځوس کاله دمخه د سیمې استخباراتو او د هغوی کورنیو ګوډاګیانو د افغانانانو اسلامې هویت تر پوښتنې لاندې راوست او په هیواد کې يې د بنسټپاله سیاسي افراطي مذهبي ډلو ټپلو هستې جوړې او فعاله کړې. دغه ډلو د خپل شتون په موده کې په فعاله توګه د افغانستان د ترقي غوښتونکی او بدلون غوښتونکو غورځنګونو پر خلاف د کفر او الهاد توره را و ایستله او په زیاتې بې رحمۍ سره يې و کاروله. دوی په هیواد کې د پراخې  وینې تویونې، ګډوډۍ ، ویجاړۍ اووحشت زمینه برابره کړه.او په میلیونونو افغانان يې د مرګ له ستوې تیر کړل.  په وروستیو څلويښتو کلونو کې هرې په اصطلاح د اسلامي هویت لرونکې ډلې له اسلام څخه خپل ځانګړی اسلامي تعریف وړاندې کړ او هغه يې اسلامې هویت و باله د خپل مخالفې اسلامي ډلې يې کافر او پې دین او د پردیو ګوډاګیان وبلل.  او تر ننه دغه ډلې د اسلام دپاره نوي او نوي تعریفونه وړاندې کوي او د خپل ارمان د پوره کولو دپاره ددوی په وینا غیر اسلامي هویت لرونکي وګړي وژني او له منځه یوړي. دوی دغو ډلو ټپلو وکولی شو  د خپلې خوښې  اسلامي نظامونه او رژیمونه جوړ او واک تر لاسه کړي، یو ځل يې  اسلامي دولت جوړ کړ چې د اسلامي امارت له خوا و پرځول شول او پر ځای يې  سلامي امارت جوړ او اعلان کړ خو اسلامي جهادي ډلو  د ۴۳ «اسلامي هیوادونو» په مرسته او ملاتړ اسلامي امارات نسکور کړاو بیا يې اسلامي دولت جوړ کړ. اوس اعمارات او د داعش اسلامي ډله د ځنې «اسلامي هیوادونو» هیوادونو سره د پټو او ښکاره  تړونونو په لاس لیکولو سره غواړي بېرته واک ته ستانه شي او بیا د خپلې خوښې اسلامي امارات  جوړ کړي.!!! اوس دغه په نامه اسلامي ډلې له اسلام څخه د ناوړه ګټې اخیستو پر سر یو له بل سره په سیاسي او سختې پوځي سیالۍ بوخت دي او غواړي اسلام د خپل ځواک او واک د ټينګښت دپاره وکاروي. داسې ښکاري چې په واک کې شاملې په اصطلاح اسلامي ډلې ددغه ډلې تر شا ولاړ وي.

ددغې تورې او خونړۍ جګړې اصلي قربانیان د افغانستان خلک دي او په دغه اوسنۍ توره  نقشه کې دوی د افغانستان کمکیان او ماشومان په نښه کړي دي. چې دا د افغانستان د لا زیاتې بدمرغۍ دپاره ددوی اوږد مهاله تګ لاره جوړوي.

افغانانو په تیرو درې لسیزو کې دوه ځلې د اسلامي دولت  توره او کرغړنه واکمني و زغمله چې افغانو او افغانستان ته يې نه جبرانیدونکي زیانونه ورسول.  د اسلامي دولت او واکمنۍ لاس ته راوړنې څه ول او دي؟ د خلکو وژل، چور او چپاول، د خلکو پر ناموس تېری، د شخصي او عامه شتمنیو چور او چپاول، رشوت او فساد، د مخدره توکو کر او قاچاق، جاسوسي او بیشمیره نور جنایتونه. د اسلامي اماراتو جنایتونه انفجار او انتحار ، ولږه بې کاري ، تیاره او وحشت . دوی چې دسلام دپاره څلوېښت کاله په جهاد بوخت دي ددوی د جهاد اسلامي هویت همدا دی.  اوس د معارف وزارت د څه ډول اسلامي هویت دپاره ملاتړلې؟  

په دې کې شک نشته چې افغانستان اسلامي هیواد دی او په سلو کې ۹۹،۹۹ خلک يې مسلمان بلل کېږي . خو سره له دې توندلارې او پردي پاله ډلې دا نه مني چې افغانان دې مسلمانان وي او غواړي د خپلو بادارانو له نقشې سره سم يې له سره مسلمان کړي.

اوس پوښتنه داده  چې رښتنی اسلام څه ته وايي؟

اسلام په لغت کې د تسلیم او سرټيټولو په مانا دی او د قران په وینا د خدای د فرمان او توحید تر وړاندې د مطلقې تسلیمۍ په مانا .  تر کومه چې مالومه ده ټول افغانان پر واحد خدای باور او ایمان لري، او دا د مسلمانۍ اساسي شرط دی چې ټول افغانان يې لري.

ريښتنې مسلمان هغه څوک دی چې دیني حکمونه مني، ټولنیز قوانین مراعاتوي او د ډله ایزو او فردي حقونو درناوی کوي.

همدارنګه د اسلام کلمه د صحت، عافیت او له هرډول عیب څخه د ځان ساتولو په مانا هم دی. ددې تعریف سره کومه تند لارې ډله برابره ده. آیا دوی د نورو حقوقو ته درناوی لري؟ آیا دوی په فساد او مرداریو کې ډوب نه دي، آیا ملي او عامه شتمنۍ دوی چور او چپاول نه کړل؟ آیا په میلیونونو بې ګناه خلک دوی له تیغه تیر نه کړل؟ او .....

کله چې موږ د اسلام په اړوند دغه پوهاوی لرو نو آیا ددغه تند لارو هدفونه د اسلام او اسلامي هویت خلاف نه دي؟  آیا دوي په رپښتیا هم مسلملانان دي؟ آیا دوی له عیبونو، شر او فساد څخه ځاننونه لرې ساتلي؟ آیا هره ورځ دوی په بویناک فساد او مردارۍ کې لاپسې نه وهي او په کې نه ډوبېږي؟ ولې دوی دغه رفرم له ځانه او خپلو کورنیو نه پیلوي؟ ولې دوی خپل بچیان اروپايي او نورو غیر اسلامي هیوادوته د زده کړې د پاره  استوي او ولې جومات ته يې د اسلامي هویت د تر لاسه کولو دپاره نه استوي؟ آیا په کار نه ده دوی زموږ ماشومانو ته په خپلو کړو کې وښايي چې دوي غله ، داړه ماران، غاصبین او تیري کوونکي قاتلین نه دي. دوی باید ریفورم له ځانه پیل کړي او ټولې غلا شوي شتمنۍ بېرته بیت المال ته و سپاري او له خپلو کړیو ګناه ګانو توبه وباسي ، څو ماشومان وویني چې مسلمانان د خیر او ښېګنې کار کوي ، بې ګناه خلک نه وژني. .... کله چې په هیواد کې په هر شیبه کې د اسلام د ټيکدارانو له خوا په سل هاو جنایتونه تر سره کېږي او زموږ ماشومان ویني چې د وینو او اسلام ټيکداران څرنګه ددوي پر بې وزلۍ لوړې ماڼۍ او قصرونه جوړوي نو دا بې وزلي ماشومان به څرنګه هویت تر لاسه کوي؟ آیا جومات ته تګ به ددوی پر جنایتونو د ماشومانو فکرونه بدل کړي؟  آیا د معارف وزارت غواړي زموږ تنکي ماشومان د اسلامي جنکارو بانډونو او د سیمي استخباراتو ته لاس تړلي وسپاري؟

اوس به د معارف وزارت طرحه له دې اړخ هم و حېړو چې آیا جومات تر ښوونځي د زده کړې دپاره ښه او مناسب ځای دی؟

د پېړیو په اوږدو کې جومات د لمونځ او عبادت ځای ؤ او دی، خو دې کې شک نشته چې په جومات کې د دیني علومو او قران زده کړه هم  ترسره شوې او داکار اوس هم کېږي. ملا د مسلک له مخې د اسلامي علومو په برخه زده کړې کړي او په دې برخه کې مالومات لري او دا د ملا دنده  ده څو دغه مالومات نورو ته  له شخصي او سیاسي موخو پرته ورسوي. خو ملا  د ماشومانو د زده کړي او روزنې پوهنه نه لري ځکه دا یو حساس او علمي کار دی هر څوک چې په دغه برخه کې د خدمت هيله لري باید په دغه برخه کې لازمې او اړینې مسلکي زده کړې باید ترسره کړي. څرنګه چې ملا ددې مقصد دپاره نه دی روزل شوی نو د ښوونکي او روزونکي وړتیا او پوهه نه لري.

جومات هم د زده کړې دپاره مناسب چاپيریال نه دی ځکه د زده کړې چاپيریال باید د زده کونکو دپاره په زړه پورې او د عملي امکاناتو له پلوه سمبال شوی اوسي او په هغه ځای کې زده کوونکي شتون له امله په ځان کې د زده کړې احساس او علاقه پیدا کړي. یانې د زده کړې په چاپیریال کې هرڅه او شته وسایل د زده کړې له بهیر سمون ولري او د زده کړې له بهیر سره مرسته وکړي. د زده کړې چاپیریال باید  ماشوم ته د مصونیت احساس ورکړي، یانې ماشوم هماغه احساس چې په کورنۍ کې لري او ځان خوندي احساسوي د زده کړې په چاپیریال کې هم باید ځان هماغسې خوندي او مصون احساس کړي. د جومات په چاپيریال کې نه یوازې ماشوم ته د مصونیت احساس نه رامنځ ته کېږي بلکې ویره او ډار هم ورته پیداکېږي، ځکه جومات د ټولو پرمخ پرانستی دي او هرڅوک جومات ته د تګ او راتګ اجازه لري چې داکار هم د زده کړې بهیر ګډوډوي او هم د ماشوم د اروايي نارامۍ سبب ګرځي.

تجربې ښودلې چې اکثره وختونه ملایانو له دغه دريځه د خپل شهواني هيلو د پوره کولو دپاره هم کار اخیستی. په یوتوب کې پرماشومانو د ملایانو د تیریو زیاتې ویدیوګانې شتون لري.  د جومات چاپيریال داسې جوړ شوی چې یوازې د عبادت دپاره مناسب دی خو د زده کړې دپاره هلته هیڅ ډول اړین امکانات نشته.

زده کړه یو پېچلی بهیر دی چې ماشوم يې باید په کورنۍ او ښوونځي کې د مور او پلار او د ښوونکي د هدفمند کار او زیار او د یو منظم پروګرام په اډانه کې ترسره کېږي. زده کړه د ټولووماشومانو دپاره یو شان نه ده ، هر زده کوونکی د زده کړې په بهیر کې خپلې آسانتیاوې او ستونزې لري چې یو مجرب او پوه ښوونکی کولی شي او باید و کولی شي د هر ماشوم د زده کړې د بهیر ستونزې و پيژني او د هغو د له منځه وړلو لارې چارې پیدا او برابرې کړي. داکار د لوړو زده کړو لرونکي ښوونکي ترسره کولی شي.

هغه لمړی شرط چې د زده کړې [اپيریال اغیزمنوي او ماشوم د زده کړې دپاره هڅوي د ښوونکي او ماشوم تر منځ د باور او اعتماد د فضا رامنځ ته کول دي. ماشوم باید د ښوونځي په چاپيریال کې د ډار او بې اعتمادۍ احساس ونه کړي ځکه دا کار د زده کړې بهیر ګډوډوي او د ماشوم زړه له ښوونځي څخه توروي. نو ځکه د ښوونځي اداره او د معارف مسولین باید په منظمه توګه په ښوونځي کې د زده کړې بهیر تر کنترول لاندې وساتي او د هغې د ښه کولو دپاره لازمې میتودیکي مرستې تر سره کړي. د ماشومانو والدین باید له ماشوم سره د مرستې بهیر ته را وبلل شي څو د زده کړې بهیر په کور کې هم دوام ومومي.

اوس که جومات له دغه نظره ووینو ،جوماتونه رسمې ادارې نه دي او ان  دولت په کابل کې پر جوماتونو کنترول نه لري، په همدغه جوماتونو کې ددولت ضد فعالیتونو ته سازمان ورکول کېږي. له بلې خوا د جوماتونو ملایان د ښوونې او روزنې په برخه کې نه زده کړې او نه تجربه. جوماتونه  روزنیز او تعلېمي نصاب نه لري. په ښوونځيو کې د ښه زده کړې او روزنې دپاره لاندې امکانات برابرېدی شي چې په جومات کې ناممکن دي:

په ښوونځي کې لوست باید د هر زده کوونکي له اړتیا سره سمون ولري داکار د زده کړې د بهیر د پرمختګ سبب کېږي خو که لوست د زده کوونکي له اړتیا سره سمون ونه لري ، زده کوونکی له ښوونځي سره خپله علاقه له لاسه ورکوي. ښوونځي باید د لوستونو او لکچرونو تر څنګ د عملي زده کړې امکانات  زده کوونکي ته برابر او په واک کې ورکړي، ښوونکي کولی شي خپل لکچرونه د عملي کارونو او تجربو په وسیله اغیزمن او ګټور کړي. تجربه ښئي کله چې د لکچر او عملي کار د ساعاتونو ترمنځ لازم انډول په پام کې ونه نیول شي  زده کوونکی د زده کړې له بهیر څخه سمه ګټه اخیستلی نه شي. ښوونکی باید د خپلو لوستونو او لکچرونو بهیر و ارزوي چې آیا زده کوونکي له دغه لکچرونو څخه لازمه ګټه اخیستې او که نه او د حل لارې ورته پیداکړي.

علمي څېړنې ښئي چې په ښوونځيو کې لاندې عوامل د زده کوونکو د زده کړې پر بهیر مثبته او غوڅه اغیزه لري:

  • له زده کوونکي څخه د ښوونکي سمه پيژاندنه او اړیکې.
  • ښوونکی باید دا استعداد او وړتیا ولري څو د زده کړې له مفهوم او مانا ډک بهیر رامنځ ته کړي. او لکچرونه د ټولو زده کوونکو له پاره له مانا ډک او د پوهيدو وړ وګرځوي.
  • ښوونکی باید دا وړتیا ولري څو د زده کړې ډاډمن چاپيریال رامنځ ته کړي او د ټولګي د مدیریت وړتیا او استعداد ولري.
  • ښوونکی باید دا وړتیا ولري څو د زده کړېمنظم جوړښت رامنځ ته کړی.
  • ښوونکی باید د کورنیو دندو په سپارلو سره وکولی شي د زده کړې د بهیر ارزونه وکړي. کورنۍ دنده د یو ډېر ګټور او اغیزمن میتود په توګه وکارول شي.

د یو ماشوم دپاره د زده کړې ډېره ښه وړتیا داده چې ماشوم وکولی شي په ښوونځي کې د خپلې زده کړې او پر لوست د متمرکز کېدو په اړوند پوهای تر لاسه کړي . دغه پوهاوی لاندې ټکي په دربر کې نیسي:

  • ماشوم باید پوه شي چې څنګه کولی شي د لوست پر سپارل شویو دندو ځان متمرکز کړي.
  • ماشوم باید پوه شي چې د مختلفو مضمونونو د زده کولو دياره څومره چټکۍ یا سرعت ته اړتیا لري.
  • ماشوم باید زده کړي چې څرنګه د یو مضمون یا کار د زده کولو دپاره خپله انرژي برابره او را ټوله کړي.
  • ماشوم باید زده کړي هغه توکو ته چې د یو مضمون د زده کولو دپاره  يې کاروي ، مفهوم ورکولی وشي.

 

دمخه مو د زده کړې د مناسب چاپيریال یادونه وکړه نو د زده کړې مناسب چاپيریال کوم دی او څه شئي د ماشوم د زده کړې بهیر او فکري تمرکز ګډوډوي؟

  • غالمغال او د وسایلو څخه راپیدا شوي غوږنه د ماشوم هوښ او فکراو تمرکز ګډوډ او له منځه وړي.
  • خبرې او پڅ پڅ هم له لوست څخه د ماشوم پام بلې خواته اړوي..
  • د څوکیو بڼه او جوړښت.
  • د لکچرونو ترمنځ خوځښتونه ، د تیلفون غږونه او داسې نور...

د ښې زده کړې دپاره له ښوونځي سره د والدینو اړیکي او مرسته هم د ماشوم د زده کړې بهیر اغیزمنوي،والدین کولی شي  د ښوونځي کار د کور په چاپیریال کې بشپړ شي.

  1. کورنیو ته په کار ده د هغه دندو په اړوند له خپل ماشوم سره خبرې وکړي چې ور سپارل شوي. دوی باید د خپل ماشوم د پوهې سطحه و پېژني او ماشوم سره مرسته وکړي څو وکولی شي د دندو په اړوند د خپل پوهاوي کچه اوچته کړي. له ماشوم سره باید مرسته وشي څو سپارل شوي دندې له نویو زاویو څخه وویني. داسې چې ماشوم ته نوي فکرونه پیداشي څو خپل کار پرمخ بوزي. کله چې ماشوم خپله دنده بشپړه کړي باید له ماشوم څخه پوښتنه وشي څه يې وکړل او څه يې زده کړل.
  2. ماشوم ته اجازه ورکړی شي څو ووايي سپارل شوې دنده د څه په هکله ده. اجازه ورکړئ څو ماشوم په لوړ غږ سپارل شوې دنده تاسې ته ولولي او د هغې په اړوند له تاسې سره بحث وکړي. اجازه ورکړئ چې ماشوم د دندې پاتې برخه په آرامۍ سره له ځانه سره ولولي او په پای کې د لوستل شوي مطلب لنډيز تاسې ته بیان کړي.
  3. که چيرې ځنې دندې تکرار او تمرین ته اړتیا ولري لکه د ضرب جدول یا املا  . نو په زیاتې حوصلې سره باید داسې میتود پیداکړئ چې د ماشوم دپاره د منلو وړ وي او ماشوم ته مرسته وکړئ څو د څوځله تکرار له لارې مسایل زده او حافظې ته وسپاري.

ددې یادونو څخه هدف دادی چې که د وعارف وزارت د تعلیم او تربیې د ښه ېدو هدف لري نو پورتنیو ټکو ته دې پاملرنه وکړي، څو ماشومان سمه روزنه او ښه لوست او زده کړې تر لاسه کړي او پایله به يې ټولنې ته د سالمو او نیکو انسانانو وړاندې کول وي چې دا د ماشومانو اسلامي او انساني هویت ټینګ او غښتلی کولی شي. باید وویل شي چې زده کړه او د ماشوم روزنه یو پيچلی بهیر دی چې پوهې او پوره زده کړې ته په یو وړ او مناسب چاپیریال کې اړتیا لري. په تاسف سره د افغانستان په ښوونځيو کې هم د زده کړې مناسب فضا نشته او دا کار حکم کوي څو د معارف وزارت د ښوونځيو تدریسي فضا د ماشومانو دپاره د وخت له غوښتنو سره سم مناسبه او سمه کړي. او له دې پوچو افکارو چې د ماشوم برخه لیک د ناپوهه او د بد اغراضو لرونکو کړیو په لاس ورکړي څخه تیر شي. باور دې چې د معارف د اوسني پلان له مخې به یو دوه لسیزې وروسته افغانستان د نړۍ د وحشي ژویو په بڼ بدل شي. چې د انسان وژل او داړل د ژوندانه معمولي کار وي.

د افغانستان دولت که غواړي زموږ ټولنه اسلامي هویت ولري په کار ده څو خپله پاملرنه د قانون تطبیق او د جنایتکاره بانډونو له منځه وړلو ته واړوي. افغانستان هله اسلامې هویت له لاسه ورکوي چې غله او جنایتکاران د واک پرګدۍ ناست وي او بې له ډار او پرابلمې په رڼا ورځ د خلکو ژوند له خطر سره مخامخوي. دولت ته په کار د سولې د تامين او د جنګ د ختمولو عملي لارې چارې پیدا او د نړيوالو زبرځواکونو نیابتي جګړو ته د پای ټکی کېږدي. او خلکو ته د خوندي ژوند  او امنیت چاپیریال برابر کړي.