حکمتيار: سرور دانش تر هر چا زيات د قومي تعصب په بېمارۍ اخته دئ

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

آيا هغه څوك هم پر بل چا د قوم پالني تور لگولو حق لري چي په خپله تر هر چا زيات د قومي تعصب په بېمارۍ اخته دئ؛ داسي چي:

  • په خپل حزب كي يو غير هزاره غړى نه لري.
په ارگ كي او په خپل دفتر كي ئې ټول مأمورين؛ له سر تر پاى هزاره دي؟
  • په موروثي امامت باور لري او دا ئې د مذهب جزء دئ، امامت د على رضى الله د زامنو، لمسيانو او كړوسيانو مسلم حق گڼي.
  • ټول مذهبي پيشوايان او مراجع ئې په موروثي توگه غوره كېږي؛ مرجعيت له پلار؛ اولاد ته انتقالېږي.
  • قم او نجف ئې دوه اساسي قبلې دي، په همدې نجف او قم كي ټول مذهبي مراجع داسي دي چي دا مسند او كرسۍ له پلار نيكه په ميراث ترلاسه كوي.
  • د ايران تابعيت لري او هلته له پېړيو پېړيو راايسي د فارسيانو استبدادى حكومت دئ او ټول نور قومونه او قبيلې له خپلو ټولو انساني حقوقو محروم دي.
  • د ساسانيانو، صفويانو، نادر شاه افشار، او نن د ايران اخوندي حكومت؛ ټول موروثي حكومتونه وو او دي؛ زوى د پلار وژلو هڅه كړې او پلار د زوى سترگي ايستلې، د نادرشاه افشار او د هغه د زوى قصه د هر تاريخ پوه انسانه مخي ته پرته ده.
  • دوى پښتانه يوه وړه قبيله گڼي؛ په داسي حال كي چي په دې سيمي كي د تاجكستان، اوزبكستان، تركمنستان، قزاقستان، قرغزستان، ټولي مركزي آسيا هېوادونو؛ د ايران په  شمول؛ تر ټولو لوى قومى جماعت پښتانه دي، شاوخوا 50 مليون پښتانه په دې سيمي كي مېشت دي، د هر اشغالگر په وړاندي د آزادۍ په جنگ كي تل مخكښ وو، آيا يوه قوم او مشرانو ته ئې سپكاوى؛ يو ستر شرارت نه دئ؟!!
  • ټولو شيعه افغانانو ته وايو: هغه چي تاسو ئې پرون له نورو قومونو سره وجنگولئ، ستاسو په نامه ئې له پرديو رشوتونه ترلاسه كړي، ځان ئې پلورلى، تاسو ئې پلورلي يئ، له اشغالگرانو سره ئې د ملت په خلاف لاس يو كړى، په دوى اعتماد مه كوئ، پر مخ څپېړه وركړئ، ستاسو عزت په دې كي دئ چي له وروڼو قومونو سره خپله وروري حفظ كړئ. افغانستان د ټولو مېشتو قومونو گډ كور وگڼئ؛ هغه هزاره او شيعه چي د خپلو غرضونو لپاره تاسو له نورو قومونو سره جنگوي؛ هغه تر بل هر دښمن زيات او لوى دښمن وگڼئ