د سولې د روانو خبرو په اړه د افغانستان د سولې د ملي جبهې اعلامیه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِ

د افغانستان اوسنۍ جګړې په حقیقت کې هغه ټولې پولې ړنګې کړې چې جنګونو کې ور ته پام کیږي. جګړه د زورور طوفان په څیر وچ او لانده یو ځای سوځوي. د میلیونو افغانانو د وژلو، ژوبلولو او شړلو په دې پرله پسې یرغلونو کې د جګړې لمن دومره پراخه او پیچلې شوې ده

چې نن ورځ زمونږ د خلکو سره یو ځای زمونږ خاوره هم خوري. د وخت په تیریدو سره له یوه پلوه ورځ په ورځ د افغانستان جغرافیه را تنګیږي او له بله پلوه د کلیو او ښارونو هدیرې پراخیږي. په پایله کې د هغه حاکمیت لمن هم مخ پر ټولیدو ده چې د افغانستان په حساسه جغرافیه کې د پردیو د اهدافو لپاره منځته راوړل شوی.

سره له دې چې جګړه له کليو څخه د ښارونو خوا ته روانه ده، تر څنګ یې د سولې لپاره نوې هلې ځلې هم ګړندۍ شوې دي. سوله په نني افغانستان کې حیاتي او ملي اړتیا ده. د جګړې څخه امن ته تلل، سوله تامینول او سوله ساتل خپل پړاوونه لري. خو که چیرې په دې هره مرحله او سیاسي بهیر کې د ملت شراکت او خبرتیا جدي و نه ګڼل شي، نو یو پړاو یې هم نه بشپړیږي. افغانستان د تپلې جګړې او تپلی حاکمیت ترخې تجربې تر شا پریښي دي، ځکه خو د تپلې سولې له آزمون سره مخ دی. دغه وضعیت زمونږ ملت او نړیوالو ښکیلو اړخونو ته دوه ملي او انساني دندې په اوږو ایښي دي. غوره به وي چې اجنبي شریکان د جنګي لورو د قشري غوښتنو پر ځای د افغان ولس ملي ارمانونو ته لومړیتوب ور کړي.

زمونږ ملت چې د نړۍ د پیچلو تضادونو په خونړي ډګر بدل شوی او د دسیسو تیوري ګانو ټولنه ځان سره یرغمل ساتلې، نه شي کولای په نیوکو، خواشینیو، زاریو او په هلته او دلته کنفرانسونو ځان ته نجات ور کړي. افغانستان پراخه ملي – سیاسي پیوستون ته اړ دی او دا یووالی یوه داسې ملي – سیاسي طرحه غواړي چې یو افغان د بل افغان سره د شریکو ګټو او شریکو ملي ارمانونو پر محور د یوه ملت په توګه متحد کړي.

د افغانستان د سولې ملي جبهه چې د یو شمیر اسلامي – ملي حرکتونو او شخصیتونو په جبهه ییز اتحاد کې د یوې لسیزې راهیسې د وطن د ژغورنې او سولې لپاره مبارزه کوي، خپلو سیاسي او ملي دندو ته یې پام دی. له همدې امله د حالاتو د حساسیت او د راتلونکي ملي مستقل سیاست په خاطر په هر افغان غږ کوي چې د پراخه، بې تعصبه ملي جبهې په جوړولو کې برخه واخلي، یو د بل شتون او اغیزمنتوب و مني او د شریکې جبهه ییزې مبارزې له لارې د سولي او ملي نجات په موخه خپلې ملي او سیاسی دندې تر سره کړي.

و من الله التوفیق.

د افغانستان د سولې ملي جبهه  ۲۹/۰۶/۱۳۹۹ (۰۱۹/۰۹/۲۰۲۰)

دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ. - WhatsApp: +4915221993735 - facebook: Afghan.peace.organization