ایا د بشري ټولنې پرمختک په قانون برابر دی؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدارشيد ملګزى ليکنه

بشري پوهه د غو مسئالو ته ناکراره کړې او ناکراره کوي یي، چې بشري ټولنه څنګه پرمختک کوي کوم شی دی چې ددغي ټولنې پرمختک اداره کوي، ایا په هغې کې تر سره کېدونکي بدلونونه تصادفي دي او که د ټاکلو قوانیو تابع دي که چيري دټولنې پرمختک قانوني دی نو بیا دغه قوانین چې ددغه پرمختک بنسټ جوړوي ، د شعوری او اګاهانه هدفمند فعالیت په نسبت څه ډول اړیکې لري ایا نوموړی قوانين د وګړوله ارادی او شعور سره تړلي دي که نه دي ؟

دغه او ډيری نوري مسالي او سوالونه په تصادفي توګه منځ ته نه راځي انسان په ټولنه کې ژوند کوي د ډيرو مزو په وسیله له هغې سره تړلی .

طبیعی ده چې د ټولنې مقدرات په هغې کې منځ ته راتلونکي بدلونونه او هغه لاري چې په هغو باندې ټولنه پرمختک کوي نشی کولی چې دغه انسان د ځان په نسبت علاقمند نکړي .د بشري ټولنې پرمختک په کوم صورت سره او ولی تر سره کیږی او د د غه پرمختک قانونمندۍ کومې دي؟

د ارواپوهني علم دغه حقیقت کشف کړ چی د بشری ټولني تاریخ هغه طبیعی تاریخی پروسه ده چی د ځانګړو عیني قوانینو پر بنسټ تکامل او پرمختک کوي او دا هغه قوانین دي چې انسانان د هغو د فسخ او لغو کولو اویا جوړولو توان نه لرید هر څه د لوي خدای (ج) اراده ده .

انسانان ‍ خپل شتون د پايښت او ساتلو د پاره خوړو جامو ، هستوګنځي او نورو مادی نعمتونو ته اړ دی ، خو خبره دلته ده چې الله پاک دغه نعمتونه په چمتو شوي بڼه سره نه ورکوی ، انسان اړ دی چې د هغود ترلاسه کولو د پاره کاروکړي او زیار وباسی د بېلګې په توګه انسانان د خوړوله پلوه د خپلو اړتیاوو د پوره کولو د پاره څاروي پالي او ساتي یي ځمکه کري یی او اوبه کوي او غنم ، وربشي جوار تری د حاصل په توګه راټولوي معنی دا چې د ټولنېز پرمختک ټاکونکی انساني ځواک، کار او د مادي نعمتونو تولید دی . الله (ج) وايي چې ته حرکت وکړه زه برکت واچوم

د کارپروسه یعنی له طبیعت سره د انسان د معقول متقابل عمل پروسه تل د ټاکلي ټولنيزبڼي په چوکات کې تر سره کيږي کارد ټولنيز ژوندانه بنسټ جوړوي ،هغه یعني کارد بشریت استثنایی او فوق العاده هستي ده. انسان د ځان د پاره په شعوري ډول کار کوي او زیارباسی ،مخکي له مخکې دځان په وړاندې د ټاکلو مادي نعمتونودتولید موخې ټاکي او په همدي کې له حیوانه څخه د هغه د بیلونکو نښوڅخه یوه نښه څرګنديږي .انسانان د ځان د پاره د اړینو مادی نعمتونود تولیدوپه ترڅ کې د طبعیت قوانین درک کوي او په دغه پوهه او درک باندې سمبال شوی انسانان طبعیت خپلو ځانونوته په خدمت کولو اړ کوی او په زیاته او لا زیاته پیمانه په هغه باندې خپل حاکمیت او واک ټینګوي .

انسان په داسی حال کې چې د کار په پروسه کې په طبعیت باندې اغېز کوي او خپل نفوذورباندې ټینګوي او بدلون ورکوي خپل شخصی طبعیت ته هم بدلون ورکوی د کار کولو د پاره خپل استعداد ته تکامل ورکوی ،خپله پوهه بشپړوي او دهغې د پکارولوامکانات پراخوي .انسانان چې د مخ په زیاتیدونکواړتیاووپه وسیله پارول کيږي او اړ کیږي ،د خپل کار د فعالیت ساحه پراخوي تولیدی تجربی راټولوي او کار پروسه چې تل له یوه نسل څخه بل نسل ته بدلون کوي او مخ په زیاتیدونکي پیمانه پيچلی کيږي بشپړوي . کارد انسان د پرمختک دپاره خوراستر ارزښت لري. دا په باور سره ویلی شو چې د انسان ژوند به د کار نه پرته او له تولیدي فعالیت پرته ناشونی وای

کار د ټول بشری ژوندانه لومړنی شرط دی او هغه هم په داسی معیار سره چې موږ باید په ټاکلی او څرګند مفهوم سره ووایو کار دی چې پخپله انسان یی جوړ کړی دی د نړی اوسنی حالت چې د انسان کار او توليد په ڼپه ولاړ دی په عملي بڼه اغېزې موږ ته څرګنديږي که چېري انساني ځواک ، کار او توليد شتون ونه لري نو د انسانانو ژوند دبېلا بېلو ستونزو سره مخ کېدای شي او د انسان ټولنېز ژوند خنډ ګرځي