په طالبانو کې اوس کومې ډلې دي؟‎

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

‎ 
ذبیح الله عماد ‏‎
د سولې د خبرو له پیل سره یو ځای په طالبانو کې هم جلاوالی راغی. کله چې د قطر له دفتره په افغانستان کې جنګېدونکو طالبانو ته څو عجیب و ‏غریب امرونه راغلل دوی شکمن شول. دا خبره ټولو ته معلومه ده، چې په کلیو او بانډو کې جنګېدونکي طالبان تر بل هر چا غولېدلي دي. دوی د ‏لاس هغه وسله ده، چې یواځې دې ته په تمه دي، چې د بل په امر یو کس ووژني.

دوی ته یې ویلي دي، چې تاسو د دین عسکر یئ، هر کس چې ‏وژنئ ګناه مو نشته. لاندې د طالبانو اختلافونه پړاو په پړاو له لاملونو سره تشرېح شوي دي‎.
لومړی‎:
کله، چې د طالبانو استازي قطر ته د خبرو لپاره لاړل؛ نو د عبدالغني برادر او ملا هیبت الله تر منځ اختلاف پیدا شو. په دې سفر کې هغه کسان له ‏سفره پاتې شول، چې ملا هیبت الله یې غوښتنه کوله. په قطر کې له امریکایانو سره خبرې وشوې؛ خو خلیلزاد په ځان پوی شو او دا راپورونه ‏ورورسېدل، چې غني برادر په یوه ځان د ټولو طالبانو استازیتوب نه شی کولای، نو د ازمیښت په خاطر یې له هغه څخه د اوربند غوښتنه وکړه. ‏کله، چې خبره د کويټې شورا ته ورسېده؛ پر هغوی ښه و نه لګېده. د خبرو د دومره نږدېولي پر وخت د ملاهیبت الله ډلې په کابل کې پر ‏امریکایانو برید وکړ په دې سره ټرمپ هم د سولې خبرې لغوه کړې‎.
دویم‎:
کله چې کانګرس د طالب چارواکو د لګښت بودجه ورکړه؛ په هلمند، غزني، کندهار، پکتیکا، ارزګان او کونړ کې یوې ډلې د نږدې ټولو ولایتونو د ‏طالب استازو په ګډون ناسته وکړه. دوی دلته د دوی پر سر د شوې معاملې شک په یقین بدل کړ. دوی په خپله ناسته کې وویل، چې موږ خو د ‏امریکا لياره افغانان لا وژنو او زموږ مشران څنګه له کانګرس څځه بودجه اخلي. دا چې د تېر په څېر بیا د سولې او اوربند خبرې نږدې وې؛ په ‏بګرام کې یې برید وکړ. دا ځل نو خلیلزاد ته پوره معلومه شوه، چې طالبان په یوه خبره نه دي. خلیلزاد په ټوېټ کې دوی ته مخامخ وویل، چې ‏تاوتریخوالی دې راکم کړي. هغه ویلي و، چې دا ډله سولې ته هېڅ علاقمندي نه ښيي‎.
درېیم د ایران او امریکا تر منځ تاوتریخوالی‎:
د ایران او امریکا تر منځ د اړیکو ترېنګلتیا پر افغان سوله هم ژور اغېز وکړ. طالبان په وروستیو وختونو کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ‏شول هر طالب لوړپوړي قومندان په خپل سر له نورو هېوادونو مرسته واخیسته‎.
ایران چې د امریکا ضد دی په فراه او هلمند کې یې د صدر ابراهیم ځایناستی او قیوم ذاکر کسانو ته زیات امکانات ورکړل حتا د قیوم ذاکر کورنۍ ‏اوس په ایران کې اوسي. کله چې په قطر کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د اوریند خبره وروستۍ شوه؛ نو هغه ملا برادر او ورسره پلاوي له ‏قیوم او ذاکر او نورو څخه پټې د اړوندو سیمو طالبانو ته پیسې راوړې‎.
کله چې د صدر ابراهیم ځایناستی او قیوم ذاکر له دې کار څخه خبر شول. پر ملا برادر یې تور پورې کړ، چې غواړي له دوی څخه طالب ‏قومندان جلا کړي. په دې سره یې د دوی له امریکا سره د اوربند شرط و نه مانه. اوس چې طالبان د خپلمنځي تاوتریخوالي خبره کوي؛ موخه یې ‏د هغو طالبانو مخالفت دی، چې د ایران په وسلو او ملاتړ باندې جګړه کوي‎.
اوس به څه کېږي؟‎
دایوازځې د صدر ابراهیم ډله نه ده، چې له طالبانو څخه یې پرېکون اعلان کړ. اوس ډېری طالبان هڅه کوي، چې تر امریکا ښه ده، چې له افغان ‏حکومت سره خبرې وکړي. اوس تازه ځینو طالبانو پرېکړه کړې ده، چې د هلمند د رهبري شورا د مشر ملاګل اغا په مشرۍ له طالبانو څخه د ‏جلاوالي غږ پورته کړي. دا ډله یواځې د څو قومندانانو تر منځ یوه لاسلیک ته په تمه ده. همدارنګه د حقاني شبکې مشرتابه به هم د سراج الدین په ‏مشرۍ بله ډله اعلانوي. د طالبانو عالي شور، چې مشري به یې ملارسول کوي هم جلا ډله جوړوي. د دوی تر څنګ په طالبانو کې د محاذ پر ‏نوم یوه ډله جوړېدونکې ده، چې مشري به یې امدادالله منصور کوي. د دوی هم یوازې د یو دوه قومندانانو لاسلیک پاتې دی‎.
باید ووایو، چې په طالبانو کې د ذاکر د نظامي کمېسیون مشري عاریضي ده‎.‎