د سلیماني وژنه د پېښو په هينداره کې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز

کله چې ترامپ واک ته ورسید د ترامپ تر شا او خوا ډېر داسې کسان ډېر ول چې د ایران پر خلاف يې د پوځي عملیاتو د پیلولو او جګړې سپارښتنه کوله لکه د ملي امنیت پخواني مشران او د ترامپ غیر رسمي مشاوران لکه نتانیاهو، محمد بن سلمان او ځنې نور.

خو ترامپ د خپل واک په تیرو دریو کلونو کې د هغوی مشورې په پام کې ونه نیولې او له ایران سره د جګړې د پیلولو يې ډډه کوله نوموړي د جګړې پر ځای يې د اقتصادي بنديزونو لاره غوره کړې وه. د بندیزونو مخه دا وه څو ایران د سیمه ایزې برتیا غوښتنې څخه په شا کړي او د خبرو میز ته يې کینوي. دې سیاست د ایران اقتصاد ته ډېرزیان و رساوه خو ويې نه شو کولی ایران له خپلو مخو پر شا او د خبرو میز ته راوبولي.

د جنوري په میاشت کې ایران په عراق کې د امریکې پر سفارت نیابتي یرغل وکړ دا د هغه یرغل د تکرارولو ته ورته هڅه وه چې په ۱۹۷۹ کې په تهران او په ۲۰۱۲ کال د لیبیا په بنغازي کې د امریکې پر سفارتونو شوی ؤه اوچې له امله يې د امریکې دولت د شرمیدو اعتبار د کمېدو سبب شوی ؤه.

ترامپ وايي چې نوموړي د دا ډول سناریو ګانو د شنډولو او د امریکایانو د ژوند د خوندي کولو دپاره دغه کار وکړ خو د ایران سره يې د جګړې اراده نه درلوده. خو د مخالف لوری بیا په دې باور دی چې ترامپ د ځان دپاره انتخاباتي کمپاین وکړ. خو دلیل هر څه وي یوه خبره څرګنده ده چې ترامپ دبندیزونو له سیاست څخه د پوڅي اقدامونو سیاست ته مخه کړې او چمتو دی د ایران خلاف د امریکې له پوځي ځواک څخه کار واخلي.

کله چې امریکا د اتومي تړون څخه ووتله او پر ایران يې اقتصادي بندیزونه ولګول د ایران د تیلو صنعت يې سخت زیامن کړ او د تیلو لېږد يې تر ډېره په ټپه ودرولو او د ایران اقتصاد يې د ویجاړۍ په لور بوتلو، ایراني پوځ هم له ټينګو ننګونو سره مخامخ شو ، له دې سره جوخت په ایران کې ټولنیزې نا آرامۍ زیاتې شوې او خلک د رژیم سره د مخالفت د څرګندولو دپاره سرکونو او لارو ته ووتل، چې رژیم په سختۍ سره وڅپل ، خو سره له دې هر څه ایراني چارواکي لاس تر زنې پاتې نه شول، ایراني چارواکو د امریکايي پوځي اډو او د هغو د سیمه ایزو ملګرو پر خلاف نیابتي یرغلونه په لاره واچول، د عربو یا فارس په خلیج کې يې پر تیل وړونکو بېړیو بریدونه وکړل او د سعودي عربستان د تیلو پر تاسیساتو يې بریدونه وکړل او همدارنګه په عراق کې يې د امریکې پر اډو یو لړ بریدونه ترسره کړل.

همدارنګه تهران له چین او روسیې سره یو لړ بنسټیز تړونونه لاسلیک او په دې وروستیو کې يې له دغه هیوادونو سره سمندري ګډ پوځي مانورې هم ترسره کړل.

څرګنده ده چې د روسيې او چین په لور د ایران د نژدې کېدو بهیر به له دې پېښو وروسته نور هم چټک شي. ددې ټولو پېښو تنظیم او لارښوونه همدغه سړي کوله چې سلیماني نومیده. پر سلیماني ګوزار په حقیقت کې د ایران د پراختیا غوښتنې او د ایراني انقلاب د خپرولو په متفکر مغز برید ؤ.

ایران چې د سلیماني له وژل کېدو سخت عصبي او ټکان خوړلی ؤ ، د امریکې پر خلاف يې پر دوو سمبولیکو بریدونو بسینه وکړه ، له دې څرګندېږي چې ایران د خپل غښتلي حریف سره په جګړه کې د ښکېلېدو هوډ نه لري او غواړي خپله جګړه تر سیوري لاندې پرمخ بوځي. او کیدی شي لکه د پخوا د وژنو پټ عملیات د خپلو نیابتي ډلو په وسیله ترسره او پرمخ بوځي او لږ تر لږه د نفتو او تیلو د لېږد بهیر له ستونزو سره مخامخ کړي. خو حالت اوس له پخوا زیات توپیر کړی او کړکېچ ورځ تر بلې زیات او پراخېږي.

د صدام حسین له نسکورېدو وروسته ایران په آسانۍ سره وکولی شو په عراق کې خپل اغیز او نفوذ په بې ساري توګه پراخ کړي او خپل پلویان د عراق د دولت په ټولو برخو کې ځای پر ځای کړي او د عراق کورني او بهرني سیاست ته لوري ورکړي ، سلیماني د عراق صدراعظم مالکي ته په یو اس ام اس کې لیکلي ؤ چې «دا زه یم چې د افغانستان، عراق، یمن ، سوريي ... په اړوند پریکړه کوم» .ددې خلاف امریکې ونه شوکولی په عراق کې خپل پلویان په پښو ودروي او خپل اغیز او نفوذ پراخ کړي او په دغه کار کې نه یوازې پاتې راغلی بلکې ماتې يې خوړلې . نو ځکه ایران د خپل پراخ اغیز څخه په کار اخیستلو سره کولی شي امریکې ته په عراق کې لويې ستونزې رامنځ ته کړي، لکه همدا اوس د عراق پارلمان له عراق څخه د امریکايي پوځيانو د وتلو غوښتنه رامخ ته کړې. ایران د خپلو نیابتي ډلو په وسیله کولی شي د امریکانو دپاره عراق په تنور واړوي. پر سلیماني برید هم په همدې دلیل ترسره شوی څو ایران ته ووايي که تاسې هغسې وکړئ نو موږ به ستاسې پرخلاف داسې وکړو.

د سلیماني له وژلو وروسته ایراني واکمنو له سیمې څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو شعار رامخ ته کړ او عراقي پارلمان چې د ایران پلوو په واک کې دی له عراق څخه د امریکې د ایستلو پریکړه وکړه. امریکې له عراق څخه خپل وتل د هغه پيسو د بېرته تر لاسه کولو سره غوټه کړل چې امریکې په عراق کې د خپل شتون له وخته لګولي دي.

ترامپ چې لا د پخوا له عراق څخه د خپلو عسکرو د ایستلو خيال درلود ، د سلیماني وژنه به هغه ته دغه دلیل او بهانه په لاس ورکړي څو د عسکرو د ایستلو کار ګړندی کړي. امریکا کېدی شي د راکټونو او د بې پیلوټه آلوتکو په وسیله خپله جګړه جاري وساتي داسې جګړه ، لږ لګښت او کم خطرلري لکه د سلیماني وژنه چې لږ لګښت ترسره شوه. دا کار امریکې پخوا په لبنان او سومالیا کې هم کړی دی په ۱۹۸۳ کال له لبنان څخه ووتل او په ۱۹۹۳ کې له سوماليې څخه ووتل او اوس هم له افغانستان څخه د وتلو هلې ځلې کوي. خو سره له دې هرڅه عراق د امریکې دپاره زیات ارزښت لري ځکه هلته يې په میلیاردونو ډالره لګولي دي او زیات انساني تلفات يې ورکړي دي. خو څرګنده نه ده چې ایران به له دغه په شاتګه ګټه پورته کړي که د یوې سوزونکې جګړې په اور کې به ځان ښکیل کړی.

د سلیماني وژنه به د ایران بهرنۍ کړنلاره ټکنۍ او له ګډوډۍ سره مخامخه کړي او د ایران دننه به هه نارضایتۍ م د اقتصادي ستونزو له امله د خلکو زیاتېدونکې نارضایتي نوره هم زیاته کړي، چې ددې نارضایتۍ څپې همدا اوس پیل شوي دي او د اوکرایني آلوتکې رالوېدو دغه نارشایتۍ ته نوی ځواک ورکړ. د واک دننه سیالۍ به د سلیماني په نه شتون کې نور هم زیاتوالی ومومي. ایران د ستر آزمایښت سره لاس او ګرېوان دی.