طالبان د سولې او که د فشار کمولو په هڅه کې دي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
اېمل پیاوړی
په پام کې ده چې وسله وال طالبان دا ځل په  چین کې مذاکراتو ته کېني، مګر دغه ډول ناستې به تر هغو ‏پورې پایلې ونه لري چې د افغان دولت استازیتوب په کې نه وي او یا هم د هیواد په داخل کې ترسره نشي، ‏ځکه چې د طالبانو مقابل جهت افغان دولت دی او دا هیڅ امکان نه لري چې د مقابل لوري له حضور پرته ‏دې اوسنۍ جګړه پای ومومي، نو د دې لپاره حتمي او ضروري ده چې افغان دولت نه یوازې ډ سولې په ‏مذاکراتو کې ورشریک شي،
بلکې دغه مذاکرات باید د افغان دولت په مشرۍ او مالکیت ترسره شي.‏
د سولې د دغه ډول بې مانا مذاکراتو دوه تعبیره کېدلی شي، یو دا چې وسله وال طالبان غواړي په دې ډول ‏له امریکا څخه امتیاز ترلاسه کړي او کررار کرار د سیمې له هیوادونو سره خپلې اړیکې وغځوي، دویمه ‏داده چې ممکن دوی په دې ډول غواړي چې په جنګ کې پر دوی شته فشار راکم کړي، ځکه کله چې د ‏ژمۍ موسم په رانیږدی کیدو شی د پاکستان حکومت د سولې په نوم هلي ځلي شروع کړی خو په حقیقت کې ‏هغه د سولې هڅي نه کوی بلکې دوی له یوې خوا افغان حکومت له طالبانو سره د سولې په نوم د هغه ‏سیمو له عملیاتو څخه لری ساتې چې د دولت مخالفینو ته مهمی او د تګ راتګ لارې دی او له بل پلوه ‏دوی طالبانو مهمات ، د جنګ تکتیکونه او مالۍ مصارفو کومک کوی .‏
که موږ د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې ۱۰ میاشتیني خبري وګورو نو تر اوسه پوری یې کومه لاسته ‏راوړنه نه لرله هر کله به چې د طالبانو او امریکا تر منځ خبري شروع شوی نو په هغه وخت کې به ‏جګړۍ شدت واخیسته .‏
افغان حکومت د سولې لپاره په هر هغه حرکت ټینګار کوی چې مالکیت یې افغان حکومت ته وسپارل شی ‏او هر هغه هیواد چې د افغان سولې لپاره غونډه جوړوی د یو دریم ګړی هیواد په صفت خپل رول ولوبوی.‏
له همدی امله موږ ویلی شو که د چین هیواد د جوړیدونکې غونډې مالکیت افغان حکومت ته ورکړی او د ‏یو ناظر په صفت خپل رول ولوبوی نو د چین په هیواد کې جوړیدونکې غونډه به د افغانستان د کشالي د حل ‏لپاره یوه ښه او له لاسته راوړنو ډکه غونډه وی .‏
پکار دی چې د سولې لپاره له برابرو شویو  فرصتونو څخه اعظمي استفاده وشي، ځکه چې له یوې خوا ‏څلوېښت کلن جنګ او بحران زموږ د خلکو ژوند تریخ کړی دی او له بل لوري هره ورځ مو لسګونه ‏هیوادوال بې موجبه وژل کېږي، نو وسله والو طالبانو ته ښایي چې د جنګ پرځای د سولې او له دولت سره ‏د مذاکراتو لاره اختیار کړي.‏
‏ ‏