که امان الله خان ژوندی وای، حتما یې غني ښکلاوه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
د اعلیحضرت غازي امان الله خان د وطن پالنې او د هیواد پرمختګ سره د مینې او په دې برخه کې د نوموړي جدي او عملي هڅې او اقدامات د هیچا له سترګو پټ نه دي او نږدې لږ او ډېر ټولو ته لاس په لاس دا کیسې او د هغه ژوندۍ بېلګې رسېدلي دي
.
وایي د کابل لومړنی منتخب ښاروال غلام محمد فرهاد چې خلکو به له مینې پاپا باله، په خپل وخت کې بې جوړې انسان و، ځکه نوموړي په ښاروالۍ کې پام وړ بدلون راوست او په کابل کې چې کوم سرکونه، ښار او ودانۍ لرو دا ټول د هغه د زحمتونو پایله ده او نوموړی چې کله ایټالیا ته تللی و، نو اعلیحضرت غازي امان الله خان په غېږ کې نیولی او په دواړو مخونو ښکل کړی وو او ورته ویلي یې و زه خبر شوی یم چې تاسو نه یوازې وطن ته ډېر کار او خدمت کړی، بلکې د کار او خدمت روحیه مو په خلکو کې پاللې او ایجاد کړې ده.
نو که اعلیحضرت غازي امان الله خان ژوندی وای، نو د پاپا په څېر به یې ولسمشر غني هم په غېږ کې نیولی او په دواړو مخونو ښکل کړی وای او دا به یې ورته ویلي وای چې ته واقعا بې جوړې یې چې په هیواد کې له څلوېښت کاله جنګ او ورانیو وروسته دې د هیواد د پرمختګ، امنیت او ثبات په برخه کې داسې ګامونه واخیستل چې هیچا یې هم توقع نه لرله.
ولسمشر غني به یې په دې هم ستایلی وای چې د افغانستان بقا، د هیواد روښانه راتلونکي، په خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو بنسټونو دې خلک باورمن کړل او هغوی ته دې دا هیله ورکړه چې موږ دا ظرفیت لرو چې له جګړو او دغومره اوږدو بحرانونو وروسته یو ځل بیا په خپلو پښو ودرېږي، یو ځل بیا له نورو سره د ځان د سیال کولو هڅه وکړو او یو ځل بیا خپل خلک د عزت، امنیت او ثبات خاوندان کړو.
که اعلیحضرت غازي امان الله خان زموږ په منځ کې نشته چې د ولسمشر ستاینه وکړه،  مګر افغان ولس یې قدردان دی او د ده د کار او خدمت ارزښت یې درک کړی دی. ولسمشر غني دا مهال د خپلو خدمتونو له برکته د ولسونو په زړونو کې ځای لري. د همدې لپاره ولس یو ځل بیا غني غواړي او په ولسمشریزو ټاکنو کې یې د ده ټینګ ملاتړ وکړ.