عبدالله او پلویان یې ولې د لوبې قواعد نه مراعتوي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدبشیر یوسفزوی
له یو، یو نیم کال راهیسې ولسمشر غني همدا خبره کوله چې ټاکنې به کېږي، رڼې به کېږي، ښې به کېږي، سراسري به وي او خامخا به کېږي، نورو ته به دا ټوکې ښکارېدې، ځکه دوی به کله په زړه کې دا ګوړې ماتولې چې ګواکې اداره بدلېږي، موقت حکومت راځي، امریکا ټاکنې نه غواړي. سوله کېږي. طالبان راځي او داسې نور سل او شل دلایل به یې د ځان د خوشالولو لپاره تراشل
.
په وروستیو میاشتو کې په رښتیا هم وضعیت داسې خړ پړ شو او سیاسي حالات بدل رابدل شول او حتی د امریکا نیت او ادارې په کې بدلې شوې او له ولسمشر غني مه واره ټولو دا ګڼله چې رښتیا هم ټاکنې نه کېږي او کیسه ورانه غوندې شوه او لکه چې هر څه بیا له سره او له صفره پیل شي، مګر ولسمشر غني په زغرده وویل چې دلته د تصمیم صلاحیت افغانان لري، هیڅوک زموږ په لاسته راوړنو، سرښندنو او نظام معامله نشي کولی او جمهوریت زموږ سره کرښه ده.
ولسمشر غني د دې ټولو ترڅنګ په همغه جدیت او قوت د ټاکنو خبره مطرح کوله او حتی په بین المللي کنفرانسونو او ملاقاتونو کې به یې هم همدا ویل چې خپل څارونکي باید د ټاکنو دشفافیت لپاره افغانستان ته راواستوي، لا هم د هیچا زړه ته نه لوېده چې ټاکنې دې وشي، حتی د ولسمشرۍ نوماندان هم په دې باوري نه وو او په همدې خاطر به یې ځینې مهال ترټاکنو سولې ته ارزښت او لومړیتوب ورکاوه، مګر ولسمشر غني به ویل سوله او ټاکنې دوه موازي او ملي پروسې دي او موږ به دواړه ترسره کوو، یوه د بلې مخه نشي نیولی او نه هم چاته د دې اجازه ورکوو چې د سولې په پلمه زموږ د ټاکنو مخه ونیسي.
کله چې ټول په دې پوه شول چې ټاکنې ولسمشر غني حتما ترسره کوي، نو بیا یې د ټاکنو پروسې د تخریب هڅه پیل کړه، ډاکټر عبدالله او د ده پلویانو به ویل چې حکومت په ټاکنو کې درغلي کوي او ولسمشر غني به هر څه د ځان په ګټه تمام کړي، مګر هیچا هم نه ورته ویل چې داسې ده، نو بیا نظارت قوي کړئ، خپل ناظرین زیات کړئ او که دغسې موارد او شواهد لرئ، نو ولې یې له رسنیو او نړیوالې ټولنې سره نه شریکوئ.
مګر اصل خبره دا وه چې نه جعل و، نه لاسوهنه وه او نه له دولتي امکاناتو د استفادې موضوع وه، اصل خبره دا وه چې ډاکټر عبدالله دا حس کړې وه چې هیڅوک هم ورته رایه نه ورکوي، ډاکتر غني بې چون او چرا بریالی دی، نو په دې خاطر یې د ټاکنو نه ترسره کېدو ته پلمې لټولې اوس چې ټاکنې ترسره شوې دي، نو د ټاکنو د پایلو په اړه دغسې مشکوکې څرګندونې کوي او غواړي چې په دې اړه عامه اذهان خراب کړي، مګر اوس خلک هم پوهېدلي او هم هوښیار شوي دي او د عبدالله او د هغه د پلویانو پروپاګند ته ارزښت نه ورکوي. نو پکار دی چې دوی د لوبې قواعد مراعت کړي او د کمېسیون له لوري د ټاکنو د پایلو اعلان ته منتظر پاتې شي.