عبدالله او حکمتیار سرتېرو ته ملامت دي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ګلرحمن رحماني
کله چې په افغانستان کې د کمپاینونو رسمي ورځي پیل شوې هغه اشخاصو چې ځانونه یې ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند کړی وو، د کمپاینونو په دوران کې ځینو نوماندانو سرتېرو ته سپکې سپوری کولې، خو د دغو نوماندانو له منځ څخه محمد اشرف غني تل د امنیتي ځواکونو مېړانه ستایلې او په ټېرو پنځو کالو کې د خپلې واکمنۍ پرمهال یې د دوی له هرې ستونزې نه یوازې ځان خبر کړی،
بلکې د حل مناسبې، عاجلې او معقولې لارې یې ورته وسنجولې او وموندلې. د ده د پاملرنې له برکته امنیتي او دفاعي ځواکونو په مسلکي لحاظ زیات پرمختګ وکړ او د ډېرو د پام وړ وګرځېدل.
مګر د دې برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله چې د ملي وحد حکومت سهمدار او نیم شریک و، په تېرو پنځو کالو کې یې نه یوازې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کومې ستونزې حل ته رسیدګي نه ده کړه، بلکې کله چې په افغانستان کې د شهیدانو اوونۍ یا د شهید احمدشاه مسعود د مړینې د تلین د لمانځلو ورځ وه، د کابل په ښار کې یو شمیر کسان د امنیتي ارګانونو له خبرتیا سره سره بیا هم له وسلو سره راوتي وو او په ښار کې یې خپل سرې ډزي کولې چې په پایله کې امنیتي او دفاعي ځواکونو  د حالت د عادي کولو په موخه ډېری هغه خلک ونیول چې له ځان سره یې وسلې لرلې او په ښار کې یې نظم ګډوډ کاوه .
عبدالله عبدالله چې ځان یې ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند کړی و، د لویې جرګې د تالار په خیمه کې یې یوې غونډي ته وویل چې افغان ځواکونو تېره ورځ سم کار ندی کړی، ځکه امنیتي ځواکونو هغه اشخاص د ښار داخل ته پرېنښودل چې د شهید اوونۍ یې لمانځله ، حتی د امنیتي ځواکونو چلند یې غیرانساني او غیرمسلکي بللی و. د یادونی وړ ده چې د عبدالله عبدالله په دغه خبره باندې د هیواد ډېر وګړو د ده څرګندونو ته غبرګونونه وښودل او ورته یې وویل چې باید عبدالله عبدالله له سرتېرو څخه بښنه وغواړي .
د شنبې په ورځ د حزب اسلامي مشر او د ولسمشرۍ بل نوماند ګلبدین حکمتیار په کابل کې یوې کمپایني غونډي ته وویل (هره ورځ لس دولس جنازې بدخشان ته وړل کېږی هیڅ وژل شوی سرتېری د جګړې په تقدس او سپیڅلتیا باور هم نه لري دوی اقتصادي مجبوریتونو اړ کړي دي چې د امنیتي ځواکونو لیکو ته ولاړ شۍ) .
ډېر د افسوس ځای دی چې د یو حزب مشر او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند حکمتیار د سرتېرو په باره کې غلطې څرګندونې کوي حال دا چې سرتېری مو د معاش نه، بلکې د وطن د ساتنې لپاره په سنګرونو کې پراته دي او د خپلو وینو او د سر په بیه له وطن او ناموس څخه دفاع کوي .