د ملا هیبت الله د مرګ اوازه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
غلام محمد رحماني
غیر رسمي منابع وایي چې په کویټه کې پر یو جومات په وروستي تروریستي برید کې د طالبانو مشر ملا هیبت الله سخت ټپي شوی و چې وروسته یې بیا په کوم روغتون کې ساه ورکړې ده. که دا خبر دروغ هم وي، مګر د پاکستان او طالبانو ناتعریف شوې اړیکې لا باوري کوي او ولس ته دا پوښتنه مخې ته ودرېږي چې ولې د طالبانو ټول مشران په پاکستان کې دي؟ پاکستان او طالبان یو له بل سره څه اړیکې لري؟
ولسمشر غني بار بار ویلي دي چې موږ له نړۍ سره د نړیوالو نورمونو او اصولو په اساس اړیکې لرو او دغه اړیکې پالو، مګر طالبان او پاکستان دې مهرباني وکړي او دوی دې خپلمنځي اړیکې ولس ته واضح او تعریف کړي چې د دوی اړیکې په کومو اصولو استوارې دي؟
د طالبانو لوړ پوړې چارواکو دا ځل هم د پاکستان په دستور هڅه کړی چې د ملا هیبت الله مرګ د دوی د پخوانی مشر ملا محمد عمر د مرګ په څیر پټ وساتل شی تر څو د طالبانو ډلې د پاشل کیدو مخه ونیول شی .
د پاکستان پوځ او طالبانو دا خبر ځکه پټ وساته چې داسې نه شي چې د طالبانو تر منځ بیا د مشرۍ پر سر جنجالونه رامنځ ته شي او جګړه کې تفرقه رامنځ ته شی او د ولسمشرۍ ټاکنې کامیابه ترسره شی ځکه څو ورځي وروسته په افغانستان کې ولسمشریزی ټاکنې ترسره کیدلی ، طالبانو او د پاکستان حکومت نه غوښتل چې په افغانستان کې ولسمشرۍ ټاکنې په ښه ډول ترسره شی او یاده پروسه دی کامیابه ترسره شی په همدی هدف طالبانو د پاکستان په دستور دغه خبر پټ وساته .
که چېرې طالب جنګیالي وایي چې دا خبر دروغ دی، نو دوی دې لطفا ووایي چې د دوی هغه مشر چې طالبان یې هره ورځ په هیواد کې انتحار او انفجار ترسره کوي او د هغه په لارښوونه عام افغانان شهیدانوي، دا دې په ډاګه کړي چې د دوی مشر چېرې اوسېږي؟
کله چې طالبان دا ادعا کوي چې د هیواد زیاته خاوره د دوی په ولکه کې ده، نو بیا ولې د دوی د مشر د اوسېدو ځای پټ دی او یا ولې د دوی هر مشر په پاکستان کې اوسېږي؟ دا او دېته ورته نورې پوښتنې چې تر څو ځواب نشي، طالب به د القاعده، ای ایس ای او پاکستان د لاسپوڅي په توګه د ولس په ذهن کې ځای ولري، ځکه طالب رښتیا هم مستقل وي، نو خپل استقلالیت دې ثابت کړي.