ولسمشر غني د زړه سل بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
اېمل پیاوړی
د روان کال د تلې په یولسمه نېټه ولسمشر غني د ملي امنیت د افشارو اداري کمپلکس کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د زړه سل بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده. دغه روغتون په دیارلس جریبه ځمکه کې د تلخونې په ګډون په څلورو پوړونو کې په نړیوالو نورمونو جوړېږي.
دغه ودانۍ د اړتیا پرمهال له اتو څخه تر لسو پوړونو پورې د لوړولو او دوه سوه بستریز روغتون ته د ارتقاظرفیت لري. ملي تدارکاتو ادارې له صفت ساختماني شرکت سره د ۳۵۷،۶ میلیون افغانیو په ارزښت د یاد روغتون د جوړولو تړون لاسلیک کړی چې په درې کالو کې یې چارې بشپړېږي.  
جمهوررئیس غني په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا او د زړه سل بستریز روغتون د مبارکۍ پرمهال امنیتي او دفاعي ځواکونه د هیواد او ټولو هیوادوالو ویاړونه وبلل او هغوی ته په خطاب کې یې وویل، ستاسو د هر یوه زړه زما زړه ته نېغه لاره لري او ستاسو زړونه چې شپه او ورځ هیواد ته د کار او خدمت لپاره تپېږي، د لا زیاتې قدردانۍ ترڅنګ یې له دې وروسته په کوردننه درملنه کېږي.
جمهوررئیس د دغه روغتون د جوړولو لپاره درې کلونه زیات وبلل او په ټینګار یې اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې  چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د زړه سل بستریز روغتون قراردادي شرکت دې وهڅوي چې د جوړولو چارې په دوو کالو کې بشپړې کړي او همدارنګه دې په مسلکي پرسونل د پانګونې ترڅنګ له ملي تدارکاتو ادارې سره په همغږۍ د یاد روغتون لپاره ټول د اړتیا وړ وسایل اولوازم برابر شي.
نوموړي له ډاکټر حشمت الله نوابي څخه د دغه روغتون د نظر او وړاندیز او له دې امله مننه وکړه چې د غازي امان الله خان روغتون یې په یوه نمونه یي روغتون بدل کړی دی. همدارنګه یې هیله څرګنده کړه، چې د پولیسو روغتون هم ژر تر ژره په یو نمونه یي روغتون بدل شي. د دې ترڅنګ یې د ملي امنیت د روغتیایي خدمتونو رئیس ته وویل چې د روغتونونو د لا ښه والي او تجهیز په اړه خپل وړاندیزونه په لیکلي ډول له جمهوري ریاست سره شریک کړي. هغه زیاته کړه، د نظامي روغتونونو روغتیایي خدمات ښه شوي، مګر په ملکي روغتونو کې لا هم ستونزې موجودې دي او زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري.
د دغه روغتون جوړول له دې اړخه مهم دي چې له دې وروسته به زموږ اتلان پردیو هیوادونو کې د خپلو ناروغو زړونو درملنې پسې سرګردانه نه وي، بلکې د دوی او د دوی د کورنیو د زړه د ناروغیو درملنه به په هیواد کې دننه په ښه معیار ترسره کېږي.