د مشورې اصل ته د ولسمشر درناوی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
اېمل پیاوړی
له بده مرغه د ولسمشر غني سیاسي مخالفین په ډېره سپین سترګۍ نوموړی په دې تورنوي چې هر څه یې انحصار کړي او ټول تصامیم یې په خپله ولکه کې نیولي دي، حال دا چې ولسمشر غني په هره ملي او مهمه مسله کې نه یوازې له سیاسي مشرانو، بلکې د هیواد له بېلابېلو اقشارو سره مشورې کړي، د دوی نظرونه یې اخیستي، د دوی وړاندیزونه یې اورېدلي او دوی یې په تصامیمو کې شریک کړي دي
.
ښاغلی غني وایي، دا د مشورو وطن دی، یوازې د روژې په مبارکه میاشت کې زرها وطنوالو سره مې ليدل وکړل او د اختر په ورځ تقریبا څلور زره نورو ته مې د اختر مبارکي وویله، زه ټولو سره روغبړ کوم. ۹۵ فیصده دا خلک چې راغلل ماته یې ویل سوله غواړو. د روژې میاشت کې د ۳۴ ولایتونو قاریان او د حج او اوقافو رئیسان ارګ ته راغلل، او ټولو د سولې غوښتنه وکړه.
هغه زیاتوي، زما د انتخاباتي کمپاین اوله ژمنه سوله وه او ټولو ته مې وویل اول کار به مې دا وي چې سوله راولم، زما تګلاره سوله وه او سوله ده. له حزب اسلامي سره سوله د دغې ژمنې د پوره کولو اول قدم وو، چې له اوږدو مذاکراتو وروسته بریالۍ شوه. اوس به وړاندې ځو، د سولې لپاره زموږ هر قدم په پلان او ستراتېژۍ استوار دی، عاجل او احساساتي نه دی.
نو لنډه دا چې ولسمشر غني په هره رسمي، ملي او مهمه مسله کې د اړوندې برخې، د هیواد د سیاسیونو، ملي شخصیتونو او د ټولنې د بېلابېلو اقشارو سلا مشوره اخیستې او د هغو په رڼا کې یې تصمیم نیولی دی. په هره تصمیم او مهمه پرېکړه کې یې د ولس مشورو ته ارزښت ورکړی دی او د هیواد عالي منافعو ته په پام یې اقدام کړی دی.