ټولنیزې رسنۍ دې مثبت او ملي جهت خپل کړي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

 

رسنۍ په یوه دیموکراتیکه ټولنه یا ولسواکه فضاء کې خلک ، مدني ټولنې ، او دولت یو له بل سره وصلوي. د حکومت او ولس تر منځ د یوه پله حیثیت لري، ځکه رسنۍ هغه ستونزې او مشکلات چې عام خلک ورسره لاس او ګریوان وي حکومت ته رسوي او له حکومت یې د حلولو غوښتنه کوي .

له بلې خوا حکومت د همدغو رسنیو له لارې د خلکو غږ او غبرګون اوري او حکومت د هغه مطابق خپل ځان او برنامې عیاروي . ټولنیزې رسنۍ د ارتباطاتو یا اړیکې ټینګولو یوه ښه او اسانه وسیله ده، نو له همدې امله باید په ټولنیزو رسنیو کې د هغو اشخاصو او افرادو افکار خپاره شي چې د ولس او هیواد په خیر وي او خلکو ورڅخه په عملي او ورځني ژوند کې استفاده وکړي، مګر له بده مرغه موږ ګورو چې زموږ رسنۍ د وینا د ازادۍ له حق څخه په ناوړه استفادې ډېر وخت داسې موارد خپروي او داسې دریځ اختیاروي چې د هیواد، نظام، ولس او هر څه په زیان وي.

لکه څرنګه چې پوهیږو هره وسیله د استعمال لپاره مثبته او منفی لار لری د مثال په ډول د جنګی الوتکې د جوړیدو اصلی هدف له یاد هیواد څخه دفاع کول وی خو کله یې چې د یو بل هیواد په مقابل کې له کوم نقصان پرته استعمالوي، نو دا یې منفي استعمال دی، زموږ په هیواد کې هم اکثره رسنۍ د منفي موخو لپاره استعمالېږي او دا کار قصدي او په لوی لاس کېږي .

اوسنی عصر چې د ټکنالوجي او پرمختګ وخت یې هم بولي او ډېر شمېر خلک په اوسني وخت کې د انټرنیټ کارولو ته لاس رسی لری ، انټرنیټ چې د هر ډول معلوماتو د راټولولو یوه ښه او اسانه وسیله ده خو که همدغه انټرنیټ موږ په غیر مشروع لارو یعنی د انټرنیټ په وسیله که موږ غیر اخلاقی تصویرونه او ویډیوګاني ګورو نو موږ یې په خرابه طریقه استعمالوو او دا دوه تاوانه لري یو دا چې موږ بې ځایه اصراف کوو او بله دا چې موږ خپل قېمتي وخت ورباندې لګوو، نو پکار دی چې موږ هم باید له خپل وخت او هم له خپلو امکاناتو څخه اعظمي او مثبته ګټه واخلو .

فیسبوک چې په اوسنی وخت کې د مبارزی کولو او حق غوښتلو لپاره تر ټولو ښه ، اسانه او ارزانه وسیله ده ځکه د فیسبوک له لاری موږ کولی شو هر ډول اوږده معلومات له خلکو سره په یو وخت کې شریک کړو . په فیسبوک کې باید کوښښ وشی چې داسی مطالب ، تصویرونه ، ویډیوګانی او معلومات شریک شی چې غیر اخلاقی او غیر منطقی نه وی ځکه په فیسبوک کې چې یو شخص څه شی خپروی د هغه شخصیت پوری اړه لری .په فیسبوک کې باید داسی مطالب خپاره شی چې د ټولنی د اصلاح او د تعلیم د کچی د لوړیدو لپاره ګټور وی ، په فیسبوک کې باید له بیځایه مطالبو ډډه وشی .

موږ باید هم د رسنیو د مسوولینو، هم د رسنیو د فعالینو او هم د رسنیو د مینه والو په توګه باید هغو ته مثبت جهت ورکړو او له منفي شیانو او جهت څخه یې را وګرځوو.