غني یې کولای شي!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
عبدالکریم مرام
 
ولسمشر غني په ډېرو سختو شیبو کې یانې په ۲۰۱۴ کال د چارو واګې واخیستې او په ډېر متانت او تدبیر یې د ګړنګ په سر ولاړ افغانستان چې د هیواد دښمنانو او بدخواهانو یې د لوېدو شیبې شمارلې بېرته راتکیه کړ، نو په همدې خاطر ولس دې نتیجې ته رسېدلای چې غني یې کولای شي او د پنځو نورو کالو لپاره یې بیا د ولسمشر په توګه غواړي
.
ولسمشرغني د فساد پروړاندې مبارزه کوي، په حکومت کې د ښځو د ونډې پراخوالي غواړي، د متوازن انکشاف او پرمختګ پلان درلودونکی او په هره برخه کې د یو معیار او جوړښت خاوند دی یوازې او یوازې ولسمشر غني دی.
مونږ له دولت جوړونکي ټیم څخه ځکه ملاتړ کوو چې ولسمشر غني په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان په جنګي تاریخ کې په لومړي ځل له اسلامي حزب سره د سولې تړون او له وسله والو طالبانو سره درې ورځنی اوربند تجربه او عملي کړ. دا په داسې حال کې وو چې ځینې مشران له وېرې او ترهې د اوربند پرمهال له هیواد څخه وتلي وو او دوی د یو بحران د رامنځته کېدو وېره او اندېښنه لرله، مګر ولسمشر غني په ډېر درایت او ښه توګه یاد اوربند مدیریت کړ.
‎دا د ولسمشر غني هڅې او کوښښ وو چې د اسلامي نړۍ د هیوادونو او په ځانګړي ډول د سعودي عربستان سکوت یې مات او بې تفاوتي یې پایته ورسوله او هغوی یې دېته وهڅول چې د مکې مکرمې له ممبره د افغانستان د سولې په ملاتړ فتوا صادره شوه.
‎په تېرو څلورو کلونو کې د تېر حکومتونو په پرتله زیات زورواکان یا ونیول شول او یا هم له زوره ولوېدل. مفسدین او غاصبان دا مهال یا په زندانونو کې دي، یا یو او بل ځای غلي شوي دي.
‎هغه پاکستان چې زمونږ اقتصاد د هغوی په یوه میاشت لارو بندېدو پورې تړل شوی و نن نړیوال په اسانه قرض نه ورکوي.
له منځنۍ اسیا سره د افغانستان نښلول او په ځانګړي ډول د ریل پټلۍ پرانستله.
په روانو څلورو کلونو کې د تر ټولو زیاتو پرمختیایي پروژو پرانسته وشوه. د افغانستان اوبه چې ولسمشر غني یې زموږ ملي ابرو بولي خوندي شوې او لا یې هم د خوندي کېدو هڅې روانې دي.
پوره 40 کاله وروسته د افغانستان 50 سلنه بودیجه خپله کورنۍ بودیجه ده.
دا څو هغه نمونې وې چې مشت نمونه خروار مو یاد کړل ولسمشر ‎غني نور څه وکړي؟ هو ډېر نور څه کولی شي او کوي یې خو دا هر څه له وخت پورې تړلي دي، نو ځکه مونږ او تاسې ټول په یوه خوله او یوې ارادې پنځه کاله نور فرصت ورکوو چې د دې ځورېدلي او کړېدلي هیواد زخمونو ته ټکور شي.
‎پنځه کاله نور وخت ورکړئ چې نړۍ درته ګوته په غاښ کړي. د ولسمشر غني غېږه پراخه، هیلې او امیدونه یې ځوان او د مثبت فکر درلودونکی دی، نو زه بشپړ باور لرم چې د خدای په توکل، د ولس په ملاتړ او د ښاغلي غني د فکر، پوهې او تدبیر له برکته به افغانستان بېرته خپل عظمت، ثبات او پرمختګ ته ورستون شي.