سرپرست حکومت د نوماندانو موخه که پلمه؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ګلرحمن رحماني
تېره اونۍ په کابل کې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ۱۲ نوماندانو د یوی غونډې په ترسره کولو سره افغان ولسمشر محمد اشرف غنی ته وویل چې باید زموږ دوه غوښتنې ومنې (لمړی ، سرپرست حکومت رامنځ ته کړه ، دویم ، که سرپرست حکومت نه رامنځ ته کوې باید د غبرګولى له لمړۍ نېټې ورهاخوا باید د هیواد چارې یو مسول شخص ته وسپارئ) پوښتنه دا ده چې دوی ولې د سرپرست حکومت غوښتنه کوي ؟
د افغانستان د اساسي قانون پر بنا (د ولسمشر دنده تر ټاکنو وروسته د پنځم کال غبرګولي میاشتې په لمړۍ نېټه پای ته رسېږي ، د ولسمشر د دندې تر پای ته رسېدو مخکې د نوي جمهور ريیس ټاکلو لپاره ټاکنې له ۳۰ څخه تر ۶۰ ورځو مودې پورې کیږي) .
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وویل موږ د ولسمشریزو ټاکنو لپاره کافي بودیجه او امکانات نه لرو نو له همدې امله شاید د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډېږي په همدې اساس د ولسمشر محمد اشرف غني کارې موده د سترې محکمې لخوا وغځېده او یاده موده یې تر ولسمشریزو ټاکنو وغزوله ، پدی معنی هر کله چې انتخابات وشول او د انتخاباتو د نتایجو د ګټلو په صورت به ولسمشر خپله څوکې کامیاب نوماند ته  پرېږدي، تر هغې مخکې ولسمشر څوکۍ نشی پریښودلې .
هغه نوماندان چې د سرپرست حکومت (موقت حکومت) د رامنځته کولو هلی ځلی کوی دوی د ستری محکمې پرېکړه نه مني ، ځکه ستری محکمی په واضح توګه وویل چې د هیواد حالاتو ته په کتو د محمد اشرف غنی موده تر راتلونکو انتخاباتو او منتخب ولسمشر پورې ده .
 د دوی اصلی هدف دادی چې محمداشرف غني له نوماندۍ څخه ګوښه او منصرف شي ځکه که افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د دویم ځل لپاره واک ته ورسېږي، نو ټول هغه اشخاص چې ځان تر قانون لوړ بولې راکش ، قانون به پرې عملي کړي ، هغه کسان چې زورواکي او د قانون څخه سرغړونه کوي زندانونو ته راکش او خپله سزا به وویني.
د دغو نوماندانو تر شا د هغو اشخاصو او ګوندونو لاسونه دي چې تورې پیسې یا هغه روپۍ چې د غیر قانوني لارې څخه یې راټولې کړې وي، نو په همدی خاطر دغه ګوندونه او نوماندان نه غواړی چې د دوی کړنی افشاء او دوی سره حساب او کتاب وشی .
په دغو نوماندانو کې یې زیاتره هغه اشخاص موجود دې چې په اوسنی حکومت کې یې په لوړو څوکیو دنده درلوده خو کله چې د ولسمشر محمد اشرف غنی لخوا په خپله دنده کې د بی کفایتی له امله وشړل شول دوی له ولسمشر محمد اشرف غنی سره یو ډول مخالفت وښود او ولسمشر محمداشرف غنی ته ډول ډول خنډونه رامنځ ته کوی تر څو په راتلونکې کې ولسمشر محمد اشرف غنی ته څوک رایه ورنه کړی .
په افغانستان کې سرپرست حکومت نه تر دې وړاندې بریالی و او نه تر دې وروسته چاته د منلو وړ ده، ځکه چې دا مهال د موقت او سرپرست حکومت لپاره هیڅ اړتیا نه لیدل کېږي او نه هم د دې لپاره