حکمتیار له بې برنامګۍ د ملي شخصیتونو سپکاوی وکړ

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
مطیع الله سحر
موږه او تاسو په خپلو سترګو وليدل او په خپلو غوږونو مو واورېدل چې د حزب اسلامي مشر او ولسمشرۍ ته نوماند ګلبدين حکمتیار له طلوع نیوز خصوصي تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې د خپلې بې برنامګۍ له وجې د افغانستان ملي شخصيتونو ته سپکاوی وکړ.
هغو شخصیتونو ته چې په هغو باندې افغانان څه چې د نړۍ هر وطن پرست شخصیت  پرې وړیاړي او د هغه د نوم په اخيستلو سره یې په وجود کې وينه په جوش راځي. او له ډېرې مينې خپل ځان هم نشي کابو کولی.
ګلبدین حکمتیار په خپلو خبرو کې وويل چې ماته شاه غازي امان الله خان او ډاکتر نجیب هېڅ قهرمانان ندي او نه یې د هیواد لپاره داسې کوم کار کړی چې مونږه په هغه باندې  فخر وکړو. حکمتیار خو په دې هم نه پوهېده چې د احمد شاه مسعود او د شاه غازي امان الله خان تر مينځ فرق وکړي. او ښاغلي په یاده مرکه کې نه یوازې دغو شحصیتونو ته سپکاوی وکړ بلکې د هیواد زړورو امنیتي او دفاعي ځوکونو ته یې هم سپکاوی وکړ.
د ګلبدين په خبرو کې له ورایه نفرت، عقده، خود کمبیني او شعاري ژبه د سړې جګړې محصول دی. حکمتیار له امنیتي ځواکونو نیولې ان تر غېر حزبي عامو افغانانو پورې ټولو نه کرکه لري. د حزب پرته ورته نور انسانان هم نه ښکاري. ځکه خو ده په خپلو خبرو کې له حزبیانو پرته نورو ټولو پورې منفي خبرې وکړې.
ګلبدین حکمتیار چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته هم ځان نوماند کړی دی او د ښاغلي دې مرکې ته افغانان په دې تمه ول چې حکمتیار که چېرته په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی شي کوم پلانونه او څه ډول فکر لري چې په راتلونکو پنځه کلونو کې یې دی د هیواد لپاره تر سره کړي. پرته د ولسمشرۍ څوکۍ ته له رسېده دی باید په هر وخت او هر ډول حالات کې هیواد او ولس ته خدمت وکړي.
افغانان چې تل په خپلو شخصیتونو او مېړنیو باندې ویاړي، او د هغوی کارنامو ته درناوی لري. چې مونږه او تاسو یې په خپلو سترګو وينو چې هره ورځ دوی له خپلو امنتي او دفاعي ځواکونو سره مرسته کوي او هغوی ته احترام لري،  او یو میاشت مخکې مو په هیواد کې څومره خوشحاله ورځ ولمانځل شوه چې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو سلمه کلیزه وه او ټولو افغانانو په ښه هوش او جوش سره ټوله افغانانو دا ورځ ولمانځله چې دا د چا برکت وه، همدغه غازي امان الله خان وه چې روس یې مات کړ او هیواد ته یې ازادي راوړه چې تر ننه یې په هیواد کې افغانان لمانځي. او د حزبي اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار لا په دې هم ندې خبر چې غازي امان الله خان د هیواد او ولس لپاره څه کړي دي. او همدا شان خپل امنتي او دفاعي ځواکونه هم وينو چې هره ورځ د دښمن پر وړاندې جنګېږي چې له خپل هیواد او ولس څخه ساتنه کوي. په دې هر څه باندې حکمتیار سترګې پټوي او د افغانستان په داسې قدر وړ شخصیتونو پسې خبرې کوي.