افغانستان د بدلون په حال کې دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
 
ولسمشر غني وایي د افغانستان په برخه کې ذهنیت په بدلون کې دی. څلور کاله مخکې چا له مرکزي آسیا نه، له شمال نه جنوب ته نه کتل، مګر د ملګرو ملتونو سر منشي ګوترس چې کله کابل ته راغی، ویل یې زېری درته لرم، ما ویلې زېری دې څه دی؟ ویل یې ټوله مرکزي آسیا جنوب خوا ته ګوري
.
دا رښتیا هم ښه زېری دی او دا د افغانستان لپاره ځکه لوی زېری دی چې موږ د اسیا د څلور لارې په توګه هم شمال ته هم ګورو، غرب ته هم ګورو، شرق ته هم ګورو، جنوب ته هم ګورو. دلیل یې دادی چې موږ څلور لاره او د عطف نقطه یوو، په دې کې یوازې زموږ نه، بلکې د اسیا او سیمې د هیوادونو ګټې هم نغښتې دي، ځکه چې ځینې یې له همدې لارې خپلې اړتیاوې پوره کوي، ځینې یې خپل توکي انتقالوي، ځینې سوداګري کوي، ځینې د لېږد او نورې تخنیکي اسانتیاوې ورکوي چې له دې سره هر یو خپله ګټه کوي او دا ګټه یوازې د پیسو او مالي ګټه نه ده، بلکې دا هر اړخیزه ګټه ده، ځکه ولسونه سره نښلول کېږي، سره نږدې کېږي، د سیمې د امنیت او ثبات په برخه کې ګټه رسوي، یو له بله سره خپل افکار، تجربې او امکانات شریکوي او یو د بل په اړه یې درک او خواخوږي هم زیاتېږي.
افغانستان چا سره دوامداره دښمني نه لري. موږ ټولو سره دوستي غواړو او موږ غواړو چې نور خپلې دښمنۍ زموږ د مملکت نه لرې پریږدي. دلته د اتصال ځای ده. هغوی چې لا هم د افغانستان پر وړاندې د دښمنۍ، توطیې او فشار دریځ او فکر لري، نو هیله ده چې خپل دغه منفي افکار د همکارۍ او دوستانه مناسباتو په مثبتو افکارو بدل کړي.
د دې لسیزې په ختم کې باید افغانستان په دې شپږ کالو کې دا زمینه برابره کړي چې په پراخه توګه افغانستان کې بین المللي پانګه راشي او زموږ تجارتي مناسبات راشي. دا پایداره لاره ده، موږ بهترین امتیازات لرو اروپا سره، چین سره، هندوستان سره، مرکزي آسیا سره او ټولو سره، اما صادرات نه لرو او ترڅو چې صادرات ونه لرو، له دغو امتیازاتو نه به څنګه ګټه واخلو.
افغانستان ته د مثبت بدلون فرصت د سپتمبر له یولسمې وروسته برابر شو، خو له بده مرغه په لومړیو دیارلسو کالو کې دغه فرصت او نور ډېر امکانات ضایع شول او مناسبه استفاده ورڅخه ونشوه، افغانستان همغسې ویجاړ، وروسته پاتې، منزوي او په جګړه کې ښکېل پاتې شو، مګر ولسمشر غني چې واک ته ورسېد، نو دې برخې ته یې اساسي پام وکړ او د ده د پاملرنې له برکته د سیمې له هیوادونو خصوصاً منځنۍ اسیا سره همکاري زیاته شوه، سیمه ییزې او ملي پروژې پیل شوې، ترانزیت او بندرونه جوړ شول، د اورګاډي پټلۍ افغانستان ته را ورسېده او په دې برخه کې لا هم نورې پروژې تر کار لاندې دي او له همدې امله افغانستان د مثبت بدلون په حال کې دی. که دغه حالت ادامه پیدا کړي، نو افغانستان به ډېر ژر خپلې اوسنۍ ګڼې ستونزې شاته پرېږدي.