ډاکټرمحب: که شعوري مبارزه او مقاومت ونه شي، وطن ماتېږي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

 

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په خپلو تازه څرګندونو کې ټول هیوادوال ملي مبارزې او یووالي ته وربللي دي، هغه وایي که په دې کې غفلت او ځنډ وشي، خدای مکړه بیا به لاس مروړو، خو وخت به تېر او فرصت به ضایع وي. هغه وایي:

وطن له سخت حالت سره مخ دی. که ملي شعوري مبارزه او مقاومت ونشي، وطن ماتېږي
نور بايد نړۍ دا رويه پرېږدي، چې افغانستان ته دوی پاليسۍ جوړې کړي او مونږ د دوی په ليکل شوو پېکجونو تګ ته مجبور کړای شو. راځئ دې حالت ته تغير ورکړو. نړۍ بايد مونږ سره په هغو لارو لاړه شي، چې مونږ يې ور په ګوته کوو. مونږ په خپله جغرافيه کې تر دوی ښه بلديت لرو او دا حق يوازې د افغانانو دی چې خپل وطن څنګه اداره کوي

افغانستان په Kill Zone يا قتل ګاه بدل شوی. هر څوک خپله جګړه دلته راوړي او بېګناه وطنوال مو هره ورځ وژل کېږي. زه هر سهار د سرتېرو د تلفاتو په ليدو غم احساسوم، داسې غم چې په روان مې يې تاثير کړی

د هډسن په انسټيټوټ کې خبرې مې اشتباه، لفظي خطا او يا د بل له لوري ډيکټېټ شوې خبرې نه وې. ما له هغو خبرو مخکې هم کټ مټ خبرې په رسمي مجالسو کې کړې وې. خلک را ته راغلل ويل يې، چې پام نن د رسنيو په مخ دا خبرې ونکړې. کيرير دې خرابېږي. ما ورته وويل نن يې د رسنيو په وړاندې وايم. دا زما مسئوليت دی. زه نغواړم چې د افغانستان د برخليک فيصله دې له افغانانو پرته بل څوک وکړي. زه غواړم خپل رسمي موقف او تاريخي مسئوليت ته په کتو، ځينې حقيقتونه واضح کړم. نغواړم که خدای مکړه وطن نړېږي او يو وار بيا بې نظامه کېږي، لامل يې زمونږ خاموشي و اوسي

زما وينا زمونږ د نړېوالو همکارانو په ذهنونو کې سوالونه واچول. زما باور دی دا لوی کار وشو. دا ښه کار وشو. زه ښه احساس کوم چې حد اقل د خپلو خلکو په دفاع کې مې د څو کليمو جرات وکړ

ما ته د کيرير جوړولو مشورې مه راکوئ. زما کيرير افغانستان دی. که افغانستان و، زه به له ښه ژونده، عزت او حيثيته برخمن يم. که افغانستان نه و، که زه د نړۍ په هر کونج کې هر څه ولرم، خو چې وطن ونلرم، هيڅ نلرم

که له دندې ځم لومړی کار به مې دا وي، چې د يوه سوچه ملي افغاني فکر د توليد دستګاه او بنسټ جوړ کړم. داسې چې اساسي او لومړۍ کرښې يې له وطني ارزښتونو او ګټو دفاع وي
زمونږ ګاونډيان نه له ما وېره لري، نه له ولسمشر غني، نه له روغ نظامه او نه له يوه سوله ايز افغانستانه. دوی له يوه شي جدي وېره لري او هغه زمونږ قوي امنيتي ځواکونه دي او زمونږ مخ پر ودې نظامي قوت دی. که دا قوت مو وموند، که خلکو خپلو ځواکونو ته لاس ورکړ او زمونږ ځواکونو نظم او ډسپلن را منځته کړ، له ټولو بلاوو نجات موندلی شو

مونږ د نړۍ د نجات جګړه کړې او نړۍ سره زمونږ قرارداد دوجانبه دی. مونږ د دوی له مرستو منندوی يو، خو دا په دې مانا نه ده، چې له خپلو ملي ګټو دې د نورو د ګټو لپاره تېر شو. تاريخ ته مسئول يو او بايد ټول د افغانستان له عليا ګټو دفاع وکړو او دابه ضرور کوو .

مهمه نه ده، چې بله دوره غني ولسمشر کېږي يا نه، خو دا مهمه ده چې افغانستان پاتې شي او بې نظامه نشو.