ښاغلی غني په څه ځان بختور بولي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدبشیر یوسفزوی
ښاغلی غني چې د غازي امان الله خان غوندې د هیواد د ابادۍ او پرمختګ لېونۍ مینه لري، مګر په دې تر امان الله خان ځان بختور ګڼي چې یو هوښیار ولس یې ترڅنګ دی. د ده په وینا: " که څه هم د شاه امان الله خان په دوره کې د ټولنې سیاسي مشارکت په دې اندازه نه وو چې د اصلاحاتو بهیر په بریالیتوب ترسره شي، خوشبختانه نن زموږ د خلکو سیاسي پوهه او ونډه اخیستل په پام وړ توګه زیاته شوې
او موږ هیله من یوو زموږ ننني تصممیونه داسې وي چې هر وخت زموږ راتلونکي نسلونه وغواړي وې ارزوي چې موږ د تاریخ له ازمون څخه راوتلي یوو، زموږ ازموینه د افغانستان تاریخ د هغه نیمګړي څپرکي بله برخه ونه ګڼي. زموږ ټولو رسالت د داسې بنسټونو ایجاد دی چې په راتلونکي کې د اسلام د مبین دین او د اساسي قانون د لارښوونو په اساس چې مطلقاً اسلامي دی قوي او ولسواک نظام او په دوامداره توګه پویا اقتصاد ولرو. "
د غازي امان الله خان په وخت کې انګرېزانو او د افغانستان دښمنانو د دولت او ملت ترمنځ واټن ایجاد کړ، هره ورځ یې پوچ او بې مانا تبلیغات کول او په دې ډول یې د دولت او ملت ترمنځ واټن زیات کړ او بیا یې د څو لاسپوڅو او ملانمایانو په لمسون ولس را وپاراوه او همغه وو چې واک د سقاو زوی ونیوه او د غازي امان الله خان حکومت نه یوازې وپاشل شو، بلکې د ده د اصلاحاتو لړۍ هم ورسره وشلېده او له همغې ورځې چې د غازي امان الله خان فصل ناتمام پاتې، لا هم ناتمام دی، مګر ولسمشر غني یې د بشپړولو تکل کړی او تر ډېره یې بشپړ کړی هم دی. د پاتې برخو د بشپړولو هڅې هم روانې دي.
ښاغلی غني وایي: "موږ ټول د الهي لایزال په لارښوونو روان یوو او افغانستان به په الهي غوښتنه تلپاتې وي او دا زموږ مسوولیت دی چې له دې تاریخي ازمون څخه داسې بهر شو چې نور افغانستان تل زیانمنونکی هیواد نه وي. دا یو همګاني مسوولیت دی او هر افغان په هغه کې سهیم دی. سیاستمدار، نظامي، عالم دین، قومي مشر، ځوان، هنرمند، ښځه، بې وزله او نور له وطنه بهر افغانان حتی هغوی چې په ښو شرایطو او پرمختللو هیوادونو کې ژوند کوي، زړونه یې د دې هیواد په یاد تپېږي او زه له هغوی  ټولو غواړم چې د دې هیواد په اتحاد، انسجام او پرمختګ کې ونډه واخلي. افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هر افغان یې باید پالنه وکړي."
د نوموړي په وینا افغانستان افغانانو ته د هیچا هدیه نه ده، د پېړیو په ځانګړي ډول دوه وروستیو پېړیو او زموږ برحقه جهادونو کې د افغانانو د دوامدارو قربانیو پایله ده، پر موږ ده چې خپل دا تاریخي میراث خوندي کړو  او د خپلو خلکو د دوامدارې هوساینې، ثبات او امنیت زمینه برابره کړو.  ښاغلي غني په افغانانو کې د وطن پالنې او مالکیت روحیه وروزله او غواړي چې په دې ډول هغوی د هیواد په ابادۍ کې ملي مشارکت ته وهڅوي او په دې ډول ټول د هیواد لپاره لاس پکار شي.