د وحشتونو مخنیوي کې ولسي همکاري حتمي ده

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
مطیع الله سحر
افغانان لکه خدای مکړه چې د بدمرغۍ په ورځ زېږېدلي وي، ځکه چې له پیله ورسره ستونزې، ناخوالې او کړاوونه ملګري دي، د نړۍ هیڅ زبرځواک سترګې ورته نه غړېږي. د نړۍ هیڅ زبرځواک که پر دوی ظلم او وحشت کړی، مګر د افغانانو د همت او مقاومت له برکته له شرمېدلې ماتې سره مخ شوي دي او امپراتورۍ یې را نړېدلې دي، تر ټولو وروستۍ هغه یې د پخواني شوروي اتحاد امپراتوري وه چې د افغانانو په لاس رانسکوره شوه
.
دا مهال افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې واقع دی او هره ورځ د تروریزم قرباني کېږي. پلازمېنه کابل کې چې د واده په مراسمو کومه پېښه د شهر دوبی د ودونو په تالار کې وشوه، واقعاً چې ډېر دردونکې پېښه وه. چې هلته پکې سلګونه بې ګناه افغانانو ته پکې مرګ ژوبله واوښتله. چې د دښمن داسې کارونه بیا هېڅ د انسانیت او مسلمانیت کار ندې، او حکومت هم کوشش کوي چې د یادې پېښې مسولین پيدا کړي او د قانون منګولو ته یې وسپاري چې قانون ورسره حساب او کتاب وکړي. د هغو بې ګناه ښڅو ، نارینو او ماشومانو پوښتنه وکړي چې د دوی ګناه څه وه چې تاسو شهیدان کړل.
دا لومړی او وروستی برید نه دی چې د افغانانو خوښي په غم او ماتم بدلوي، بلکې  دا شان په سلګونو نور برېدونه شوي دي چې په هغو کې هم هیواد والو ته پکې زیات ځاني او مالي تاوانونه اوښتي دي. د دې ټولو باید ورڅخه پوښتنه او حساب ورسره وشي چې په کوم لامل دوی داسې وحشیانه بريدونه تر سره کوي. اخېر د افغانانو ګناه څه ده.
ولسمشر محمد اشرف غني بیا دښمن ته وايي چې تاسو که هر کوم شوم پلان لرئ او په دې فکر کې به یاستي چې مونږه به په خپلو پلانونو کې بریالي شو او کوم کار چې تر سره کو څوک به یې له مونږه پوښتنه ونه کړي. خو کوم فکر چې تاسو کړی دا بلکل غلط دی، له تاسو سره به د ذرې درې حساب کېږي. او له تاسو ټولو به د هغو بې ګناه افغانان چې وژلي مو دي د ويښته ويښته پوښتنه به یې درنه کېږي. اوسخته سزا به درکړل شي، ځکه د افغانستان مېړني امنیتي او دفاعي ځواکونه د خلکو دښمنان په هر ځای کې ولټوي او د خپلو ناوړه اعمالو په سزا به یې ورسوي.
 
ولس ته ښایي چې له خپل حکومت او امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکار شي او د دغه ډول بشري ناورینونو د مخنیوي په موخه خپله همکاري درېغ نه کړي، ځکه تروریستي او ورانکارې ډلې هره لحظه د ولسونو په منځ کې، جوماتونو، ښوونځیو او روغتونونو کې د دغسې قتل عام رامنځته کولو هڅه کوي، مګر که ولسونه ویښ او همکار شي، نو باور دی چې زموږ مېړني ځواکونه به دښمن خپلو شومو موخو ته له رسېدو وړاندې تعقیب او له منځه یوسي.
د افغانستان دښمنان دې پوه شي چې په دغسې بریدونو او جنایتونو سره نه افغانان وېرولی شي، نه یې له خپلې ارادې اړولی شي او نه به هم دوی زور، فشار او وحشت ته تسلیم شي.