وسله وال پوځ ته په ټول قوت له هر ډول تهدید سره د مبارزې امر

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدبشیر یوسفزوی
ولسمشر غني پرون د زمري په اته ویشتمه چې د هیواد د خپلواکۍ له ورځې سره برابره ده، پلازمېنه کابل کې کورنیو چارو وزارت ته ولاړ او هلته یې افغان ملي پولیسو د سوق او ادارې مرکز څخه لیدنه وکړه.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي، د یاد وزارت د پلان او اوپراسیون رئیس مل پاسوال عبدالمقیم عبدالرحیمزي او د ننګرهار او کندز ولایتونو امنیه قومندانانو د خپلو کړنو، اقداماتو او عمومي امنیتي وضعیت په اړه جمهوررئیس غني ته معلومات ورکړل.
ولسمشر غني د دوی د معلوماتو له اورېدو وروسته د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د کابل امنیتي پلان د عملي کولو لپاره دې لازیاتې هڅې وشي. هغه زیاته کړه، د دغې ویاړلې ورځ په درناوي د وسله وال پوځ ټول هغه منسوبین چې تېروتنې یې کړي او په حبس کې دي، پرته له هغو چې خیانتونه، لوی فساد یې کړی او یا حق العبد ورباندې وي، معاف او له حبس څخه خلاصېږي.
محمداشرف غني څرګنده کړه،  د افغانستان د ملي پولیسو له هر پولیس، ساتنمن، افسر او منسوب څخه مننه کوم چې د خپلواکۍ د سلمې کالیزې جشن امنیت یې تامین او دغه جشن په مرکز او ولایتونو کې د امن په فضا کې جوړ شو.  د ده په وینا افغانستان د چا هدیه نه ده، دا وطن زرګونه کلونه د خپلو رښیتنو بچیانو په وینه ساتل شوی او تاسې د وسله وال پوځ منسوبین دا وطن د راتلونکو نسلونو لپاره امن کړئ.
نوموړي د سولې په اړه وویل، سوله د هیواد یوه اړتیا ده، خو د سولې تامین له متحدینو سره په تړونونو کې د تغییر لامل نه ګرځي. جمهوریت او زموږ امنیتي او دفاعي قواوې د معاملې وړ نه دي او د سولې پروسې رهبري زموږ سره ده او د دې برعکس مذاکرات له قید و شرط پرته وو، خو سوله په قید و شرط سره ده.
جمهوررئیس غني د پولیسو منسوبینو ته په خطاب کې وویل، ستاسې رول د نړیوال امنیت لامل ګرځېدلی او موږ له چا څخه صدقه نه غواړو، دا زموږ حق دی. هغه زیاته کړه، د سولې له هوکړه لیک وروسته ستاسې تمویل، تجهیز، روزنه او ملاتړ دوام مومي.
ولسمشر غني څرګنده کړه، ستاسې په خاطر د سولې په مذاکراتو کې په قوي دریځ کې یوو او د سولې تامین پورې په ټول قوت سره جنګ ته دوام ورکړئ. هغه زیاته کړه، داعش او ټول تروریستان چې په هر ځای کې وي وځپئ، محوه او له منځه یې یوسئ او د خلکو په مرسته هغوی له خپلو غارونو څخه رابهر کړئ.  تر اوسه هم د اطلاعاتو او عملیاتو ترمنځ ضعیفه حلقې شتون لري او باید هر امنیه قومندان په واضح او مشخص ډول د اطلاعاتو ارزونه له ما یا هم د ملي امنیت شورا رهبرۍ سره شریکه کړي.
نوموړي له تکنالوژۍ څخه فعاله استفاده ډېره مهمه  وبلله او ټینګار یې  باید دې برخې ته پاملرنه وشي، ترڅو پر لومړیتوبونو تمرکز وشي او عملیات په اغېزمنه توګه ترسره شي. همدارنګه یې د هیواد پولیسو ته ډاډ ورکړ چې له دوی به هیڅ ډول ملاتړ دریغ نه کړي. جمهوررئیس له هغوی وغوښتل هغه ډول چې د جګړې په میدان کې بریالي یاست، د ټاکنو امنیت هم په بریالي ډول تامین کړئ.