پر خپلو ځواکونو لا ډېر وویاړئ

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
اېمل پیاوړی
په دې کې شک نشته چې زموږ هیوادوال په غوڅ اکثریت د خپلو ویاړلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي او ورباندې ویاړي، مګر هر څومره چې د دوی قدرداني وشي او ورباندې وویاړل شي، بیا هم کمه ده، ځکه چې دوی هره شیبه د هیواد د خپلواکۍ لپاره قرباني ورکوي.
دوی حتی په هغو کلونو کې هم په ټول قوت او مېړانه د سپر په توګه د دښمن پر وړاندې ودرېدل، چې ډېرو هیوادوالو مو پر خپل هیواد، راتلونکي او حتی په خپل ژوند هیله او باور له لاسه ورکړی وو.
زموږ همدغه ویاړلي امنیتي او دفاعي ځواکونه وو چې تروریستي او وحشي دښمنان یې مات کړل، وې ځپل، په شا یې وتمبول او بېرته غرونو او غارونو ته ور ستانه کړل. دوی په همغو سختو شیبو کې پر خپل ځان، هیواد او ولس باور درلود او د همدغه باور له مخې یې د ولس وېره او نهیلي لیرې کړه او هغوی ته یې د ارام ژوند زمینه برابره او د هیواد بقا تضمین کړه.
د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته وسله والو طالبانو او د دوی بهرنیو ملاتړو په ځانګړي ډول پاکستان داسې ګڼله چې ګواکې نظام به شړېږي، اردو به پاشل کېږي، افغانستان به یو بل بحران ته ځي او هر څه به په لومړي قدم کې د طالبانو او بیا خدای مکړه د پاکستان لاس ته لوېږي او افغانستان به یو ځل بیا پاکستان ته احتیاج او محتاج وي، مګر زموږ ویاړلو ځواکونو د دښمن دغه توطیه، دسیسه او فرضیه له خاورو سره خاورې کړه.
نو په همدې خاطر زموږ مېړني ځواکونه زموږ لپاره اتلان دي، د نن عصر ویاړ دوی دی، ځکه چې د هیواد بقا او د ټولنې ثبات له دوی پورې تړلی دی، که دوي افغانستان به وي او که خدای مکړه دوی نه وي، نو نه به موږ یوو او نه به افغانستان وي، نو د افغانستان د بقا په خاطر باید زموږ ولسونه زموږ له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ټینګ ملاتړ وکړي. د دوی به سرښندنو وویاړي او داسې ټینګ ملاتړ ورڅخه عملا اعلان کړي چې دښمن دېته زړه ښه نه کړي چې د دوی د منخل کېدو خبره وکړي. بلکې دښمن باید تل له دوی څخه په وېره او دهشت کې وي.
دښمنان بې له هغې هم زموږ له ویاړو ځواکونو څخه په وېره کې دي، زموږ ځواکونه یوازې زموږ، نه بلکې د سیمې او نړۍ اتلان دي، ځکه دوی د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات د تامین لپاره ټینګه مبارزه کوي او هره ورځ قربانۍ ورکوي، که خدای مکړه دوی نه وي، نو تروریستان به سیمې او نړۍ ته نفوذ وکړي او خپلو ورانکاریو او بریدونو ته به په پراخه پیمانه دوام ورکړي. په همدې خاطر سیمه او نړۍ زموږ د اتلو او زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو منندویه او د احسانونو پوروړي دي.