ولسمشر غني شهیدانو ته په درناوي د خپلواکۍ جشن وځنډاوه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
د خپلواکۍ جشن د شانداره نمانځنې لپاره له تېر یو کال راهیسې هر اړخیزې هڅې او کوښښونه روان و. هم حکومت او هم ولس د دې لپاره فوق العاده او پراخ تدابیر نیولي وو، خو له بده مرغه چې د خپلواکۍ جشن له رارسېدو وروسته د افغانستان دښمنانو په کابل کې د واده پر مراسمو د خونړي برید په ترسره کولو سره قتل عام وکړ او له همدې امله دغه مراسم وځنډېدل
.
ولسمشر غني چې نن له غرمې مخکې په دارالامان ماڼۍ کې د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په مناسبات جوړو شویو مراسمو ته وینا کوله، نو دغه خونړي او تروریستي برید ته په اشارې یې وویل: "ما بخاطر احترام قایل‌شدن به قربانی‌های حملۀ تروریستی کابل، بزرگداشت از صدمین سالروز استرداد استقلال کشور را به تعویق انداختیم. دشمن با ریختاندن خون افراد ملکی، این مراسم را به تعویق انداخت. "
جمهوررئیس غني د خپلې وینا په یوه برخه کې په ټینګار سره د دغه خونړي برید له عاملینو څخه د غږ اخیستو ګواښ وکړ او وې ویل: "اما! ما انتقام این حمله و حملات دیگر را حتماً می‌گیریم. ما انتقام قتل عام شهروندان و هر قطره خون مردم بیگناه خود را می‌گیریم.
 موږ به دا غچ په دوه ډوله اخلو.
اول، موږ به خپل امنیتي او دفاعي ځواکونه نمانځو او نن دا ټول دحربي اکاډمۍ محصلین چې دلته ولاړ دي د افغانستان د ساتونکو په حیث باندې ورته احترام کوو او مننه ورنه کوو. د هغوی قدرداني به کوو، چې د خپلو وینو په بدل کې زموږ له استقلال او ملي بیرغ څخه دفاع کوي.
له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ زما په شمول د هر افغان ملي فریضه ده.
د افغانستان دښمنانو او تروریستانو ته به زموږ د ولس تر ټولو مناسب ځواب او غچ دا وي چې، د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو قدر وکړو. موږ  به خپل ملي امنیتي ځواکونه چې د وحشي تروریستانو په ضد مبارزه کوي او زموږ ویاړلی بیرغ یې رپانده ساتلی دی، په سرلوړۍ سره نمانځو."
افغان ولسمشر همدارنګه ولس ته ژمنه ورکړه چې د تروریستانو په له منځه وړلو او ځپلو کې به خپل عملیات او اقدامات لا چټک کړي او دوی چې د هیواد په هره ګوښه او برخه کې وي، په نښه او له منځه به یووړل شي. هغه څرګنده کړه: " تعهد ما این‌است که لانه‌های داعش را چه در شرق باشند، چه در شمال و یا در مرکز، ریشه‌کن و نابود می‌سازیم.درست همانطوری که در ننگرهار نشان دادیم، آنان مورد هیچ‌گونه ترحم قرار نمی‌گیرند و مبارزۀ ما با شدت در مقابل داعش دوام خواهد داشت.
غچ به خامخا اخلو، او د دوی رېښې به باسو."
دښمن چې څومره د جګړې په ډګر کې مات شوی، نو همدومره زیات عقده یي او وحشي شوی دی، ځکه چې نه په ښځه، نه په ماشوم، نه په قومي مشر او عالم، نه په زده کوونکي، نه په جومات او روغتون او لنډه دا چې په هیچا او هیڅ شي هم رحم نه کوي. دوی د وحشت او لا زیاتو وینې بهولو په هوس عام خلک په نښه کوي، مګر امنیتي او دفاعي ځواکونه به هغوی په هر ځای کې ولټوي او د خپلو ناوړه اعمالو په سزا به یې ورسوي.