زموږ خپلواکي سل کلنه شوه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر
خپلواکي ترټولو ښایسته او له ارزښته ډکه کلیمه ده چې ټول انسانان او ژوندي مخلوقات ورته اړتیا لري. چې پوره یوه پېړۍ (سل کاله) وړاندې د افغانستان پاچا عليحضرت شاه امان الله خان د وخت له بریتانوي حکومته خپلواکي بېرته واخیستله او د یوه خپلواکه هېوادو په توګه په رسیمت وپيژندل شو چې افغانانو ته یې نوې هیله ور وبخښله.
او  دښمن ته یې غاښ ماتونکی ځواب ورکړلو او په شاه سره یې وتمبولو چې په پخوانیو او اوسنیو تاریخونو  کې یې تل یادونه کېږي. چې له دې سره  د افغانانو او په خاصه توګه د شاه امان الله خان مېړانه، شان او شوکت ټولې نړۍ ته روښانه کېږي چې افغانان هم په ريښتیا سره جنګ جګړو ځپلي دي کنه په دوی کې د هېڅ شي کمي هم ندې، بلکې دوی د هر شي وړتیاوې لري خو که لګ یې هم دوښمن په ارامه پرېږدي.
د هیواد دننه او له هیواده بهر چې کوم افغانان دي، ټولو دې ورځې ته ځانګړی چمتوالی نيولی دې . ډېر یې زړه غواړي چې دا ورځ په خو او شاندارو مراسمو سره ولمانځي. او د دې ورځې لپاره حکومت هم ورته ځانګړي تدابير نیولي دي د افغانستان اومنتي او دفاعي ځواکونه د هیواد امنیت ته چمتوالی نیولی دې تر څو چې هیواد وال یې په ارامه او ډاډه زړه سره دغه ستره خوشحالي ولمانځي او د راتلونکو نورو خپلواکیو لپاره هم همداسې چمتوالی ونسي او کومه وېره هم په زړه کې ونه لري.
له هېواد سره مینه له ایمان سره مینه او له ازادۍ سره مینه دا یو ډېر لوی نعمت دی چې له دې نعمت څخه به ډېر کم خلک برښمن وي او ډېر به د دې نعمت په تمه وي چې کله به یې تر لاسه کوي، خو له بدمرغه چې دغه ستر نعمت روانو جګړو د افغانانو په زړونو وڅپه. شاه امان الله خان به تل افغانانو ته دا  سپارښتنه کوله چې قلم په لاس کې واخلئ او علم وکړئ، ځکه چې بې سواده هېواد هیڅکله هم ازاد نه پاتي کیږي او نه هم پرمختګ کولای شي. نو مونږ ته اوس په کار دا ده چې ځوانان او راتلونکي نسل ته د ښه تعلیم زمينه برابره کړو چې خپل تعليم وکړي تر څو خپل ځان، خپله کورنۍ او خپل هیواد ته خدمت وکړي.
اعليحضرت شاه امان الله خان چې کله هم واک ته ورسېد ښاغلي له خپل ولس او له هیواد سره دا وعده وکړه. چې زه به هېڅکله هم دا پوځي جامې تر هغو ونه باسم چې تر څو مې خپل مور وطن افغانستان  ته د خپلوکۍ جامې چمتو  نه کړم او وروايې نه غوندم. د شاه امان الله خان دې کلک هوډ او ارادې ولس ته نوی ژوند ورکړ او د ولس وینه یې نوره هم په جوش سره راوستله، هیواد والو هم له ښاغلي ملاتړ اعلان کړ او دا وعده یې ورسره وکړه چې پاچا صېب تاسو یوازې نه یاست له تاسو سره د هیواد ټول ولس دې او په ګډه به سره د دښمن په مقابل کې جنګېږو جګړه به کوو. تر څو هیواد ته ازادي راوړو او هیواد ازاد کړو.