د ډاکټر غني سیالان ولې غلي دي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
اېمل پیاوړی
پښتو متل دی وایي چې اسمان څومره ګړزېږي، هغومره نه ورېږي. دا حقیقت دی، ځکه تر ټاکنو وړاندې د ولسمشریزو ټاکنو احتمالي نوماندانو سختې غورې او دربلې کولې، لاپې یې وهلې، مګر کله چې د اصلي کمپاینونو وخت راغی، نو ټول خاموش دي، حتی د اتمر ډله چې د ولسمشر غني تر ټولو قوي سیال بلل کېده، د خپلمنځي اختلافاتو له امله په غیر رسمي ډول له دغو سیالیو څخه ووت
.
دا مهال یوازې ولسمشر غني منظم کمپاین کوي، هره ورځ له بېلابېلو قومونو، احزابو، ځوانانو، مېرمنو، عامو خلکو سره غونډې لري، هغوی ته خپلې طرحې او برنامې بیانوي. د دوی ملاتړ جلبوي او خلک هم د ده طرحو او برنامو ته په کتو سره درګرده له ولسمشر غني څخه خپل ملاتړ اعلانوي.
د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان له لومړي سره پوهېدل چې د ولسمشر غني پر وړاندې به سیالي ورته ستونزمنه وي او په هیڅ شرط هم له هغه څخه میدان نشي ګټلای او نه هم د خلکو ملاتړ او باور ترلاسه کولای شي، ځکه چې له یوې خوا یې اکثره نوماندان یا ګنمام خلک دي او یا هم بدنام.
ګمنام ځکه دي چې ټول ولایتونه څه چې د یو ولایت خلک یې هم په ټوله مانا نه پېژني. او بدنام ځکه دي چې اکثره یې یا د مافیا غړي دي، یا مفسد دي، په فساد کې لاس او دوسیې لري او یا هم په تېرو جنګونو کې مستقیم دخیل و، د وطن ورانولو کې یې لاس درلود او خلک نه یوازې په هغوی باور نشي کولای، بلکې له هغوی څخه سخته کرکه لري.
د افغانستان د خلکو هم حافظې قوي دي او هم د څلوېښتو کالو بحرانونو او ناخوالو دومره هوښیار او بیدار کړي دي چې اوس خپل دوست او دښمن او خپل اصلي خدمتګاران په ډېره اسانۍ سره تفکیک کولای شي. دوی اوس د قوم، ژبې، سمت او نورو بدرنګو شعارونو نه غولېږي. دوی په ولسمشر غني هم یوازې د دې لپاره باور کوي چې په تېرو پنځو کالو کې یې د هغه اقدامات، طرحې او برنامې ولیدې، د هغه کارونه، خدمت او لاسته راوړنې محسوسو او د اندازه ګیرۍ وړ دي او دوی ټینګ باور لري چې که دا ځل ولسمشر غني د پنځو کالو لپاره بیا واک ته ورسېږي، نو باور دی چې زیات کار او خدمت به وکړي، ځکه په تېرو پنځو کالو کې له یوې خواشرایط سخت او نامساعد و او له بل لوري یوه فاسده، غیر فعاله او کاواکه اداره د حکومت په نوم ورته په میراث پاتې وه.
د ولسمشر غني سیالان او د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان که پر ځان رحم کوي نو همداسې غلي دې اوسي، خپل ځان دې نه ښوروي په همدې کې به یې عزت او ابرو خوندي وي، ستړیا او مصارفو څخه به هم بېغمه وي، ځکه چې دوی له داسې یو چا سره مخامخ دي چې هم عقل لري او هم پوهه، هم امکانات لري او هم اعتماد او باور، هم طرحه لري او هم برنامه، نو په دې خاطر دې د ولسمشر غني درایت، عقلانیت او قاطعیت ته تسلیم شي او د ولس ارادې ته دې درناوی ولري او له خپلې نوماندۍ څخه دې تېر شي.