دوحه کی دسولی خبري او د هیوادولو غبرګونونه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عزیزالله  حقپال                                  

پدی ورځو کی د قطر هیواد پلازمینه دوحه کی د امریکا د نماینده  خلیل زاد او طالبانو تر منځ د سولي د خبرو تر اجندا  لاندي  د امریکایی او ناتو د قواو وتل د افغانستان څخه په نورو هیوادو دنه تجاوز او د حکومت د شکل په اړوند  خبری  روانی دی ، مختلف  نظرونه  رنګارنګ وړاندیزونه  او موضع ګیری  طالبانو او یا حکومت ته  د نژدیوالی پخاطر افراطی سمتګیریو زور اخستی

له دیرو هیوادوالو  څخه اصل موضوع  او  اصل خبره ورکه  ده یو شمیر خوشبین  ولي یو شمیر بد بیني  ښکاره کوي .  چی په عمومی توګه دا په لاندی درو برخو ویشلي شو . مشکل لدی  را ولاړ شوی چی یو شمیر دوستان د سولي د ټینګیدو ته د لیوالتیا له امله د حکومت هر دول سالم وړاندیزونه هم غندی. یو شمیر وطنوال  بیا په هیواد کی د اشغال  ته د پای تکی ایشودلو په خاطر  د اوسنی حکومت چارواکي د اشغال اردلیان بولي او هر وړاندیز یی ولو که د هیواد په ګټه هم دی  مردود بولي . بله ډله هغه له قدرته شړل شوی چنګسالار  او مفسدي کړی د اوسنی حکومت سره د خپل شخصی ګټو د لاسه ورکولو دمشکل له مخی په هر ډول چی وی په هر تاوان  چی د هیواد لپاره تمامیږی د هیواد دجمهور ریس  اشرف غنی سره د ضدیت پخاطر د حکومت هر ډول  سالیمه او ناسالیمه موضع ګیری  خلاف  هر څه تر انتقاد لاندی راولي . بالمقابل یو شمیر هیوادوال  چی د طالبانو دلومړی دوری د حاکمیت څخه ترخی خاطری لری  ددي  ویری لکبله چی بیا د امر بالمعروف تر کیبلونو لاندی رانشی د طالبانو سره دسولی دخبرو سبوتاژ کوي . بله ډله د اوسنې حکومت کی لوړ پوړې دیر کسان چی د خپل قدرت او چوکۍ زوال ګوري د طالب دراتګ او سولي  دبریالیو خبرو د مخنوي هڅي کوي ، او دریمه ډله هغه سکتاریستي کړي چی طالبان پشتانه بولي او د پشتنو ونډه په دولت کی تقویت مومي هم د  دسولي دداسی پایلو دراتګ سره چی طالبان په قدرت کی  غوشنه برخه تر لاسه کوي مخالفت  کوي . دپورته ډلو د موضع ګیري حالتونو ته په کټو سره  د ټولو کسانو د موضع اصلی محور   شخصي ګټي جوړوي . دا ډلی د ملي ګټو پرځای خپلو شخصي ګټو ته ترجع ورکولو  سره  نارې  سورې  وهي .ولي بیا هم ددې ټولو ډلو د یو ځای کیدو څخه یو  قاطع  اکثریت جوړیدلي نشي .

او دریمه  لویه برخه هغه وطنوال چی  نه داوسنیو چارواکو   د قدرت په پاته کیدو کی کومه دلچسپی لری او نه هم د طالبانو په راتګ سره  کومه بدبیني لری. دا چی کوم لوری غوشنه برخه لری او کوم لورې کمه برخه ورته  بی تفاوته دی . څه چی مهم ده هغه  دسولی راوستل او نطام د رنګیدو مخنوی  دي . دوی هم د هیواد څخه دخارجی قواو وتلو ته بی صبره انتظار کوی  خو له بل لورې په هیواد کی د غیر مسوولو  وسلوالو ډلو له شتون څخه ویره لري . هم د طالبانو راتګ ته خوشحالیږي او هم د دیارلس اویاومو کلنو د کورنیو جنګونو د بد بختیو دتکرار څخه ویره لري ، د طالبانو سره دسولی هوکړه لیک په امضاء کولو سره هم د القاعدي او داعش دتقوی سره د جنګ د دوام ویره لري پداسی یو کړکیچن او ګډوډ مشوش حالت کی  څه باید وشی  کومه لاره د هیواد او هیوادوالو په ګټه ده . د ټولو افغانانو خاصتأ د ملی  دموکراتیکو قوتونو ، مدنی ټولنو ، ځوانانو او قومی مشرانو علماو او وطندوسته روحانیونو مشترکه وجیبه ده چی  ملي  ګټی  تر هرڅه مقدمي وبولی خپله خوشبختی هم د ټولنی به خوشبختی کي وغواړي ،له هر ډول قومی ، سمتي لساني تمایلاتو ځانونه را وباسی  او د ملی ګټو په محور ولاړ موقیف اختیار کړی .  د خپلواکی د سلمی کالیزی د نمانځلو سره سم خپل د خپلواکی احساس په وجود کی را ژوندی او په یوه خوله یو غږ  د خپل مشترک ارمان چی هیواد کی د جنګ  ختمول دی د خارجی قواو بیرته ستنیدل د یو منظم پلان له مخی  وغواړی . په همدی مدت کی په هیواد کی ټولی  شته  غیر مسوولي ډلی عام وتام خلع سلاح شی . راتلونکی زعامت  د  دموکراسی د اصولو له مخی د خلکو د رایو په اساس وټاکل شی. د  لویی جرګی له لوری  اساسی قانون کی لازیم اصلا حات  راوستل  شي  چی  دخلکو مدنی حقوق  ، دبیان ازادی، د قضا خپلواکی او د مرکزی قوی دولت جوړشت  پکی تصمین شوی وی  د هیواد  ملی وسلوال ځواکونه چی هیواد کی د ملی حاکمیت او  دنظم او امنیت دساتلو او دهر بهرنی تیری په وړاندی د ځمکی دبشپړتیا دساتنی دندی پغاړه لری نوري هم تقویت کړلي شي تر څو د داعش او القاعده  ډلو په ځپلو کی بریا ترلاسه کړی . دا غږ که دهر چا له ستونی راوځي دا غږ که داشرف غنی  یا ملا هیبت الله او یا ددریمګړي له ستونی راووځي دا غږ که د هر پښتون ، تاجک ، هزاره ازبک او یا بل میلیت او قوم وال له ستونی راوځي باید ملاتړیی وشی  او دا غږ د نړیوالو تر غوږونو ورسول شی  تر څو هغوي هم درک کړی چي افغانان نور یو لاس  شوي  دي  ، نور د خپل هیواد برخلیک خپل لاس کی غواړي. زموږ هیواد دڅلویښت کلن جنګ څخه تنها قربانی شهادتونه ، معلولیتونه  مهاجرتونه نصیب شوی  ،د یتیمانو ، کوڼدو او بوري شوی مندو کریکو پرته بل څه د اکثریت هیوادوالو په برخه ندي شوي  ، داچی یو شمیر کسان لدی لاری د سرمایو او بنګلو څښتنان شول نور باید د چا دشخصی ګټو قربانیان و نه ګرځو ،نور خپل وطن ویران نکړو  نور د شخصی ګټو پخاطر د یو پست او چوکی دساتلو پخاطر  دهیوادوالو غوشتنو ته اولیت ورکړل شي. پاي