د وطن او ولس په مینه مست غني

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ګلرحمن رحماني
په دې کې شک نشته چې ولسمشر غني له وطن او ولس سره بې کچې مینه لري او نوموړی غواړي چې دغه وطني مینه نورو ته هم انتقال کړي. نوموړی په هره غونډه خو په خاص ډول سرتېرو ته د قوي  مورال ورکولو لپاره تل وایي: (دې وطن سره لېونۍ مینه لرم ، نو که په دې راته لیونی وایاست بیا لېونی یم)
.
په افغانستان کې تقریبا ۴۰ کاله کیږی جګړه روانه ده او ډیر پاچاهان او ولسمشران تیر شوی او رابه شی خو په د څلویښت کلنی جګړی په دوران کې داسی ولسمشر پیدا نه شو چې د دغه هیواد او ملت د ابادولو لپاره هلی ځلی وکړی خو محمد اشرف غنی هغه ولسمشر دی چې په سختو حالاتو کې یې د دی هیواد لپاره ډېر کار وکړ او د ده په څېر ولسمشر به بیا تکرار نه شي .
ځکه افغان ولسمشر محمد اشرف غنی له ګران هیواد افغانستان سره بیحده مینه لری او د دی هیواد د ابادولو لپاره یې نه ستړی کیدونکې هلي ځلي کړی ، د ځینو ډلو او ټپلو له لوری په مختلفو خرابو القابو او نومونو یاد شوی خو بیا هم ولسمشر غنی دغه مبارزه پرینښوده او دغه مبارزه یې لا ګړندی کړه تر څو هیواد بیرته اباد او په پښو ودروی .
کله چې سهار له خوبه پاڅیږی په لمړی سر کې د هیواد امنیتی وضعیت په موخه په هیواد کې چې څومره قول اردوګاني دی له هغو سره تماس نیسی او د هیواد امنیتی وضعیت اوری که په کوم ولایت او یا سیمه کې امنیتی خنډونه موجود وی زر امنیتی غونډه جوړوی او امنیتی او دفاعی ځواکونو ته لازمه لارښوونه کوی تر څو اجرات وکړی او ستونزه هواره کړی .
ښاغلی غنی له نورو ټولو ولسمشرانو څخه توپیر لری او له نورو ولسمشرانو څخه بریالی هم ده هغه دا چې ولسمشر غنی غواړی ولس ته خدمت وکړی خو داسی خدمت چې د ولس په خوښه او د ولس غوښتنه وی پدغه چاره کې بریالی ځکه ده چې ولسمشر غنی هر څه ملت ته کوی ، د ملت په مشوره او د هغوی په ملاتړ یې د افغانستان لپاره په زیربینا او اساسی کارونو توجه ډیره ده .
افغان ولسمشر محمد اشرف غنی په هره غونډه او وینا کې خپلو هیوادوالو ته د مختلفو رسنیو له لاری سپارښتنه کړی چې باید د خپل وس او توان تر اندازی د هیواد په ابادی کې خپله ونډه واخلی تر څو دا هیواد په ګډه اباد کړو، ځکه پښتو متل دی چې له یوه لاسه ټک نه خېژي او بله دا چې څلوېښتو کالو جنګونو هیواد دومره وران او یجاړ کړی دی چې د بېرته ابادولو لپاره یې د ټولو مرستې ته اړتیا ده.
د ولسمشر غني ټول فکر، تدابیر، تصامیم، پرېکړې او برنامې د هیواد په ابادۍ متمرکزې دي او په همدې خاطر د جنګ د پایته رسېدو او تلپاتې سولې د تامین لپاره بېدرېغه هلې ځلې کوي، ځکه چې سوله وي، نو د وطن د ابادۍ لپاره د امکاناتو او منابعو کمی نشته.