د وسله وال پوځ اعلی سرقومنداني

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
اېمل پیاوړی
ولسمشر غني چې واک ته ورسېد، نو ځینو داسې ګڼله چې د هیواد په دغه بحراني او جنګي وضعیت کې به یو ښوونکی څنګه وکولای شي چې هم جنګ مدیریت کړي، هم سرتېرو ته روحیه ورکړي، هم د هغوی ستونزې درک کړي او هم د هیواد په دفاع د دښمن ماتولو او د خپل پوځ پاللو کې بریالی راووځي. حتی ډېرو ته دا کار نه یوازې ناشونی، بلکې بېخي مسخره ښکارېده، مګر موږ ولیدل
چې په تېرو پنځو کالو کې زموږ وسله والو ځواکونو ته هر اړخیزه پاملرنه وشوه. د دوی په لیکو کې شته فساد کم شو، د دوی عالي مورال قوي شو، دوی ته روحیه او انګېزه ورکړل شوه. ضوابطو ته په روابطو ارزښت ورکړل شو او ولسمشر غني بار بار د دوی د پوښتنې او پالنې لپاره روغتونونو ته ورغی، قول اردوګانو ته ورغی او مخامخ یې هم د سرتېرو حالت وپوښت او هم یې د دوی له ستونزو څخه ځان خبر کړ.
دا وطن لا هم ویاړلي او ملاتړلي بچي لري چې هره شیبه د وطن دفاع او ساتنې ته سر په لاس ولاړ دي او ولسمشر غني د دغو اتلو او زړورو بچیانو د تمویل، تجهیز او مسلکي روزنې لپاره نړیوالې مرستې، امکانات او ملاتړ راجلبوي او په دې برخه کې یې د نړۍ تعهد له افغانستان سره بیا تازه کړی دی، ځکه ولسمشر غني دوی قانع کړي چې زموږ اتل او مېړني امنیتي او دفاعي ځواکونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې یوازې د افغانستان نه، بلکې د سیمې او نړۍ د دفاع، امنیت او ثبات لپاره جنګېږي او نړۍ باید د دوی د مبارزې او سرښندنو مدیونه وي.
ولسمشر غني چې کله د هیواد بېلابېلو ولایتونو ته ځي، نو هم د ولسمشر په توګه د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره ګوري او هم د اعلی سرقومندان په توګه په اړوند ولایت کې مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په جلا جلا کتنو کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه اوري.
د افغانستان په تاریخ کې به ولسمشر غني تر ګردو بېساری ولسمشر وي چې د هیواد په سختو شرایطو کې یې تر ټولو زیات ولایتي سفرونه وکړل. خلک، مسوولین او د بېلابېلو اقشارو استازي یې ولیدل او له هغوی سره په کتنو کې یې له ستونزو او مسایلو څخه په دقیقه توګه ځان خبر کړ.
ولسمشر غني که څه هم وایي چې هغه جنګ نه، بلکې کار، بیارغاونې او خدمت ته جوړ دی او زده کړې یې هم په دغه برخه کې دي، مګر د هیواد د بقا لپاره باید پر هیواد تپل شوې جګړه مدیریت کړي. د ترهګرۍ او بین المللي تروریزم خطرونه دفعه کړي. افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه تمویل او تجهیز کړي. د هغوی د خوړو، اوبو او وسلو غم وکړي. درمل ورته تیار کړي. کورنیو ته یې رسیدګي وکړي. مورال او روحیه ورکړي او د دې لپاره په تېرو څلورو کالو کې ولسمشر غني چې څه په وس پوره وو، درېغ یې نه کړل.
جمهوررئیس غني غواړي ډېر وخت یې په ملکي، اقتصادي، بیارغاونه، انکشاف او زیربنا تېر شي، خو پر هیواد تحمیل شوی جنګ یې زیات بوختوي او له همدې امله یې هره ورځ له اتو څخه تر لسو ساعتونو پورې د جنګ په مدیریت تېرېږي. ځکه دا د هیواد د بقا او دفاع جنګ دی. لنډه دا چې د ولسمشر غني اعلی سرقومندانۍ ټول هک پک کړي دي.