له وطن او ولس سره د غني بې کچې مینه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
مطیع الله سحر
مونږه ټولو ته معلومه ده چې ښاغلی غني د هیواد ابادۍ او د ولس هوساینې سره څومره مينه لري. د ښاغلي غني مينه ورځ تر بلې زیاتېږي او وطن ته په کار کې د ستړیا نه بلکې د راحتي او ویاړ احساس کوي. نوموړی په سختو شرایطو کې واک ته ورسېد، مګر په خپله پوهه او درایت یې هر څه سم مدیریت کړل، داسې چې د ولس باور او زړونه یې وګټل
.
ښاغلی غني وايي چې له مرګه نه وېرېږم. هغه بار بار ویلي چې سر مې له سولې قربان او چې وطن نه وي زه دې هم نه وم. دا له وطن سره د هغه د بې کچې مینې ثبوت دی. له مرګ څخه هغه څوک باید ویرېږي چې هغه په غلطه روان وي او له دې ډارېږي چې ولس ته خو مې چل ول ورکاو او غلطول مې خو د خدای په وړاندې به څه ځواب وایم . او زه خو تل په سمه روان یم او تل به همداسې د ولس په ملاتړ مخته ځم. دښمن هم زما د وژلو لپاره زیات پلانونه جوړ کړي دي چې له مينځه مې یوسي خو دوی به هېڅکله هم په خپلو پلانونو کې بریالي نشي. ځکه چې ولس ماته اړتیا لري او خدای هم نه غواړي چې دومره ژر ما هم له ولس څخه بېل کړي.
ولس هم پر ښاغلي غني باندې پوره باور لري ځکه چې د کمپاین وخت کې ښاغلي له ولس سره کومې وعد کړې وې هغه یې ټولې تر سره کړې. ولس سره یې د کار کولو زمینه په هیواد د ننه کړې وه چې زه به تاسو د هیواد په داخل کې د کار زمینه برابروم له نورو به مو مخه راوګرځوم او د هیواد د ننه او د خپلو کورنيو تر څنګ به یوه مړۍ حلاله روزي پیدا کوئ. دا وعده یې ور سره ترسره کړه له بهرنیو هیوادونو سره یې په هیواد د ننه لوې پروژې لاسلېک کړې او کارونه یې پرې شروع کړل چې له دې سره د هیواد زیاتره ځوانان او پوخ عمره سړي په کارونو باندې بوخت شول.
او بل دا چې له ولس سره یې چې وعده کړې وه چې په هیواد کې به ارامي راولم جنګ جګړې به د تل لپاره له مينځه وړم. بې ځایه وژنې به له مينځه لاړې شي. دا هر څه یې تر سره کړل. نيږدې ده چې هیواد ته مو تل پاتې سوله هم راشي چې بیا به نه وژنې وي او نه به هم بې ځایه مرګونه. او وړ او زوړ د نر او ښځې حقونه به پکې خوندي وي.
دا ټولې هغه وعدې وې چې ښاغلي غني له خپل ولس سره کړې وې، او په عمل کې یې هم بیا تر سره کړې چې اوس وخت کې ولس پر بل هيچا هم دومره باور نه لري لکه څومره چې پر ښاغلي غني لري ځکه چې ولس ته ټول واقیعتونه معلوم شول.
ښاغلي غني د هیواد د عزت، پرمختګ او سرلوړۍ لپاره یو ځل بیا خپل ځان ولسمشرۍ ته نومولی دی او د ولس په باور به که خدای کول دا ځل بیا بریالی کېږي او خپلې نیمګړې پروژې به بشپړوي او نوې پروژې به هم پیلوي.